سیاست یوعلم دی چې د وخت اولیاء امور یې څوک د شخصي ګټو له پاره کاروي او څوک د خپلوملي منافعو په خاطرکارترې اخلي چې موږ یې همدا اوس بېلګې په کمي او کیفي لحاظ په خپل هېواد کې په خپلو سترګو وینو.
خو سیاست او امنیت دوې داسې کلمې دي چې د لزومیت اوملزومیت سیوري یې یو پربل غوړېدلي، ځکه پرته له امنیت څخه سیاست نه شي کېدای ، او پرته له سیاست څخه امنیت ناشونی دی . ځکه امنیت د سیاست له پاره لومړی جغرافیوي محیط جوړوي ، ورپسې سیاست وده په کې کوي ، اداري سیستم اوقانوني چوکات او نوراړوند امکانات ورته برابروي ، خوکه امنیت نه وي دا هرڅه بیا په صفرکې ضرب دي .
امنیت له ( دفاعي ، امنیتي اوڅارګرې ) درېیوبرخوڅخه جوړدی چې موږ یې هره برخه په لاندې ډول په څو لنډو ټکو کې وړاندې کوو :
لومړی :ـــ دفاعي برخه : دغه برخه د سیاسي جغرافیې حریم ساتي او بهرني دښمن ته تل په حراست اودفاع کې له غفلت او معاملې څخه پرته د لوړوملي منافعو د حفاظت او دفاع له پاره مصروفه وي .
دوهم : ـــ امنیتي برخه : دا برخه د کورني ملي نظام د ټینګښت او قانون پلي کېدو یو ستر رُکن دی چې په کورد ننه د خپلوهېواد والوله پاره یوه ډاډ منه سوله ئیزه فضاء پرې را منځته کړي ، ترڅود خلکو سر، مال اوناموس ورسره خوندي شي .
درېیم : ـــ څارګره برخه : دا د امنیت هغه برخه ده چې عامه ملي نظم ور پورې تړلی دی . ځکه چې که څارګره اداره نه وي ، په حقیقت کې ملي او دفاعي امنیت دواړه قوې ړندې ، کڼې اود ماغزومېموري ( آخذه ، مرسله اوحافظه ) نه لري . اود امنیت دغه قوه د سیاسي جغرافیې ټول پټ اومحرم معلومات له مشکوکو ځایو څخه را ټولوي ، مسؤولومراجعو ته يې په امانته توګه سپاري اوله ځان سره یې د اجراء کېدو ترمرحلې پورې محفوظ اوخوندي داسې ساتي چې رسنۍ خولا پرځای پرېږده ، خپله مېرمن هم له خپلو راټولو کړیو معلوماتو ، شواهدو او مدارکو څخه نه خبروي ، ځکه هغه یوداسې ملي امانت دی چې د خپل ځان ، ، ټو ل امنیت او ټول هېواد برخلیک ورسره تړلی دی .
نن سباخو چې موږ دومره خراب شوو ، زموږ امنیتي رازونه مخکې له مخکې ټول افشاء شوي ، افشاء شول او افشاء کېږي .
(( په دوهمه نړیواله جګړه کې هغو دوو تنو امریکایي پيلوټانو چې د یو ریشیما اوناګاساکي پرټاپوګانویې اتومي بمونه وغورځول خپله ویلي چې کله موږ ددغې سخت مأموریت ترسره کېدوله پاره روزل کېدو ، موږته دا نه وو ویل شوي چې تاسوبه دغه ډول خطرناک مأموریت ترسره کوۍ ، هغوی پخپلو خبرو کې زیاته کړې چې آن ترهغو پورې موږته خپلې اړوندې ادارې ددې مأموریت رازنه افشاء کاوه ترڅوکې همغه ورځ راورسېدله ، نو بیا موږته وویل شول چې تاسو به نن خپل مأموریت ترسره کړۍ . خود مأموریت ترسره کېدو ډول یې بیا هم موږ ته افشأ نه کړ، کله چې یو ساعت مأموریت اجراأکولوته پاتې شوموږ ته وویل شول چې ستاسې مأموریت یوساعت وروسته پیلېږي . دغه یوساعت وخت د اتوم بم غورځولو ؤ، چې دوې دقیقې ورته پاتې شوې ، بیا راته وویل شول چې دوې دقیقې وروسته به تاسې د ځای پرځای شوي بم تڼۍ کېکاږۍ ، اوله دوو دقیقو پوره کېدوسره سم را ته امروشوچې تڼۍ کېکاږۍ ، موږ تڼۍ کېکاږلې ، چې لاندې ځمکې خواته مو وکتل ، ټول ښارپه دود ، لمبو ، شنواو تورولوخړوکې پټ ؤ اوهرڅه تباه اوبرباد شوي وو . موږ ضعف وکړ.، ځکه دمخه موږ ته نه وو ویل شوي چې تاسې به اتوم بمونه غورځوۍ . اونه خو موږ پراتوم بمونوخبر ووچې زموږ په الوتکو کې یې ځای پرځای کړي . همداسې په ناګاساکي باندې هم په همدې ډول اتوم بمونه وغورځول شول .)) دا ځکه چې مأموریت یې اشد محرم ؤ .
په همغه دوهمه نړیواله جګړه کې(( د نازي هېټلر پوځي رازخپلې هغې بهرنۍ جاسوسې ښځې ترې غلا کړچې تل به ورسره هم بستره وه اوله همغې ضعیفې نقطې هېټلرتباه اوبرباد شو.))
((هندوستان د پاکستان له خوا په جګړه کې هغه مهال ووهل شوچې پاکستاني چاسوسانود هندې جاسوسانومشرپه الوتکه کې وتښتاوه اود جګړې د قوماندې مهمې خریطې اوپلانونه یې ترې ترلاسه کړل .))
((خمیني هغه مهال د صدام په وړاندې ماتې وخوړله او شل زره کسیز پوځ یې ټول د قیرو په خاکپوشه کړي ډک خندق کې په عادي مرمیو ورته ضربه کړچې کله د خمیني د سپاه پاسداران له احساساتوډک تش په شعارونوسمبال پوځ اودهغوی عملیاتي بهیرورته افشاء شو.))
((سږنی د امریکې ( اتلسم ) کال په افغانستان کې پوره کېدونکی دي ، د دوهم بوش او اوباما دورې ختمې شوې ، او دادي اوس د ټرمپ دوهمه دوره پیلېږي ، خود افغانستان په اړه ددوی جنګي سترا تیژي ترنن پورې لاهم همداسې ترپلولاندې مولۍ غوندې مجهوله پاتې ده ، دا ځکه چې دغه سترا تیژي یوازې د امریکې له استخباراتواوپنتاګون سره ده . ))
((خود افغانستان ددفاع وزارت ، کورنیو چارو وزارت اوملي امنیت ټول غلبېل غلبېل دي ، خبره خولکه اوبه په غلبېل کې نه په کې ساتل کېږي ، بلکې ترځای پورې یې هم سمه نه رسوي . ځکه هرکس اوناکس د ځان له پاره یو داسې جامع الکمالات ویاند نیولی چې هم خود کوزه ګل دئ اوهم خود کوزه فروش . ځکه معیاردلته امانت اوملي منافع نه دي ، بلکې معیار پردۍ څوټکیه انګرېزي یا کومه بله ژبه ده ، څوپیسې دي ، آرګاه بارګاه ده ، شهرت طلبي ده . که دا نه وي نو دوی څه مجبوریت لري چې د هرې کوڅې اوهرې خپلې او پردۍ رسنۍ عادي خبرنګارته بلبل نادریه غوندې د زړه بړاس باسي او د ملي امنیت ټول رازونه ورته د کلي په منځ کې ږدي ؟ دا ځکه چې له جمهور رئیس څخه خپل مادي او معنوي امتیازات پرې ترلاسه کړي اوخپل کرېدېت ورباندې واخلي .))
د عملیاتو له پاره تصمیم نه وي نیول شوی ، دوی بیا د مخه ورته نوم هم اېښی وي ، او د عملیاتو نېټه او د پوځ شمېره یې هم ورته افشاء کړې وي ، دا پنځلس کاله موږ همدغه خبرې اورو . هره ورځ له ملي اردو، ملي پولیسو اوملي امنیت څخه له همدې کبله نه جبرانېدونکې سوړه شوې وي . خو یوشی یې ډېرپټ ساتلي ، اوهېڅ یې له خولې نه راوځي ، لکه اداري فساد ، اختلاس ، د عسکرو معاشونه ، اعاشه او اباته او په جګړو کې له دښمن سره پټې لاس په لاس معاملې او د وسلواومهماتو پېراوپلور.
کله چې امنیتي ارګانونه دومره ککړشي ، نو سیاست او قانون به څنګه پلی شي ؟ سیاست او قانون دواړه همدې امنیت ترسوال لاندې راوستي دي . که امنیت سم او بشپړه ملي بڼه یې غوره کړه ، او په کې د ګوندونو او زورواکو ونډې ختمې شوې ، ځکه په کوندونو پورې تړلي ټول امنیتي چارواکي د خپلو ګوندونو او خپل ځان له پاره کارکوي ، نه د دولت او ملت له پاره ملي کارونه . که دوی واقعأ د دولت او ملت له پاره ملي کارونه تر سره کړي ، نوهمغه دم ګړۍ به سیاست او قانون پلې شي .
کله چې په رغنده کورنۍ او بهرنۍ تګلاره اوکړنلاره کې سمون راغۍ ، قانون پلی شو ، چارواکوخپله ترقانون ځان ښکته و ګاڼه ، دولت اوملت به یو د بل لازم اوملزوم شي ، یو له بل څخه به ملاتړ وکړي ، ترمنځ راغلې لیرې فاصلې به یې سره لنډې شي ، یو پربل به باوري شي . او په ګډه به دخپل کورني او بهرني دښمن مقابلې ته سره ودرېږي ، او د خپل هېواد بیا رغونې او سمسورتیا ته به په ګډه مټې را ونغاړي . سوله به قائمه او دا ئمه شي او ددښمنانو د لاسوهنې لاسونه به خپله ورپرې شي .
خو په دې شرط چې د افغانستان کورنی سیاست له حق الله اوحقوق العبادو سره په متعادله اومتوازنه توګه په عملي ډول وتړل شي ، او باندنی سیاست یې له مد ونه معیاري سیمه ئیزو او نړیوالو قوانینو سره په تول برابر وخېژي . خو ددې کارد عملي کېدو له پاره عادل ، وړ ، ریښتیني اومسلمان ملي کسان په دندو ګومارل په کاردي . کنه نو دا مهال خو د افغانستان له جغرافیې څخه ژوبڼ جوړشوی ، چې څوک د سیل له پاره ورته راروان دي او څوک بې ټکټه پیسې پرې ټولوي .
د خدای په خاطر! لږ په خپلوګرېوانونو کې سرونه سره ټيټ کړۍ ! تاسې حکومت کوۍ ، او که اوس نوی حکومت زده کوۍ ؟ که حکومت کوۍ ، نوحکومت خو د ملت له ارادې تثیلولواوملاتړپرته نه کېږي .تاسې د ملت په چوپړ کې ځانونه واچوۍ ، ترڅوملت ستاسې ترڅنګ ودرېږي . اوچې ملت درسره نه وي ، هرغل او رهزن به ستاسې په حکومتولۍ کې ګوتې دروهي ، ګډوډي به درته جوړوي ، دښمنان به ستاسې خپل خلک ستاسې پر ضد استعمالوي ، لکه همدا اوس ګټې به د نورو وي اوتاریخي مرګ ژوبلې او بدنامۍ به ستاسې پرټنډو درټاپه کېږي ، له تاریخي بدنامیو او محکومیته ځانونه وژغورۍ . و ماعلینا الاالبلاغ
سلامونه،
ورور ولید صیب او لوستونکو له!
ما ته خو د سیاست او ام نیت کلماتو یا ګړو څخه دا لاندنۍ لڼډونې (مخففات ) پکر ته راځي:
۱-س.ی.ا. س .ت.= د سي آی اې سَت! یا هم څټ!
۲-ام.نیَت= د امریکا نیت ! یا به بد وي یا به زشت !!.
هر چا چې د پورته فیه مافیه ست ته لبیک وویلې او هغوی هم ورته څټ وګراووء ، او پر نیتونو ېې هم آميين وویلې د انسانانو سرنوشتونه ورته ډالۍ کېږي ؛
او که نه چې له خولو ېې لعل او جواهر هم واوري څوک پې دپیاز پوستکی هم نه خوري!!!