ډاکتر ځلاند

کله چې د حکومتونو په وړاندې قانوني موانع موجودي وي، حکومتونه د قانونیت او مشروعیت له پوښتنې سره مخ کیږي، د حکومت په راس کې مشران ځانونه کمزوري، تنها او د هیواد د چارو په سمبالښت کې پاتې راغلي ویني. په داسې حالاتو کې عموما حکومتونه د قانون د بدلیدو په لټه کې کیږي. عموما د قانون د بدلولو دوه لارې خپليږي: لومړی، د استبدادي یا دیکتاتوري حکومتونو په رامنځه کولو سره کوښښ کیږي د ولس د غوښتنو په خلاف، د زور په استعمال د قانون په بدلولو سره د حکومت د مشروعیت او قانونیت ستونزه حل کړي. په دې برخه کې هیواد مشر ته نسبي ولسي سیاسي قوت، نظامي قوت او نړیوال ملاتړ لازمي ګڼلی کیږي، تر څو د ځان په ګټه په قانون کې بدلونونه رامنځته کړي، چې د نظامي کودتا ګانو په پایله کې رامنځته کیدونکي حکومتونه عموما له همداسې سناریو سره مخ کیږي، او د ځان په ګټه همدا لار اختیاروي.

دویم دا چې حکومتونه بله چاره نلري، تر څو د انتقالي دولت په توګه دنده ترسره کړي. په انتقالي دوره کې د عامه ذهنیت په رغونه او سمبالښت لاس پورې کیږي، د ټاکنو د پاره لاره هواریږي او بلاخره د ټاکنو په پایله کې حکومتونه ځانته مشروعیت یا قانونیت تر لاسه کوي. د لومړنۍ سناریو مثال په ۱۹۹۹کې په پاکستان کې د پرویز مشرف د حکومت د رامنځته کیدلو منطق وو او د دویمي سناریو مثال په مصر کې د السیسي د حکومت د رامنځته کیدو فلسفه ده.

د ملي وحدت حکومت چې د ایتلافي حکومت یوه مسخه شوي نسخه ده، له ورته یو حالت سره مخ دی. ډاکتر غني او عبدالله ونشوای کولی چې د قانون له مخې د حکومت جوړولو ته غاړه کیږي، دوی د سیاسي معاملي په پایله کې د ملت د غوښتنو خلاف او له اساسي قانون سره په ټکر کې حکومت جوړولو ته زړه ښه کړ. د حکومت تجربه نوي او د هیواد سیاسي حالت ډیر کړکیچن دی. دواړه مشرانو په ګډه له تیر یو کال راهیسي د ګډ کار روحیه ایجاد نشوای کړای، دواړه لورې په ژورو اختلافاتو کې یو بل ته په کمین کې ناست دي، د هیواد امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت ورځ تر بلي د بحران په لورې روان دی. که دواړه مشران په لوی لاس د اوسنې وضعیت دوام ته زړه ښه کړي، د ملت له سخت غبرګون او انقلابي بدلون سره به مخ شي. ددې کار دپاره ډیر زیات لاملونه او وسایل شته چې کیدی شي دا حالت د هیواد او دارنګه د دواړو مشرانو د سیاسي ژوند په خلاف وي.

له دې امله د ملي وحدت حکومت اوسني بڼه تر ډیره بریده د انتقالي حکومت د دندې د ترسره کولو یوه دوره ده. دواړه مشران، افغان سیاسیون او نړیواله ټولنه باید د حکومت د اوسنې ماهیت په اړه ځان پوه کړي، دوی باید په دې پوه شي چې ملي وحدت د غنی او عبدالله په یو ځای کیدو نه رامنځته کیږي، بلکې د ملي وحدت د پاره د حکومت د مخالفینو، په لویه کې د سیاسي منتفذینو او روڼ اندو داخلیدل لازمي ګڼلی کیږي.

د اوسني حکومت د پنځوس پنځوس ویش د وزارت له کچې اوس د معینتونو کچې او د کلیدي ریاستونو کچې ته را کوز شوی بحران دی. یو کال د وزارتونو په ویش تیر شو، روان کال د معینتونو په تقررۍ او ویش او پاتې وخت به د کلیدي ریاستونو په ویش او ګمارنه کې تمام شي، ولس چې د غربت، بیکارۍ، نشه یې توکو د اعتیاد او ناامنۍ له سختو ګذارونو سره مخ دی، نشي کولی د راتلونکو څلورو کلنو د پاره اوسنې وضعیت ته غاړه کیږدي، د اسنادو پر اساس همدا شېبه د دفاع وزارت ټول کلیدي ریاستونه د سرپرستو رییسانو له لورې اداره کیږي، چې د روانو نا امنیو یو ستر لامل په حکومت کې د جنګ د مدیریت او رهبرۍ د وړتیا نه شتون دی.

د ملي وحدت ناکامه تجربه که په سمه توګه د انتقال دنده ترسره نه کړي، کیدای شي د کورنې جګړې د رامنځته کیدو سبب وګرځي. د ملي وحدت د حکومت په راتګ سره د دولت وجودي فلسفه له خطر سره مخ ده ـ قضایه قوه او ولسي جرګه ( مقننه قوه) له سرپرستۍ سره مخ شوي دي. دا په دې مانا چې ملي وحدت د افغانستان معاصر نظام له ماتیدا او شړیدا سره مخ کړی دی.

ډاکترصیب غني او عبدالله د ځینو ملت ضد عناصرو په ولکه کې دي، د هیواد له حقیقي وضعیت څخه یې په لوی لاس بې خبره ساتي او په دې توګه روان بحران لا ژوریدا ته بیایې، له دواړو مشرانو څخه هیله کیږي چې د ګران وطن سیاسی، اقتصادي او ټولنیز حالت په سمه توګه وارزوئ، د انتقالي سیاست طرحه رامنځته کړئ او یو پراخ بنسټه افغان شموله دولت ته زمینه برابره کړئ، په دې توګه به دواړو مشرانو د افغان تاریخ له شرم او عار څخه ځانونه ژغورلي وي.

یا ربه توفیق !

5 thoughts on “انتقالي، ایتلافي که د ملي وحدت حکومت؟؟ / ډاکتر ځلاند”
  1. ښاغلیه!
    دې اشرف غني خو ته د خپل ویاند په حیث مقرر کړی وې که کیسه هغسې پاتې وای نو بیا به هر څه سم ول ؟

  2. what about if either one Dr. Ghani or Dr. Abdullah appoint you as a secretory or maybe chief secretory as you did once for the Governor of Paktia province in early 2001-2002. at that time you were a teenager boy and didn’t complete your legal age !
    i remember even during EX-president Hamid Karzai time or term , you were criticizing MOD and now you are making another issue of the acting directors case! i think no body will pay attention to this immature analysis you did or doing about current government! by the way i would recommend the unity government leaders to award you with a position so this way they can easily shut your mouth !

  3. حکومتونه په خپله څلور یا پنځه کلنه دوره کې هېڅ ډول ملي ستراتیژیکي برنامې نه کله عملي کړي او نه به یي په راتلونکي کې عملي شي اونه ددغه ډول بحثونو څخه چا کله کوچ تر لاسه کړي او نه به یي ترلاسه کړي .دا د انګرېز دولت هغه تحریفي خاینانه تیوري ده ،چې بشریت ته په میراث پاتې او د تاریخ په اوږدو کې یي پرې د نړۍ اولسونه ویشلي او جان کیري هم د همدغه زړې وسلې څخه په استفادې سره پرې افغان او لس دوه ټوټې کړ او اوس به پرې نا خود اګاه او احمقانه یوتربله خپلې پښې پرېکوي ؟ ؟ ؟

  4. تاسو دواړه ښاغلی عبدالله او نبیل صاحب لطف وکړئ د دې اوسني حکومت د اصلاح لپاره د ځلاند صاحب په څېر یو څه ولیکئ. نه دا چې په نوموړي تور پورې کړئ چې د څوکۍ لپاره دا ټول څه کوي. هغه خو قلم لري او منطق کاروي. د ملي وحدت حکومت له کوم هغه عیب څخه چې ځلاند صاحب ذکر کړی، خالي دی. نو ولې باید د اصلاح لار د حکومت په اصلاح کې ونه لټوو چې د لیکوال په رټلو کې یې لټوو؟

ځواب ورکول NABIL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *