تاند- د اجرايي ريیس لومړی مرستیال انجنیر محمد خان وايي، په ټاکنو کې هغه مهال شفافیت راتلای شي چې د رای ورکوونکو په تناسب انتخاباتي حوزې جوړې او د رای ورکوونکو حق په یو او بل نوم ونه تروړل شي.

ښاغلي محمد خان د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې بې له دې چې د دې یادونه وکړي چې د ولسي جرګې د تېرې دورې په انتخاباتو کې د غزني یوازې د دوو ولسوالیو کاندیدان د ټول ولایت د ۱۸ ولسوالیو د استازو په توګه غوره شول، ویلي « د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې انتخابات داسې مهندسي شوي و چې له بده مرغه د هېواد ډیری وګړي د نا امنۍ او یا هم نورو پلمو پر مټ له رایې ورکوونې محروم او په خورا اکثریت ونه توانیدل چې د ملت کور ته یو استازی ولیږي. د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د رایې اچونې مرکزونه په سلیقيي ډول او د ځانګړو کړیو په خوښه رامنځ ته شوي و او اوس لا هم دغه ستونزه پرځای پاتې ده. »

ده هیله څرګنده کړې چې سږ کال به د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو ټاکنې ترسره شي او ولس ته به پکې د ګډون زمینه برابره شي.

د انتخاباتو کمیسیون مخکې ویلي و چې د سرطان په میاشت کې به د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات ترسره کړي.

دا کمیسیون غواړي چې په یو شمېر ولسوالیو کې، چې د دوی په باور ناامنه دي، د رای ورکولو مرکزونه خلاص نه کړي.

خو انجنیر محمد خان وايي« څنګه به هغه ټاکنې خلکو ته د منلو وي چې په یوه بشپړه ولسوالۍ کې د ټاکنو پنځه مرکزونه وي او نوره ټوله ولسوالي د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې ده. له روڼتیا پرته د ټاکنیزو کمېسیونونو د کار کوونکو ټاکل، د تذکرو د ویش او یا هم د ناامنۍ په پلمه په ولسوالیو کې د ټاکنیزو مرکزونو تړل او کمول به د ولس هغه تمې په سیند لاهو کړي چې د ټاکنو له کمیسونو څخه يې لري. »

انجنیر محمد خان تر دې وړاندې د الیکترونیکي تذکرو په اړه د عبدالله عبدالله له دریځ سره مخالفت کړی و. ده ویلي و چې « د الکترونیکي تذکرو ویش یوه ملي پروسه ده چې ټول قانوني مراحل یې بشپړشوي،په دې اړه هیڅ ډول قانوني خنډ او ستونزه وجود نلري.» تفصیل

د رای ورکوونکو په تناسب د ټاکنیزو حوزو پر جوړېدو د ښاغلي محمد خان ټینګار به له کله چې د ملي یووالي حکومت جوړ شوی دی، له اجرايي ريیس سره د ده د مخالفت دوهم مورد وي.

2 thoughts on “انجنیر محمد خان د رای ورکوونکو په تناسب د انتخاباتي حوزو غوښتونکی دی”
  1. د انجنیر محمد خان خبره د اجتماعي عدالت لپاره ډیره مهمه ده او باید تایید شي. کابل کې اووه وکیلان یوازې د یوې سیمې یعنې دشت برچي اوسېدونکي دي. دغه حال په ټولو سیمو کې دی. البته، طالبان هم د پښتنو د رایو په کمولو کې لوی نقش لري ځکه هغوی د ایران او پنجاب د خوشحالولو لپاره تر وسه وسه پښتانه رایو ته نه پریږدي.

ځواب ورکول تراب خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *