احمدشاه سادات

انجنیر سید احمد شاه سادات چې لوړې زده کړې یې د مخابراتو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې په انګلستان کې پای ته رسولي، او تر څنګ یې د یوه متخصص په توګه په بېلابېلو نړیوالو، اروپایي او منځني ختیځ هیوادونو کې دندې ترسره کړي د ولمسشر غني له لوري د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال وټاکل شو.

ښاغلی سادات چې د کونړونو د ساداتو له کورنۍ څخه دی، په ۱۹۷۱ میلادي کال کې د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې زیږیدلی، په ۱۹۸۰ میلادي کال کې پېښور ته مهاجر او ثانوی تعلیمات یې په سید جمال الدین افغان لېسه کې پای ته رسولي. په ۱۹۸۸ میلادي کال کې انګلستان ته ولاړ چې د الکټرونیکي انجنیرۍ په څانګه کې یې لیسانس او بیا وروسته د مخابراتو په برخه کی دوه ماسټریانې د انګلستان د لندن ښار او  اکسفورډ په پوهنتونونو کی تر لاسه کړې.

نوموړی د مخابراتو په برخه کې اوږده تجربه لري ځکه چې ۱۹ کاله یې په معتبرو نړیوالو ارګانونو کې مسلکي کار کړی دی. ښاغلي سادات په بېلابېلو هیوادونو او شرکتونو کې د انجنیرۍ، مدیریت، مشاوریت او ریاست په پوستونو باندې دندې ترسره کړي.

۱: ناټل نیټورک، موټورولا، الکاټیل لوسینټ، نیټورک ټیلیکام، یونایټیډ یوټیلیټي نیټورک، آریانا ټیلیکام سولوشن، کنترول سولوشن او په الټران تیکنالوژی شرکتونو کې – انګلستان

۲: سویس کام – سویسزیرلنډ

۳: نارټل نیټورک – فرانسه

۴: این سي یوایس- د امریکا متحده ایالات

۵: بي ټی سپین او ټیلیفونیکا– هسپانیا

۶: ټیلیکام ایټالیا – ایټالیا

۷: جرسي تیلیکام – د جرسی دولت

۸: سعودی ارامکو او د سعودی ټیلیکام شرکت– سعودي عربستان

۹: ټیکور مخابراتی شرکت – متحده عربي امارات

۱۰:افغان بیسیم، د اټرا اداره، د مخابراتو وزارت او د اقتصاد وزارت– افغانستان

په افغانستان کی یې له افغان بیسیم سره د تخنیکي او بین المللی رومېنګ منېجر، د مخابراتو په وزارت کی د تخنیکی مشاور، په اټرا کې د بورډ د غړي، او همدا راز یې د اقتصاد په وزارت کې د زیربنایی پروژو د هماهنګي په برخه کی د وزیر د مشاور په توګه دندې تر سره کړي.

ښاغلي سادات د څه مودې لپاره د کابل پوهنتون د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ انسټیټوټ کې افتخاري تدریس کړی او ځینې وختونه په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې کوي چې د تاند په شمول په مختلفو بریښنایې پاڼو کې خپریږي.

ښاغلي سادات په انګلستان کې دنده درلوده، خو هیوادنۍ مینې او ملت ته د خدمت هیلې دې ته اړ کړ چې خپله دنده پریږدي او د ولسمشر هغې غوښتنې ته لبیک ووایي، په کومه کې چې ترې غوښتل شوي وو تر څو د مخابراتو وزارت د تخنیکي او مسلکي معینیت دروند بار په اوږو کړي. د ولسمشر له دې پریکړې داسی بریښی چې نوموړی په ټوله معنا په حکومت کې وړ او مسلکي کسان په دندو ګوماري.

د ښاغلي سادات له راتګ سره  هېله څرګندیږي چې د هیواد مخابراتو سکټور به پرمختګ وکړي، د خدمتونو کیفیت لوړ او قیمتونه یی را ټیټ شي. مونژ هم نوموړي ته په خپلو چارو کې بریاوې او له لوی خدای ج څخه حوصله او زغم غواړو.


د موبایل ټېلفون له لارې څوک څرنګه تعقیبېدای شي؟

په بریتانیا کې د نوري فایبر انقلاب

One thought on “انجنیر سید احمد شاه سادات د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال وټاکل شو”
  1. سلام
    مونګ هم خپل وار سره ښاغلی سادات صاحب ته او ددی درنی کورنی ته او هم ټولو باغیرت پشیانو قوم ته بیا ټول افغانانو ته د زړه له کومی مبارکیانی وړاندی کوو دا چی ښاغلی ولس مشر اشرف غنی تل کوشش کړی چی کار اهل کار ته وسپاری دای هم یو ډیر پر ځای اقدام وو چی سادات صاحب یی په داسی شرایطو کی چی په واقعت سره زمونګ هیواد ورته ضرورت درلوده پر يو ‌ډیر مهم پوست وګمارو مننه کوو د ښاغلی غنی څخه او بیا منندو یو چی ښاغلی سادات صاحب د ولس مشر غوښتنه یی ومنله او خپل هغه دنده چی په انګستان کی در لوده د خپل ملت په خاطر حاضر شو چی پریږدی او خپل هیواد ته خدمت لپاره راشی د یادونی وړ ده چی باید د تاند څخه هم مننه وکړو همیشه یی دخلکو غږ تر چارواکو رسولی او هم یی د تازه راپورونو څخه د افغا نستان او د جهان وګړی خبر کړی دی.
    .محترم سادات صاحب ښه راغلاست ستاسی د لا بریا په هیله
    مننه :امید علیزاده
    دپشيي ځوا نانو د کابل د عالی شورا لمړی مرستیا

ځواب ورکول :امید علیزاده ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *