تاند- ښايي په نړۍ کې نن سبا داسي کسان ډېر لږ وي چې د انترنټ نوم یې نه وي اورېدلی خو دا په داسي حال کې ده چې شاوخوا پنځه ملیارده انسانان له انترنټه محروم دي.

هغوی چې انترنټ کارولی شي د دې شمېر په پرتله خورا لږ دي.

ایا دا امکان شته چې یوه ورځ ټول انسانان انترنټي خدمات ولري؟

په وروستیو کلونو کې یوه نهه ویشت کلن امریکايي ځوان زوکربرګ د فېسبوک د ټولنیزې شبکې په جوړولو په نړۍ کې د انسانانو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو او د نظرونو د تبادله کولو انقلابي ګام واخیست. دغه ځوان په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د سمسونګ الیکترونیکس ، نوکیا، کوالکوم او نورو شرکتونو په همکارۍ به د مځکې د کرې د اوسېدونکو لپاره د انترنټ شبکه برابره کړي.

په دې ډول به د ټولې نړۍ پنځه یا شپږ ملیارده انسانان وړیا انترنټ ولري.

مارک زوکر برګ د خپلې فیسبوک پاڼې په ټایم لاین کې لیکلي دي:«څه چې فیسبوک نړیوالو ته ورکړل، د اړیکو قدرت دی. په پرمختیايي هیوادونو کې له معلوماتي اقتصاد سره د یوځای کېدو او وصل کېدو په وړاندې غټ خنډونه شته. د انترنټ ټکی اورګ (internet.org) پروژه به پر ټولو ستونزو لاسبرې شي او انټرنټ به هغو کسانو ته مهیا کړي چې حاضردمه ورڅخه د کار اخیستلو وس نه لري.»

په دې ډول که د انټرنټ ټکی اورګ پروژه، چې اریکسن، میډیا ټیک، اوپرا او نور یې ملاتړ کوي، بریالۍ شي، د نړۍ ټولو انسانانو ته د انترنټ د نړیوالې شبکې اسانتیا برابرېږي او د ایران، شمالي کوریا په شان استبدادي رژیمونه به له خپلو اتباعو څخه د ارتباطاتو حق ونه تروړلی شي او د افغانستان خلک به هم نور مجبوره نه وي چې له انترنټ څخه د کار اخیستلو لپاره د لږ او بد کیفیت په انترنټ ډېرې پیسې ورکړي.

One thought on “انترنټ به ټولو انسانانو ته وړیا شي”

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *