طالبان ادعا کوي چې دوی په افغانستان کې د خارجي قواوو په خلاف راپاڅېدلي دي او غواړي افغانستان د خارجیانو له تسلطه ازاد کړي. طالبان د افغانستان د ازادۍ خبرې کوي خو په دې باره کې یې ځانونه غلي کړي دي چې ایا افغانان دا حق لري او کنه چې د خپلې خوښې حکومت ولري؟

 که فرضا د طالبانو خبره ومنو او ووایو چې افغانان ازاد نه دي او حکومت یې پردو ورته جوړ کړی دی ، نو ایا افغانان باید دا اختیار ولري چې خپل حکومت په خپله جوړ کړي؟

  تېر ځل چې طالبان قدرت ته ورسېدل د جنګ او خونریزۍ له لارې و. دوی چې کله کابل ونیو او بیا یې د افغانستان د شمال ډېرې سیمې ونیولې، هیڅکله یې ان په خوله هم خلکو ته دا وعده ورنه کړه چې د حکومت په جوړولو کې به د هغوی رایې ته درناوی کوي. ملا عمر او ملګري یې ان تر اخره پورې دې ته تیار نه شول چې حکومت به یې د څومره وخت لپاره وي؟ او کله چې یې د حکومت وخت پوره شي بیا به بل حکومت په کومه طریقه انتخابېږي؟

 که دوی په رښتیا د دې لپاره راپاڅېدلي وي چې افغانانو ته د خپل حکومت د جوړولو حق ورکړي نو دا خبره ولې په ښکاره نه کوي؟ ولې نه وایي چې هر افغان د یوې رایې حق لري او د ازادو او عادلانه انتخاباتو له لارې به افغانانو ته اجازه ورکول کېږي چې د خپلې خوښې نظام او حکومت جوړ کړي؟

 بې له شکه چې کابو ټول افغانان مسلمان دي، لمونځونه کوي، حج ته ځي، روژه نیسي او چې وفات شي په اسلامي طریقه خاورو ته سپارل کېږي. طالبان د دغو خلکو له رایې ولې وېره لري؟ ولې دا نه وایي چې دغه خلک دې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي؟ ایا د افغانستان له مسلمانانو دوی په وېره کې دي او که نور؟

 نن سبا چې په مصر کې د اخوان المسلمین د ډلې حکومت ړنګ شوی دی، طالبانو په خپلو ویپاڼو کې په دې باره کې تبلیغات شروع کړي دي چې لویدیځوال یوازې هغه دموکراسي غواړي چې د دوی په ګټه وي او د مصر حکومت چې اسلامي و، د لویدیځوالو په خوښه ړنګ شو.

 اول خو باید دا خبره سپینه شي چې د مرسي حکومت لویدیځ نه بلکې د مصر د خلکو یوې لویې برخې او پوځ په شریکه ړنګ کړ. په دې کې شک نشته چې ګڼ مصریان د مرسي پلویان وو او دي مګر د تېرو اونیو مظاهرو وښودله چې د مخالفانو شمېر یې تر موافقانو زیات دی.

 بله خبره دا ده چې کله اخوانیان په مصر کې قدرت ته ورسېدل نو په هغه وخت کې هم طالبانو په خپلو ویپاڼو کې وویل چې د مرسي حکومت تش په نوم اسلامي دی.

 کله چې مرسي د انتخاباتو له لارې قدرت ته ورسېد او ویې ویل چې نه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، نه د غیرمسلمانو مصریانو حقونه خوري او نه له دنیا سره روابط خرابوي، نو طالبانو په هغه تور ولګاوه چې تش په نوم مسلمان دی خو نن چې له قدرته لرې شوی دی، دوی ډنډورې شروع کړي دي چې دی خو له مشروع لارې قدرت ته رسېدلی و او سکیولرستانو او غربیانو په غیرقانوني ډول لرې کړ.

 طالبانو په خپله رسمي ویپاڼه کې د مرسي د حکومت د ړنګېدو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې او هورې یې لیکلي دي: په غیر اخلاقي او غیر قانوني توګه د مصر د منتخب حکومت له منځه وړل او د نړۍ پڅ غبرګون څرګندوي چې د دیموکراسۍ نارې او د انتخاباتو شعار یوه غولونکې پروپاګنډه ده، صرف هغه وخت کارګر ثابتیږي چې د لویدځوالو د موخو او ارادو تمثیلوونکي واک ته پکې ورسېږي، په داسې حال کې بیا د هغوی واکمني هم ولسي ریښې لري، او هم د غرب ملاتړ، مګر که د دغه غربي نظام په پایله کې اسلامي قوتونه د بریا میدان ته راووتل بیا نو هغوی هم بي کفایته دي او هم ولسي نارضایتي له ځان سره لري!

 دلته سوال دا دی چې طالبان د خلکو د انتخاب له لارې حکومت جوړېدل مني او که یې نه مني؟ دوی د مصر له پېښو دا استفاده کول غواړي چې انتخابات بې فایدې چاره ثابته کړي.

 له طالبانو څخه بله مهمه پوښتنه دا ده چې که تاسې د مرسي حکومت مشروع او اسلامي ګڼئ ، نو هغه حکومت خو ستاسې له اسامه او دغسې نورو کسانو کرکه کوله او مجرمان یې بلل. د مرسي حکومت خو د افغانستان حکومت په رسمیت پیژانده او د دې خبرې معنا دا وه چې تاسې یې باغیان بللئ. ایا د مرسي د حکومت په شمول په دنیا کې داسې کوم اسلامي حکومت او ولسمشر هم شته چې ستاسې دا روان قتال او تشدد یې تایید کړی وي؟

  طالبان د مصر مثال د دې لپاره ورکوي چې د انتخابي حکومت بې فایدې والی ثابت کړي مګر دا بیا نه وایي چې نن ورځ د دنیا تر اتیا فیصده ډېر هېوادونه انتخابي حکومتونه لري. د اسلامي دنیا تر ټولو لوی هېوادونه لکه اندونیزیا، ترکیه ، پاکستان، ایران او بنګله دېش انتخابي حکومتونه لري او چارواکي یې د ازادو او عمومي انتخاباتو له لارې قدرت ته رسېدلي دي. دغه راز په ټولو اسلامي هېوادونو کې هغه ګوندونه چې د اسلام په نوم مبارزه کوي، د انتخاباتو اصل د یو اسلامي اصل په حیث مني. کابو ټول اسلامي علما وايي چې اسلامي حکومت د زور او د ظلم حکومت نه وي بلکې د خپلو خلکو په خوښه جوړ شوی حکومت وي. د اسلام تاریخ راته وایي چې خلفای راشدین د جنګ او تشدد له لارې قدرت ته ونه رسېدل بلکې د مسلمانانو د مشورې او رایې له لارې د قدرت په ګدۍ کیناستل. د اسلام د مبین دین یو لوی امتیاز همدا دی چې د ظلم حکومت پکې په هیڅ وجه جایز نه دی.

 خو طالبان چې د چوکۍ وږي او تږي دي، د اسلام د تاریخ او د اسلام د روحیې په دې ټولو حقیقتونو یې سترګې پټې کړې دي او بس د مسلمانانو د وینو د تویولو له لارې یې دا خامه تمه کړې ده چې یو ځل بیا به قدرت ته رسېږي خو دا فکر نه کوي چې هغه بل ځل چې له کندهاره راروانیدئ نو  ډېرو خلکو ته د سولې او امن فرښتې ښکارېدئ خو اوس د انتحار او د لارې د بمونو او بې شمېره قتلونو استازي یاست.

 که طالبان د افغانانو او افغانستان عزت او سرلوړي غواړي نو لږ تر لږه دوه کارونه به کوي: یو دا چې دا اعلان به کوي چې هیڅ ډله به حق نه لري چې په زور او په ظلم او په توره حکومت ته ځان ورسوي بلکې صرف هغه څوک به قدرت ته رسېږي چې خلک رایه ورکړي. بل دا چې د افغانستان د عسکرو، پولیسو او عامو خلکو له وژلو به لاس اخلي. دوی که په افغانستان کې خیر غواړي او د افغانستان ختمول نه غواړي نو ولې زموږ د عسکرو او پولیسو وینو ته تږې دي؟ طالبان دې د مرسي په بندي کېدو د مکر اوښکې نه تویوي بلکې د افغانستان د مسلمانانو وینې دې نه بهوي او د افغانستان خلکو ته دې د رایې حق  ومني.

4 thoughts on “انتخابات او طالبان/ سادات”
  1. های های دنرزو کاشکی زموږ دافغانانو لیږ پدی خبرو سرخلاسی دای اوس بموولی په ګران وطن افغانستان خلګولوبی کولای تاسوونی چی هر۵ کاله بعد دپاکستان ټول عالمان په انتخاباتو کی برخه اخی ولی زموږعالمانو ترهغوډیر علم کړی دی که په افغانستان کښی دهر عالم څخه پوښته وکړی چی تاسو دعلم زده کړه چیری کړی ده ځواب یی پاکستان دی

    1. طالبان د سعودي عربستان مذهب او سیاست دواړه په ګډ شکل تعقیبوي.

      نور نو تاسو قضاوت وکړئ

  2. سادات صیب ته سلامونه اوله خبردطالبانوپاڅون که په رشتیادامن دپاره اوداول سه اواوس هم دی ده اسلام دعوه کوی نوبیاصحیح ده چی په اسلام کی انتخابات نسته رسول دتوری ده لاری حکومت کړی دی ورسته ورپسی ابوبکرعمرعثمان علی اونورپه افغانستان کی محمودغزنوی احمدشاه ابدالی میرویس نیکه دویمه خبرزموژدفولسواوفوج ده چی بایدطالبان اوامریکایان سره پریژدی چی ده طالبانودروغ اورشتیاسره معلوم سی چی دچاسه افغانستان ازادوی دامریکایانوکه زموږدمعصوموبچیانو اوپه اخرکی دسادات صیب غوشتنه کوم چی داستاسوالونه ده ذبیح الله مجاهدسه وه که موژته به هم حقیقت معلوم سی اوښتون سادات صیب ته سلامونه اوله خبردطالبانوپاڅون که په رشتیادامن دپاره اوداول سه اواوس هم دی ده اسلام دعوه کوی نوبیاصحیح ده چی په اسلام کی انتخابات نسته رسول دتوری ده لاری حکومت کړی دی ورسته ورپسی ابوبکرعمرعثمان علی اونورپه افغانستان کی محمودغزنوی احمدشاه ابدالی میرویس نیکه دویمه خبرزموژدفولسواوفوج ده چی بایدطالبان اوامریکایان سره پریژدی چی ده طالبانودروغ اورشتیاسره معلوم سی چی دچاسه افغانستان ازادوی دامریکایانوکه زموږدمعصوموبچیانو اوپه اخرکی دسادات صیب غوشتنه کوم چی داستاسوالونه ده ذبیح الله مجاهدسه وه که موژته به هم حقیقت معلوم سی اوښتون سادات صیب ته سلامونه اوله خبردطالبانوپاڅون که په رشتیادامن دپاره اوداول سه اواوس هم دی ده اسلام دعوه کوی نوبیاصحیح ده چی په اسلام کی انتخابات نسته رسول دتوری ده لاری حکومت کړی دی ورسته ورپسی ابوبکرعمرعثمان علی اونورپه افغانستان کی محمودغزنوی احمدشاه ابدالی میرویس نیکه دویمه خبرزموژدفولسواوفوج ده چی بایدطالبان اوامریکایان سره پریژدی چی ده طالبانودروغ اورشتیاسره معلوم سی چی دچاسه افغانستان ازادوی دامریکایانوکه زموږدمعصوموبچیانو اوپه اخرکی دسادات صیب غوشتنه کوم چی داستاسوالونه ده ذبیح الله مجاهدسه وه که موژته به هم حقیقت معلوم سی اوښتون سادات صیب ته سلامونه اوله خبردطالبانوپاڅون که په رشتیادامن دپاره اوداول سه اواوس هم دی ده اسلام دعوه کوی نوبیاصحیح ده چی په اسلام کی انتخابات نسته رسول دتوری ده لاری حکومت کړی دی ورسته ورپسی ابوبکرعمرعثمان علی اونورپه افغانستان کی محمودغزنوی احمدشاه ابدالی میرویس نیکه دویمه خبرزموژدفولسواوفوج ده چی بایدطالبان اوامریکایان سره پریژدی چی ده طالبانودروغ اورشتیاسره معلوم سی چی دچاسه افغانستان ازادوی دامریکایانوکه زموږدمعصوموبچیانو اوپه اخرکی دسادات صیب غوشتنه کوم چی داستاسوالونه ده ذبیح الله مجاهدسه وه که موژته به هم حقیقت معلوم سی اوښتون افغان

  3. سادات صیب زه به هم یوه خاطره درسره شریکه کړم . د کابل نیولو نه وړاندی د طالبانو د وخت خارجه وریر متوکل به ویل چی کله کابل ونیسی نو دوی به واک او حکومت ملت ته وسپاری. بلاخره کابل یی ونیوو یوه ورځ منوکل د کابل پوهتنون ته راغی تر څو مخصلینو ته خبری وکړی او په اخره کی یی محصیلینو ته د پوښتنو کولو اجاره ورکړه .زما یو ملګری محمدزمان کلیوال چی د
    طالبانو وخت کی د طب محصل وو د موتوکل نه پوښنتنه وکړه چی مولوی صیب تاسو خو به ویل چی واک بیا ملت ته سپاری دا به کله کوی؟ متوکل مولوی صیب ورته وویل چی ولی زه ملت نه یم او زه د ملت بچی نه یم.
    نو وروره چی د قدرت اوبه یو وار چا څکلی بیا قرار نه کنی.

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *