حفیظ الله امین

استاد شهسوار سنګروال   

حفيظ الله امين د حبيب الله زوی په ۱۹۲۹ ز کال د پغمان په قاضي خېلو کې زېږېدلی دی.

ده لومړنۍ او مينځنۍ زده کړې په پغمان کې سرته ورسولې. لوړې زده کړې يې د کابل په پوهنتون کې د لېسانس تر کچې وکړې.

چې امين د ابن سينا مدير شو، په کابل کې دومره نامتو شو چې نوم يې په ښوونيزو او روزنيزو مؤسسو کې د ژبو په سر وه، ان تر دې چې د لوړو زده کړو لپاره د امريکا متحده ايالاتو ته واستول شو.

د نيويارک له کلمبيا نه يې د ښوونې روزنې په څانګه کې د ماسټرۍ تر کچې سند ترلاسه کړ.

نوموړي غوښتل چې پي اېچ ډي (P.H.D) يانې دوکتورا لپاره بيا امرېکې ته لاړ شي خو نه د کابل حکومت او نه هم امريکا له دې سره موافقه وکړه چې د لوړو زده کړو په نوم دغه هېله ترسره کړي.

د افغانستان د خلک دموکرتيک ګوند د تأسيس نه څه موده وروسته چې کابل ته راغی، د ګوند غړيتوب يې ترلاسه کړ.

که څه هم دغه ګوند د مارکسيزم له تيوري نه سرچينه اخستې وه، ولې بيا هم د ده سياسي سيالانو دی د ناسونالست او فاشست په نوم يادوه.

ان تر دې چې دی يې د يوګوسلاويا د مشر مارشال تيتو سره پرتله کاوه.

«په دې اړه هماغه وخت دا خبرونه هم خپاره شول، چې ببرک کارمل، دی شوروي مشرانو ته د يوه ناسيونالست په بڼه معرفي کړ چې په ده د برژنف او نورو چارواکو شک لا هم زيات شو.

خبره همدا وه، شورويانو له حفيظ الله امين سره سياسي ستونزه لرله، که نه نظام ته کوم ګواښ موجود نه وه. دا هسې پلمه وه چې ګني افغانستان د امريکې د متحده ايالاتو او پاکستان ترګواښ لاندې دی.

د امريکا يو شمېر چارواکو هم داسې انګېرله چې ګني سرو لښکرو ځکه حفيظ الله امين له مينځه يووړ چې د ده په شتون کې دولت له ماتې سره مخ وه، ولې دا يوه تېروتنه وه.

يوه امريکايي دېپلومات «ارچرک بلود» په کابل کې د امريکا د سفارت کارکوونکي دا خبره په ډاګه کړې ده چې: «رژيم د ماتې له ګواښ سره مخ نه وه، يوازې روسانو ته انګېرنه دا وه چې ځانونه د امين له شره خلاص کړي.»[1]

شوروي اتحاد د ده له شره هغه وخت بې غمه شو، چې د جدې په شپږمه نېټه يې د کي جي بي په سپارښتنه امين او د سياسي بېرو غړو ته په شوروا (سوپ) کې زهر واچول.

پدې سره ټول بې حاله شول، يوازې دستګير پنجشېری چې د کې جي بي لخوا ورته ويل شوي وه چې سوپ به نه څښي روغ رمټ پاتې شو.

روسي اشپزانو له يوې خوا د دولت لوړپوړي چارواکي بېهوشه کړل او له بلې خوا يې په يوې زورورې چاودنې د تېلفون مزي پرې کړل.

له دې سره جوخت هغه کنډک چې د امين د ساتلو لپاره ګمارل شوی وه په مرګوني بريد پيل وکړ.

لوی درستيز محمد يعقوب چې غوښتل يې مخابرې ته ځان ورسوي چې بريد پرې وشو. که څه هم هغه ګړۍ مړ نشو خو وروسته د عبدالوکيل لخوا (د نجيب په مهال د بهرنيو چارو وزير) پرې يو جاغور خالي شو او ځای پر ځای ومړ.

شوروي اتحاد د حفيظ الله امين د وژلو لپاره درې تنو ته دنده سپارلې وه چې په داسې مهارت يې له مينځه يوسي چې شوروي پوځ ته زيان و نه رسېږي.

سرو لښکرو ته لا دمخه ويل شوي ول چې امين له امريکا او پاکستان سره اړيکې ټينګې کړې دي او کابل ته امريکايي پوځ ننوتی دی.

پدغه درې کسانو کې چې خپلو پوځيانو ته يې د مخه لا دغه ډول روحيه ورکړې وه يو يې جنرال وېکتور پاپوتين، دويم تن په کابل کې شوروی سفير فکرت احمد جانوويچ تابيوف او دريم تن د دفاع د وزارت مرستيال مارشال «سکولوف» وه.

د اندروپوف د سپارښتنې له مخې چې لومړی بايد امين له مينځه يوړل شي، نو په همدې بنسټ د نوموړي په مانۍ د K.G.B ځانګړو پوځونو (زينت، ګروم او الفا) د جنرال «ګرازدوف» په ښودنه بريد وکړ.

«سټيو کول« د دغه بريد په تړاو داسې کاږلي دي:

«د کې جي بي قاتلانو د امين کور محاصره کړ او د افغانستان شړل شوي کمونست مشر ببرک کارمل د امين پر ځای د کېناستلو لپاره يې په يوه ټي – يو ۱۳۴ (TU-134) ډوله الوتکه کې په پټه د بګرام هوايي اډې ته، چې د کې جي بي افسرانو او شوروي پارا پوځيانو (Paratroopers) لخوا ساتل کېده را ورسېد.»[2]

کله چې د «مسلمان کنډک» په ګډون شوروي ځواکونو د امين په ماڼۍ بريد پيل کړ، په سر کې افغان پوځ د امين نه د دفاع لپاره سخت غبرګون وښود چې ګڼ شمېر روسان يې ووژل.

ورته کار به راديو افغانستان کې هم وشو (ليکوال په راديو تلوېزيون کې دغه مهال حاضر وه)، کله چې هلته بريد وشو، له سخت غبرګون نه وروسته روسي پوځ ترشا شو.

پدغه وخت کې «وطنجار» په لوډ سپيکر کې په افغان پوځ غږ وکړ او هغوی هم پر شا شول.

د امين د ماڼۍ ساتونکو چې کله واورېدل شورويان دي، دوی هم له دفاع نه لاس واخېست. هغه وو چې شوروي پوځ ماڼۍ ته ننوځي، حفيظ الله او عبدالرحمن (د امين زوی) د شاه ولي د مېرمن په ګډون يو شمېر کسان وژني.

له يوې خوا د شوروي چارواکو بې باوري وه چې ګني امين غوښتل چې د شوروي او امريکې تر مينځ په مناسباتو کې انډول په پام کې ونيسي او له بلې خوا د امريکا متحده ايالاتو هېله درلوده چې د شوروي پښه افغانستان ته راکاږي.

«ريموند ګارتف» د يوه سند پر بنسټ چې د «اندرو پوف» له څرګندونو نه چې د اکتوبر په ۲۹ نېټه يې د سياسي دفتر غونډې ته د يوه رپوټ په بڼه په ډاګه کړی وه چې د افغانستان نوی ولسمشر په پام کې لري د لوېديځ او ختيځ تر مينځ انډول وساتي، دغه سياست دا په ګوته کوي چې امين د واشنګټن په لور کوږ شوی دی، له دې څخه داسې برېښي چې نوموړی شوروي اتحاد ته صادق ندی.

«ګارتف» خو د شوروي له لوري «ګورکي ارباتف» په څېر انګېري چې اندروپوف له اندازې نه زيات په ببرک کارمل باندې باور درلود. ولې د کې جي بي (K.G.B) سيال استخباراتي سازمان، سي آی اې (C.I.A) بيا شوروي اتحاد له پخوا نه څاره چې دوی څه غواړي او څه کوي؟

سټيو کول انګېري چې: «سي – آي – اې په سمه او مکرره توګه د شوروي د پوځونو په هکله معلومات ورکول.

د ډسمبر په نيمايي کې C.I.A د شوروي او افغان پر پوله پر لويه کچه د شوروي پوځونو ځای پر ځای کېدل کشف کړي ول.

د سي آي اې مشر «ترنر» د امريکا ولسمشر کارتر ته د ډسامبر په ۱۹ نېټه يوه پټه خبرتيا واستوله چې شوروي غواړي په افغانستان کې ښکېل شي دا ځکه چې د هغه هېواد جنوب لور ته پوځونه استوي.[3]

سره د دې چې د شوروي اتحاد سياسي او پوځي چارواکي په يوه خوله نه وه چې په افغانستان پوخي بريد ترسره کړي. او ستينوف له يوې خوا د شوروي سياسي دفتر سره مخ وه او له بلې خوا يې ليدل چې د دفاع وزارت يې په دوه برخو وېشل شوی دی.

امين بايد ووژل شي او دا کار هغه وخت شونی دی چې سرې لښکرې بريد ته تيارې کړي.

د ډسامبر په ۲۲ نېټې د C.I.A مرستيال بابي انمن په ډېرې بيړې سره چې د شوروي پوځي بريد ته لږه موده پاتې وه د امريکا د دفاع وزير، هرالد برون او برژنسکي ته خبر ورکړ چې سي آی آې شک نلري چې د شوروي سور پوځ به په ۷۲ ساعتونو کې په افغانستان يرغل وکړي.

د سي آي اې له دغې خبرتيا نه څلور ورځې وروسته شوروي پوځونو د ډسامبر په ۲۷ نېټې د تاج بېک ماڼۍ تر اور لاندې ونيوله.

د ډسامبر اوه ويشتمه (۲۷) له هغې ورځې سره برابره وه چې بايد آغا شي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، له امين سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی وی.

په راديو افغانستان کې ماته (ليکوال) وويل شول چې په تاريخي او سياسي تبصرو کې بايد د پاکستان پر وړاندې دريځ نرم شي.

ما چې د راديو مهالنۍ سرمقاله ليکله را ته دا خبره په ګوته شوه چې د ډسمبر په ۲۷ نېټه آغا شاهي راځي سر مقاله بايد د افغانستان او پاکستان د ښو اړيکو اړتيا ته ځانګړې شي.

ولې د ډسامبر په پنځه ويشتمې (۲۵) نېټې بېرته ټولو پروډسيرانو ته وويل شول چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سفر وځنډېد او د دې لامل همدغه وه چې د نوموړي سفر سبوتاژ شي.

نو ځکه د برژنف په سپارښتنې امين د سياسي بيرو غونډې ته وويل:

د برژنف لخوا دغسې يادښت ترلاسه شوی دی چې د آغا شاهي سفر ۳۰ ڼېټې ته وځنډوي، ستاسو نظر څه دی؟

صالح محمد زيري وويل: څه توپير لري سفر دې وځنډول شي.

د بهرنيو چارو وزير شاه ولي وويل: جناب امين صاحب! ښه ده، خو زه اندېښنه لرم!؟

زېری: دا د اندېښنې خبره نده د درې ورځو مسئله ده.

شاه ولي: محترم زېری صاحب! د روم ښار په يوه شپه په ايرو بدل شو.

دغه سوال او جواب لا روان وه چې امين د يادښت په کتابچه کې داسې وليکل:

د پاکستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو محترم وزارت ته!

د يو شمېر اسنادو د برابرولو لپاره که چېرې جلالتماب د بهرنيو چارو وزير آغاشاهي د ډسمبر پر ۲۹ يا ۳۰ نېټې کابل ته تشريف راوړي خوشاله به شو. په ادب

په پای کې اوه ويشت نېټه (٢٧) تمه هغه وه چې شوروي سرو لښکرو په افغانستان وسلوال بريد وکړ، امين او د هغه کورنۍ يې په سرو وينو کې و لمبوله.

«په داسې حال کې چې د عيسوي اختر په ماښام تياره خپره شوه د شوروي له هوابازانو څخه ډکې «انتونوف» ترانسپورتي الوتکې او کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوې. د عيسوي اختر په تنکي سبا باندې د شوروي پل جوړوونکو ځواکونو، چې د شوروي له څلوېښتم اردو سره يې دنده لرله ترميز (حيرتان) بندر ته نږدې پر امو سين تخته يي پلونه کېښودل او د شوروي لومړۍ شوبلې له پولې څخه تېرې شوې… چې حفيظ الله امين او د هغه نږدې همکاران ووژني او د افغانستان په  (اصطلاح) کمونست ګوند کې نوی مشرتابه وټومبي…

په کابل کې د امين اوسېدو ماڼۍ (تاج بېک) ته لار ومومي او پر هغه ګولۍ وچلوي… په لسګونو کي – جي – بي (K.G.B) افسران ووژل شول.»[4]

خو امين هم ووژل شو، ورسره د کورنۍ يو شمېر غړي، ګڼ شمېر افغان سرتېري هم په سرو وينو کې ولمبېدل.

 


[1] – interview, New Delhi India Nov.10.1981.

[2] – سټيوکول ۶۶ مخ.

[3] – همدغه اثر همدغه مخ.

[4] – همدغه اثر ۶۶ او ۶۷ مخونه.

3 thoughts on “امين څوک و او څه ورسره وشول؟”
  1. سلام استاد
    په پښتو کې دا خبره ډیره عامه ده چې وایی له کلی ووځه خو له نرخه مه وځه ! مانا داچې امین هم له کلی وتلی وه او هم له نرخه دامین د پا چایی عمر دېر لنډ وه لکه څنګه چې عینی ولس دده اماتوره احساسات ،زورواکی او دتوراوسپین تلوېژن له لارې ګواښمنې پټکې او ګا مو نه او بیانیې ولیدلې په داګه وه چې دی هر وخت په شنه زور ملت ته خبردار وایی اودملت په ژبه نه بوهیږی : د خپل ولس څخه نه دی او نه یی حزب پېژندګلوی در لوده امین پوهیده چې درو سانو به خره سبو ر یوه داسې ملک ته راغلی یم چې زما اید یالوژی نه چلیږی . بل فاکتور به خبله د امین حکومتی کاری تجربه او نړیواله دبلو ماسی وه .ټول کارون به زور نه کیږی امین دغوایی دکودتا له لومړی ور ځې پوه وه چې داوړۍ نه شړۍ کیږی
    دکمونیزم تطبیق اوعملی کیدل په افغانستان ناممکن بریښی او دروسانو د زوال کالبد به سیاسی لحاظ د افغانستان په هر واټن کې ترسترګو کېیږی اوله خطر سره مخامخ دی پوښتنه داده چې دامین پیتی له سر کوږ وه او کوږ بار یا پېټي مزل ته نه رسیږی دا به دی خاطر چې مارکس به ځپله تیوری کې ناکام اوبه ماشومانو یط شیرنی وېشلې
    دلینن ورخ له هغه هم بدتره وه نو څنګه به دی هېواد کی دا مردارخوره اودروغجنه تیور ی امکان ولری ؟ هغه هم په یوداسې
    کمزورو کاسه او کپړیوچې لا پخوا د بی کفایتیو له امله په دوه ډلو منشعب شوی حزب ، د خورد ضابطانو بیسواده اردو ، دظاهرخان د وخت له کاره لویدلی جنګی مهمات ،لوژیستکی وسایل او وسلې.د ماهرو دپلوماتانو او کارپوهانو نه شتون او به مهمو ځایونوکې داهل مسلک کاری خلک نه لیدل د امین هغه ناپوهې ده چې دده قدرت په فرهنګی ، دفاعی ، مدنی او سیاسی لحاظ ډیر محدود ښیی او سقاوی ته یې عمر پاتې کیږی
    لنډاچې دیر بې ګناه انسانان یې د سیاست به نوم له تیغه تیر کړل چې خپله هم تباشو. مه کوه په ما چې وبه شی به تا

  2. کچیری تاریخ ته وګوری داسی شخص او داسی فنی او سیاسی کس موږ نلرو چی په هر حالت کی ملی ګټی وپیژنی او ولس په احساساتو باندی ځان خبر کړی چی ولس له دولت یا حکومت څخه څه غواړی کچیری دولتی چاری مخی ته نشی وړلی قدرت ځان رسول داسی دی لږ بوت په بوت خانه کی ځکه چی هر سړی یا مشاور څه درته وایی ته یی منه ځکه چی نه پوهیږی کله چی پوهیږی نو بیا دداسی مشاورینو او چارواکی له مخی لیری کړه چی ولس ته د تا حقیقی خبری او ویناوی ورسیږی زیاتره وخت په ارګ کی داسی کسانو دنده سرته رسولی چی هم د دولت معاش خوری او هم دهمغه ولسمشر پسی بد او رد وایی کچیری ریس جمهور یا پاچا بد سړی وی نو ولی دده تر امر لاندی په اداره کی دنده تر سره کوی کچیری ښه سړی وی نو دا څوک دی چی تا په هغه پسی په بد ویلو ته تشویق کوی

    ډیر د افسوس خای چی ولسمشران که اوسنی دی یا مخکینی تل د خپلو مشاورینو له لاسه نیک نام او بدنام شوی دی

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *