تاند- د ملګروملتو امنیت شورا پرون /دوشنبه/ له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت د اوربند وړاندیز ته متقابل مثبت ځواب ووايي او رعایت یې کړي.

د ملګروملتو د امنیت شورا غړیو په افغانستان کې د سوکالۍ او اوږدمهال ثبات لپاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هراړخیز بهیر پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې بهیر تر پایه پورې یې د افغانستان د حکومت د هلوځلو بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

طالبانو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړ. د طالبانو اعلان ظاهراً د افغانستان د حکومت د اوربند په ځواب کې و.

د افغانستان حکومت د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ طالبانو ته د روژې له ۲۷، یعنې نن ورځې څخه د کوچني اختر تر ۵ پورې اوربند وروسته له دې اعلان کړ چې د افغانستان دیني عالمانو په یوه ستره غونډه کې د جګړې د درېدو او اوربند غوښتنه وکړه.

طالبانو نن سهار د فاریاب ولایت پر کوهستان ولسوالي یرغل وکړ او یو شمېر کلي یې ونیول.

ځینې راپورونه وايي چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې سخته جګړه روانه ده.

دې ډلې د غزني په مُقر ولسوالي کې پر څو پوستو بریدونه کړي دي.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري وايي، د طالبانو په برید کې ۵ سرتېري شهیدان شوي او ۲۶ نور ژوبل دي.

One thought on “امنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې اوربند رعایت کړي”
  1. ټالیبان نه په خدای ج ایمان لري ، نه د هغه په پاک کلام. دوي په خپل عهد او پیمان هم ندي ولاړ. هرڅه هېریږي خو عادت نه هېریږي. د مسلمانانو وژل اوس د دوی عات ګرځېدلی. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دوي تعرض نه و کړي خو دوی له خپل عادته نه تېریږي. نن یې بیا سلګونه کورنۍ دغم په تغر کېنولې.

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *