نبیل

خبریال: ابوبکر جبارخېل :- د وزیرانو شورا د دارالانشا د عامه اړیکو او اطلاعاتو ریاست د یوې مطبوعاتي اعلامیې پر خپرولو سره وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر اساس نن انجینر رحمت الله نبیل یو وار بیا د ملي امنیت د سرپرست په حیث وټاکل شو.

سرچینه وايي ښاغلی نبیل د ولسمشر کرزي لخوا د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې د ۱۱ فقرې پراساس د ملي امنیت د اړونده چارو د پرمخ بیولو په موخه ټاکل شوی دی.

په اعلامیه کې له نبیل څخه په خپلو کارونو کې له الله تعالی څخه په دنده کې د بریالیتوب هیله شوې ده.

دغه راز په اعلامیه کې د یادې ادارې د مشر اسدالله خالد په اړه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې وړ ده، چې انجینر رحمت الله نبیل له اسدالله خالد وړاندې هم د دې ادارې مشر و او اوس یې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

نبیل په داسې حال کې بیرته د ملي امنیت د سرپرست په توګه ګومارل کېږي، چې د ملي امنیت لوی مشر اسدالله خالد څه موده وړاندې د امریکا په یوه روغتون کي تر درملنې وروسته هیواد ته راستون شوی دی.

پر اسد الله خالد تیر کال د ډسمبر په میاشت کې ځانمرګی برید هغه کس کړی و چې ځان یې د وسله والو مخالفینو لخوا د سولې استازی معرفي کړی و او د ملي امنیت په یوه میلمستون کې چې د کابل د تایمني په سیمې کې و د اسد الله خالد سره لیدل.

اسدالله خالد تردې مخکې چې د ملي امنیت مشر شي، د د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر  او تر هغې پخوا د کندهار والي پاتې شوی و.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

One thought on “انجینر رحمت الله نبیل یو وار بیا د ملي امنیت سرپرست مشر وټاکل شو”

ځواب ورکول ظریف ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *