تاند- نامتو امریکايي فلم ستورې او فلم جوړوونکې انجلینا جولي غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم په مهال د یوې افغان کم عمرې تجلۍ پر ژوند انېمېشن (فلم) جوړ کړي.

د فیننشل ایکسپریس د راپور له مخې هالي ووډ د چهارشنبې په ورځ وویل، دا کارتوني فلم د دیبورا الیس (Deborah Ellis) له ناوله (The Breadwinner) اقتباس شوی دی.

نورا ټوامي به د دغه فلم دایرکتري وکړي او سناریو به یې الیس او انتینا دارون چمتو کړي.

نجلۍ پروانه نومېږي. وروسته له دې چې د پروانې پلار په غیرمنصفانه ډول بندي کېږي، دا مجبورېږي چې له ځانه هلک جوړ کړي او د کورنۍ غړیو ته ډوډۍ برابره کړي ځکه پر دغه فلم (The Breadwinner) یا ډوډۍ ګټونکې نوم اېښودل شوی دی.

په دې فلم کې د افغانستان کلتور، تاریخ او ښکلا هم ښودل کېږي. د دې فلم یوه کاپي به په دري هم جوړه شي.

انجلینا جولي په یوه بیان کې وویل:«نن سبا په ملیونونو نجونې د پروانې په شان د فشار، جبر او کړکېچ په شرایطو کې اوسي او د بقا لپاره له خپلو کورنیو سره مرسته کوي.

زه په دې خوشاله یم چې له د هنرمندانو له مستعد ټیم سره کار کوم.»

ټاکل شوې ده چې پر دې پروژې په روان اګست کې کار پیل شي او د ۲۰۱۷ په لومړیو کې بشپړه شي.

انجلینا جولي په تېرو کلونو کې څو ځلي افغانستان ته تللې او له کورنیو بې ځایه شویو افغانانو او ماشومانو سره یې بشري مرستې کړي دي.

3 thoughts on “انجلینا جولي پر یوې افغان ماشومې کارتوني فلم جوړوي”
  1. د دې خلکو حکومتو زموږ وطن د خپلو ګټو دپاره د خپلو مزدورانو په وسیله را برباد او تکه تکه کړ اوس ها د کابلیانو په اصطلاح ای مردم حالا سر ما فلم پر می کند ..!

  2. Hello;
    Angela joliey must produce a film of Panjwayie 17 children who were killed by u.s. army.!etc…
    That pervaneh cartonique may be a copy of Osama`s movie directed by penjcheri-northern allience some-years ago.

ځواب ورکول بسام ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *