د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې درې اصله مهم ښکاري. یو د خلکو رایي دي، بل د حامد کرزي پلویتوب دی او دریم هم امریکا ده چې د کوم کاندید ملاتړ کوي.
اشرف غني احمدزي خو له حامد کرزي بیا بیا مننه کړې ده چې په انتخاباتو کې تر اوسه بې پرې پاتې شوی دی او عبدالله عبدالله هم ښکاره انتقاد پرې نه دی کړی. په ورته وخت کې د ولسمشر کرزي د حکومت داسې غړيو ته د انتخاباتو په لومړي پړاو کې چا ګوته ونه نیوله چې دی د اشرف غني ملاتړی دی، خو برعکس ځیني چارواکی لکه د بلخ والي عطا محمد نور په ښکاره د عبدالله عبدالله تر شا ودریدل.
د دې ترڅنګ د دواړو کاندیدانو له خبرو داسې ښکارې چې دوی له حامد کرزي ویره لري، اشرف غني که یوه اړخ ته حامد کرزی ستایلی دی بل لور ته یې ویلي دي چې د هغه د حکومت غړیو په لومړي پړاو کې په انتخاباتو کې مداخله کړې ده او هیله ده چې دا ځل داسې ونه شي.
عبدالله عبدالله بیا د دې سربیره چې د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې یې پر حامد کرزي سخت انتقادونه کړي وو دا ځل یې د هغه په وړاندې نرم دریځ خپل کړی دی او ویلي یې دي، که دی ولسمشر شي د کرزي له تجربو به په یو ډول ګټه اخلي. دغه شین څراغ اشرف غني هم کرزي ته لګولی دی او د هغه لپاره یې په خپل حکومت کې د یوې شورا د جوړیدو ژمنه کړې ده.
د حامد کرزي له شاوخوا نژدې خپلو خپلوانو څوک دا نه شي درک کولی چې په ښکاره دی د کوم کاندید ملاتړ کوي، ځکه چې محمود کرزی او جمیل کرزی له عبدالله سره دریدلي دي او حکمت کرزی او حشمت خان کرزی له اشرف غني سره، قیوم کرزی لا معلوم نه دی.
د انتخاباتو د ګټلو دوهم عامل امریکا ده. امریکا که څه هم په ښکاره د کوم کاندید ملاتړ نه دی کړی، خو که چیرته څوک دې ته ځیر شي چې د امریکا ګټې په چا کې دي نو د اشرف غني پله درنیږي.
الف: عبدالله عبدالله په ۱۹۸۳ کال کې په کابل کې طب پوهنځی ولوست او بیا پنجشیر ته ولاړ. دا هغه وخت دی چې شوروي ځواکونه په افغانستان کې وو. په هغو کسانو باندې چې د شورويانو په وخت کې یې په کابل کې ژوند کړی دی ممکن واشنګتن ډیر اعتماد ونه کړي.
اشرف غني احمدزي بیا د شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په کلونو کې په امریکا کې تحصیل کاوه.
عبدالله عبدالله چې په ۱۹۸۳ کې له کابله پنجشیر ته ولاړ دا هغه کلونه وو چې احمد شاه مسعود له شوروي ځواکونو سره اوربند کړی و. دغه اوربند که هغه وخت د امریکا له ګټو سره په ټکر کې وو، په وروستیو کلونو کې یې عبدالله عبدالله ته دا ګټه رسیدلې ده چې په لویدیځ کې ځیني داسې انګیري چې عبدالله سیکولر سړی دی او په جګړو کې ښکیل نه و.
د غرب د اعتماد پیدا کولو لپاره عبدالله د طالبانو د رژيم له ماتې وروسته د بهرنیو چارو د وزارت په وخت کې هڅې وکړې او بیا چې یې کله په ۲۰۰۵ کال کې د بهرنیو چارو له وزارته استعفی وکړه نو تر هغه وروسته یې له بهرنیو سره د اړیکو د پراخیدو لپاره ډیر وخت پیدا کړ. د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر وخته عبدالله عبدالله څو ځله په اوږدو سفرونو امریکا ته ولاړ او د امریکا له چارواکو سره یې ولیدل.
اشرف غني احمدزي بیا دغه اعتماد له نورو لارو ترلاسه کړی دی. په ۲۰۱۰ کال کې فارن پالیسي مجلې چې په غرب کې یوه منل شوې خپرونه ده اشرف غني احمدزی د نړۍ د سلو متفکرو کسانو په لست کې وشماره او درې کاله وروسته د لویدیځ یوې بلې معتبرې خپرونې پروسپکټ اشرف غني ته د نړۍ د دوهم لوی متفکر لقب ورکړ.
تر دې مخکې هم اشرف غني غرب ته د اعتماد وړ و، ځکه چې له ۱۹۸۳-۱۹۹۱ پورې ده د امریکا په خورا منلي پوهنتون هاپکینز کې استادي کوله او بیا د طالبانو د رژیم تر ماتې وروسته په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د استازي اخضر ابراهیمي ځانګړی سلاکار وټاکل شو. د بن په غونډه کې چې کوم حکومت د افغانستان لپاره تشکیل شو د هغه په جوړیدو کې د لویدیځو رسنیو په استناد اشرف غني ډیر بر لاس درلود.
د امریکا د اعتماد لپاره د افغانستان له نژدې هیوادو سره هم د افغان سیاستوال اړیکي مهم دي.
۱- واشنګتن ښایي په افغانستان کې هغه چارواکی خوښ نه کړي چې له ایران سره ډیر نژدې روابط ولري. ممکن عبدالله د محقق او محمد خان په موجودیت کې له ایران سره اړیکي تودې کړي. ځکه چې محقق په ایران کې اوسیدلی دی او محمد خان هم د هغه ګوند دی چې یو شمیر چارواکي یې د ګلبدین حکمتیار په ګډون کلونه کلونه په ایران کې وو حتی اوس هم ممکن حکمتیار په ایران کې وي.
د اشرف غني په ټیم کې عبدالرشید دوستم له ترکیې سره نژدې روابط لري او ترکیه د ناټو غړی هیواد دی چې هرڅوک یې مشر وي هغه لویدیځ ته مجبوره دی او لویدیځ دغه مشر ته. د اشرف غني دوهم مرستیال سرور دانش بیا د کریم خلیلي د ډلې دی او د اوازو له مخې خلیلي هغه څوک دی چې د ایران د مذهبي ښار قم مشرانو د ده په برخه کې ویلي دي چې د اعتماد وړ نه دی. په دې حساب اشرف غني احمدزی له ایران سره د روابطو په برخه کې د عبدالله عبدالله په پرتله امریکا ته د ډاډ وړ سړی دی.
۲- ځیني افغان څیړونکي په دې باور دي چې اسلام اباد د اشرف غني په پرتله عبدالله عبدالله ته خوشاله دی او دا ځکه چې عبدالله په ښکاره ویلي دي چې د ډیورنډ د کرښې ستونزه به هواره کړي.
د ډیورنډ په برخه کې طبیعي خبره ده چې اسلام اباد یو سند غواړي خو بل لور ته پنجاب په عبدالله ډیر باور نه شي کولی، ځکه چې عبدالله په هغه کال چې کابل طالبانو ونیو پنجشیر ته ولاړ او له هغه ځایه له خپلې میرمن فخریې سره نوي ډيلي ته کډه شو، کلونه کلونه هلته اوسیده او په نوي ډیلي کې خپل کور لري. د ځینو پاکستاني رسنیو په وینا د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له عبدالله عبدالله سره نوي ډیلي په پټه نژدې لس میلیونه ډالر مرسته کړې وه.
لکه څرنګه چې د شوروي تر سیورې لاندې اوسیدونکي کسان واشنګتن ته ښایي د ډير اعتماد وړ نه وي، دغسې په هند کې اوسیدونکي کسان اسلام اباد ته د باور وړ نه دي. اسلام اباد خو دا خبره دومره علني کړې ده چې یو عادي افغان چې کله په کابل کې د پاکستان ویزه اخلي، نو که یې چیرته په پاسپورټ کې د هند ویزه وي هغه ته ویزه نه ورکوي.
د عبدالله پر ملاتړیو هم باید اسلام اباد اعتماد ونه کړي ځکه چې د دوی د حکومت په وخت په کابل کې د پاکستان سفارت وسوځول شو او ډیپلوماتان یې ووهل شول.
بل لور ته اشرف غني احمدزي پاکستان ته یو وړاندیز کړی دی او ویلي یې دي، که ولسمشر شي له پاکستان سره به داسې اړیکي پالي لکه له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته چې فرانسې له جرمني سره لرل. دغه وړاندیز ښایي د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان ملکي حکومت ته ډير د منلو او ستایلو وي، ځکه چې له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته مات شوي جرمني د فرانسې غوښتنو ته سر ټیټ کړ او فرانسویان هم د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر له دې تیر شول چې له جرمني انتقام واخلي. دغو دواړو هیوادو خپلمځني سرحدي سونزې هم د خبرو له لارې سره هوارې کړې او ډير امتیاز د فرانسې په برخه شو.
د دواړو کاندیدانو د مرستیالانو په برخه کې بیا د عبدالله مرستیالان اسلام اباد ته د ډير باور ښکارې، محمد خان د حزب اسلامي غړی دی او حزب اسلامي د مجاهدینو تر ټولو ګوندونو له پاکستان سره ښه اړیکي لرل. حاجي محمد محقق هم ویل کیږي چې له پاکستان سره تودې اړیکي لري.
د اشرف غني مرستیالان بیا یوازې د عادي روابطو تر حده له پاکستان سره نژدې دي. د لږ وخت لپاره جنرال دوستم په اسلام اباد کې اوسیدلی او سرور دانش هم همداسې څوک دی. خو د افغانستان په برخه کې په تیرو څه باندې ۱۳ کلونو کې د پاکستان سیاست پوځ او استخباراتي ادارو تعین کړی دی. پاکستانی پوځ له ترکیې سره نژدې اړیکي لري او د دوی ډیرو جنرالانو په ترکیه کې تعلیم کړی دی. که چیرته ترکیه په سیمه کې علاقه مندي ولري نو بیا ممکنه ده چې د جنرال دوستم لپاره له پاکستاني پوځیانو وغواړي چې د اشرف غني ملاتړ وکړي. ترکیه باید په دې سیمه کې دلچسپي ولري ځکه چې ترکان دا خوبونه ویني چې له ترکمنستان او ازبکستان سره د ترکي ژبي په واسطه ژورې اړیکي ولري. دغه هدف ته د رسیدو لپاره افغانستان د انقرې لپاره مهم مرکز دی.
۳- د امریکا ستراتیژي په جنوبي او مرکزي اسیا کې دا ده چې تجارتي اړیکي پراخ شي. د بارک اوباما د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ده د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د دې ستراتیژي په اړه ویلي وو چې موږ غواړو د ویرښمو لاره بیا فعاله شي او جنوبي اسیا له مرکزي اسیا سره د مځکې له لارې وتړل شي.
د دغسې یوې ستراتیژي د پلي کیدو لپاره اشرف غني احمدزی تر عبدالله عبدالله وړ سړی دی، ځکه چې هم یې اقتصاد لوستی دی او هم په نړیوال بانک کې د کار تجربه لري.
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ګټلو دریم ټکي رایي دي. که چیرته دا ځل د افغانستان د ختیځ او جنوب سیمو نارینه او ښځې په انتخاباتو کې ګډون وکړي نو ممکن د اشرف غني د رایيو پله درنه شي، خو د دې لپاره چې د پښتنو په سیمو کې لږو خلکو د رایي کارتونه اخیستې دي او امنیت ټینګ نه دی، نو ممکن اشرف غني احمدزی د مرکزي افغانستان راییو ته اړتیا پیدا کړي. په مرکزي سیمو کې د هزاروو رایي اهمیت لري چې مخکې د عبدالله عبدالله ملاتړیو پکې ډیرې اخیستې وې، خو د هزاره و مشران په دې پوهیږي چې دوی باید له ازبکو سره ملګري وي. د ازبکانو مشر جنرال دوستم هغه وخت چې طالبانو مزاري وواژه له هزاره و سره ودرید او تر هغه مخکې هم د ډاکټر نجیب د حکومت له ماتې راوروسته ازبکانو او هزاره و ډيره کله په خپلو کې ښه روابط لرل. هزاره له پنجشیریانو سره د نویمو کلونو د جګړو ترخې تجربې لري، نو پر عبدالله عبدالله دا ځل په انتخاباتو کې چې ګټونکی معلومیږي ډيره اتکا ښایي ونه کړي.
په دې کې هم شک نه شته چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د هزاره و په سیمو کې او په شمال لویدیځې حوزې کې نسبتا ډيرې درغلۍ وشوې او که دا ځل څارنه سمه وشي د درغلیو مخه به تر یوه بریده ونیول شي. د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون او د شکایتونو پر کمیسیون لږ انتقاد شوی دی، نو که د اشرف غني د ډلې څارونکي بیدار وي د درغلیو مخه به په دغو سیمو کې ونیول شي.
نتیجه دا اخیستلی شو، چې امریکا پر اشرف غني نسبت عبدالله ته ډير اعتماد کولي شي او حامد کرزی دواړو لوریو ته سر خوځوي. په دې حساب د انتخاباتو ګټه او زیان رایي معلوموي او که چیرته بیا حامد کرزی هم د رایيو مخالف لور ته دریدلی وي د تلې پله به یې نه وي درنه کړې.
Asli zor de raio dai. Rai bayad warkrhu.