کابل – مرمرینه ماڼۍ- دغبرګولي ۹مه –

په دغه لیدنه کې چې د هرات ، بادغیس ، فراه نیمروز اوغور ولایتونو مشرانو، سپین ږیرو، د حزب اسلامي افغانستان د هرات ولایتي شورا غړیو، د حزب اسلامي  ولایتي مسولینو اوځوانانو په شمول په لسګونوتنو ګډون درلود دملي وحدت حکومت څخه د ملاتړ او دخپلو یوشمیر غوښتنو په اساس راغلي و.

 دجنوب غرب حوزې مشرانو په  استازیتوب د هرات ولایت جهادي قومندان او دهرات ولایت د حزب اسلامي ولایتي مسول حاجي خلیفه سبحان الله د ملي وحدت له حکومت څخه د ملاتړ تر څنګ  د غرب حوزې امنیتي ستونزې یادې کړې او زیاته يې کړه د ملي وحدت حکومت تر ټولو لومړی باید د دې ولایاتو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي تر څو وکولی شي د یاد ولایاتو خلک په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي.

بلخوا دحزب اسلامي افغانستان د اجرائیه شورا غړی او دښوونې او روزنې وزارت د انسجام او هماهنګۍ رئیس قاضي بسم الله بسمل د اداري فساد ، د امنیت په تامینولو او د سولې په راوستلو کې د دملي ودحدت له حکومت څخه د جدي غوښتنې خبره کوله .

نوموړي ددې ترڅنګ د ملي وحدت له حکومت څخه د خپلوحقونو، د تحصیلي بورسونو او د نوموړې حوزې د کدرونو په دندو ګمارلو ټینګار وکړ.

داجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیرمحمدخان ډاډ ورکړچې یادو ستونزو ته به رسیدګي وکړي اود غرب حوزې کدرونوته به د کار زمینه برابرکړي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی باید حکومت ته مسلکي پر دین او هیواد مین خلک ور وپیژني ترڅو د دین ، هیواد ، حزب اسلامي ، او بل آخره د خپلې کورنۍ د نیک نامۍ سبب وګرځي.

په پای کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د غرب حوزې له مشرانو او مسئولینوڅخه غوښتنه وکړه چې د خپلو سیمو په ابادولو او د امنیت په   ټینګښت کې له دولت سره د هر ډول همکاري وکړي.

One thought on “انجینیر محمد خان د افغانستان د جنوب غرب حوزې له استازو سره وکتل”
  1. مانډیس صیب !
    کله هم دخپلی ولسوالي (قرباغ)، له غلو مشرانو،ځوانانو،چاسره هم وه وینه چی هلته ستا دحکومت لخوا څرنګه د توپونو ویستل شروع دي .افسوس زمونږ پرحال چی همداسی بلا ته مو ده حزب پرنامه رایه درکړي کله دی هم هغه قرباغ ته بیا سر څه کوي چی ورشکاره کوي کوم تیلفونی تماس دی هم له چاسره واخیست .هغه زمونږ رایی، سپیکرانو کی ناری وی چی نن پرمرمرینه ماڼی کی ناست یی که ولسی جرګی ته نه وی تللی خو خیال وی . هغه ولسی جرګی زور وه څرنګه چی دولس پرزور پرمرمینه ماڼی کی ناست یی دهمدي ولس پوښتنه هم کوه . کله انشالله پوښتنه به درنه کیږي.

ځواب ورکول khalid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *