امیر عشیري

امير عشيري هغه ايرانۍ ليکوال دى چې د خپلو پوليسو ناولو د ژباړو پر مټ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې شهرت ته رسېدلى، پښتو ژبې ته يې هم په دې وروستيو ګڼ پوليسي ناولونه يو شمېر ليکوالو ژباړلي چې د هرکلي سره مخ شوي دي، دغه ليکوال د روان ١٣٩٥ لمريز کال د غبرګولي مياشت کې ومړ.

خو عشيري څوک و او څنګه شهرت ته ورسېد؟

امير  په ۱۳۰۳ لمریز کال کې د ایران په پلازمینه تهران کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې ، لومړۍ لیکنه یې په ۱۳۲۸  لمریز کال کې کله چې پنځه ویشت کلن و خپره شوه. له ۱۳۳۰ نه تر ۱۳۵۰ کلونو کې یې د خپلو لیکنو په خپرولو سره ځان شهرت ته ورساوه چې د شهرت دوې لسيزې بلل يې وې.

له عشیري نه پنځوس اثاره پاتې دي چې له هغې ډلې کولى شو ( په المان کې د ایراني ځوان اعدام، د شیطان د پښو پل، د قاتل انځور، د تدفین په مراسمو کې خندا او شین سترګی جاسوس ) یاد کړو.

%db%b1  ادبي کره کتونکی عبدالعلي د ستغیب نیمه له یاده وتلي لیکوال په نامه په خپله یوه مقاله کې چې د ادبیاتو د میاشت په کتاب کې خپره شوې امیرعشري یې د حسین قلي پیرو، ژباړونکی او لمن لیکونکي( پا ورقي نویس) معرفي کړی،  عبدالعلي دستغیب په ۱۳۲۰ لمریز شاوخوا کلونو کې ډير لوستونکي لرل.

  عشيري چې د کانونو وزارت کارکوونکی و، په خپله یوه مرکه کې یې ویلي و: سره له دې چې د کانونو په برخه کې دنده لرم، ژوند مې د لیکوالۍ له امله تامین دی او هغه امتیازات چې له کانونو وزارت رواکول په کمه کچه یې زما د ژوند اړتیاوې پوره کولې.

   هغه په خپله همدې مرکه کې د محمدعلي جمالزاده له خولې ځان د فرانسې د نولسمې پیړۍ له پياوړو لیکوالانو سره پرتله کړ او ویلي و: زه د پولیسي داستانونو لیکوال وم،هغه مهال جمالزاده زما کتابونه لوستل، زما کتابونه معرفت خپرول، هغه ژنيو ته تګ راتګ کاوه او جمالزاده یې له نږدې لیده او زما کتابونه یې ورکول، کله چې هغه زما ( سیاه خان) کتاب ولوست ویې ویل امیرعشیري د فرانسې الکساندر ته ورته  لیکوال دی او کولی شو  امیر عشیري دایران الکساندر دوما وبولو.

بل ایراني لیکوال میرعباسي د عشیري په اړه وايي : د عشیري اثار په بهرنیو بیلګو ولاړ دي، عشيري غریزي لیکوال و او هغه ژانرونه یې چې لیکل هغو کې ژوره مطالعه نه درلوده بلکې د لیکلو طرز یې داسې دی چې له پولیسي سینمايي فلمونو یې الهام اخیست چې له دې ډلې جيمز بانډ يادولى شو، هغه لوړ تخیل درلود او له همدې امله یې په زړه راښکونکې بڼه لیکل کول او وروسته یې بیا دغه لیکنې د وړو جیبي کتابونو په بڼه خپرېدې.

میر عباسي په دې اند دی چې د امیرعشیري داستانونه جنايي ـ معمايي نه دي، بلکه د هغه داستانونه دهغو اثارو په ډله کې راځي چې تر ډيره پولیسي بڼه لري، ځکه د هغه په داستانونه کې معما نه لیدل کیږي او  په دقیقه مانا د هغه اثار پولیسي برخه کې راځي چې شاوخوا نیمه پیړۍ وړاندې یې له پولیسي ادبیاتو ځان بیل کړی دی.

د صدرالدین الهي په نوم بل ایرانی لیکوال د امیرعشیري په اړه  وايي: دامیر عشیري لمن لیکونه، تر ټولو مشهور لمن لیکونه و چې د غربي لیکوالانو په تقلید یې لیکل او په هغو کسانو کې چې اروپايي او امریکايي پولیسي داستانونو ته یې لاس رسی نه درلود ډېره مینه وال لرل.

د امیری عشیري لمن لیکونه( پاورقي) په سیپد و سیاه، روشنفکر او تهران مصور مجلو کې خپرېدل، خو ډېری پاورقۍ یې په اطلاعات هفتګي کې خپریدل.

د دغې مجلې مسوول مدیر ارونقي کرماني لیکي: امیرعشیري په ډېردقیق ډول د اتلانو د تګ راتګ سیمه لیکله. د بیلګې په ډول که چیرې د کیسې اتل پاریس یا هم کوم بل ښار ته روان  و د هغه ښار ټولې کوڅې، رستورانتونه او شاوخوا سیمې معرفي کولې.

امیري عشیري د پلیسي داستانونو ترڅنګ تاریخي داستانو لیکلو ته  لیوالتیا درلوده  او په دې برخه کې یې د شاه عباس دوه ټوکیزه کتاب ولیکه، د ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته د امیر عشیري مطبوعاتي فعالیتونه ودرول شول او یوازې یو کال یې له یوې کورنۍ مجلې سره همکاري درلوده.

 اله انقلاب مخکې کلونو کې مې هراونۍ څلورلمن لیکونه لیکل، اوس چې مجلې تر ډېره په میاشتني ډول خپریږي هغوی باید له ما نه د مرستې غوښتنه کړې وه چې داسې ونه شول او ما هم نشوی کولی چې له هغوی نه د کارغوښتنه وکړم.

   سره له دې چې د امیرعشیري اثار د ایران له انقلاب وروسته هم خپاره شول او ډېرمینه وال یې هم لرل؛ خو هغه په ادبي بنډارونو کې ګدون نه کاوه او نه یې هم تر ډیره نوم اخیستل کېده.

   شاوخوا دوه کاله وړاندې(د همدې لیکنې د خپریدو پرمهال) په یوه غونډه کې وستایل شو او د لیراو جایزه ورکړل شوه، امیري عشیري د ژوند په وروستیو کلونو کې د زړه د درېدو له امله ومړ.

2 thoughts on “امیرعشیري او پولیسي داستانونه/ ژباړه: احمد جاوېد صديقي”
  1. ما ده امیر عشیری دیر کتابونه ویلی دی لکه
    شیطان در میزند، قلاب ماهی
    تکره لیکوال و الله دی وبخی

  2. مننه استادجانه ډېر په زړه پورې ټکو ته دې اشاره کړې ده، ما خپله نوي لیکوالي ته شروع کړي ده له یادو دیارلس ټکو څخه مې دوې خبرې په ځان عملې کړي، یو د ورځینو پیښو لیکل او بل د تکړه لیکوالانو د اثارو لوستل خو دومره فایده یې راته کړې ده چې سترګې مې غړیدلې دی که چیرې زه په ځان باید دیالس خبرې ټولې عملي کړم زه باور لرم چې ما او ماغوندې نورو ځوان تازه نفسي لیکوالان په راتلوونکي کې ډېر ښه وچلیږي،.

ځواب ورکول محمد خالص ادیب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *