د افغانستان او اندونیزیا ولسمشران

تاند- اندونیزیا نن /سې شنبه/ اعلان وکړ چې د روانې میاشتې په نیمايي کې به د افغانستان او پاکستان دیني عالمان دغه هیواد ته ورشي چې د سولې په اړه خبرې وکړي.

د جاکارتا ګلوب ورځپاڼې د راپور له مخې، د اندونیزیا مرستیال ولسمشر یوسف کالا نن وویل چې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان به د جاوا ټاپو په بوګور ښار کې راغونډ شي او د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو به وږغېږي.

ورځپاڼې د مرستیال ولسمشر له قوله همداراز لیکلي«موږ هیله لرو چې کنفرانس به افغانستان ته د سولې د راوستلو لپاره د یوې دوه اړخیزې موافقې یا فتوا سبب شي.»

مرستیال ولسمشر ښاغلي کالا او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر ریتنو مارسودي د اندونیزیا د دیني عالمانو د شورا له غړیو سره غونډه وکړه او د روان مارچ له ۱۵ تر ۱۹ پورې یې د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د کنفرانس په اړه له هغوی سره خبرې وکړې.

تېره اوونۍ د اندونیزیا مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلل او د کابل د پروسې په دوهم کنفرانس کې یې ګډون وکړ.

د اندونیزیا مرستیال ولسمشر وویل، داسې ښکاري چې طالبان د جګړې بس کولو ته تیارېږي او لېوالتیا لري چې په سیاسي بهیر کې شامل شي.

د ده په باور دیني عالمان د افغانستان په تلپاتې سوله کې حساس او مهم رول لرلی شي.

د اندونیزیا د دیني عالمانو د شورا د نړیوالو اړیکو د څانګې رييس محی الدین جنیدي وايي چې اندونیزیا د افغانستان د سولې د منځګړي په توګه غوره شوې ده ځکه چې افغانستان باور لري چې اندونیزیا بې پرې هیواد دی.

ده همداراز وویل چې د جاوا په کنفرانس کې به ۴۵ دیني عالمان ګډون وکړي چې ۱۵ به افغان او همدومره نور به د پاکستان وي.

جنیدي دا هم وویل چې ممکن د دې غونډې لپاره ټاکل شوې نېټه بدله شي ځکه چې دوی پر دې احتمال غور کوي چې طالبان هم دعوت کړي.

2 thoughts on “اندونیزیا د افغان او پاکستاني عالمانو او احتمالاً طالبانو په ګډون کنفرانس جوړوي”
  1. صاحبانو! یوه ټکي ته کلکه پاملرنه وکړئ، اندونیزیا د چین له کامل سیاسي او اقتصادي اغیز لاندې دی، داسې نه وي چې ومو پلوري، په سوله کې ددې هیواد له همکارۍ مننه خو داسې نه چې د همکاري په پاکټ کې دسیسه نغښتې وي.

  2. د اندونیزیا د ولسمشر او ولس کشر کور ودان چه ځمونږ جګړه وهلی او د نړی تر ټولو غریب هیواد د سولی په اړوند خبری کوی.

    د نړی د هر هیواد خلک چه ځمونږ په وطن کی سوله غواړی افغانان ورته درناوی لری.

    هغه ورونه چه ځانته ریښتنی افغانان وای، کوښښ دی وکړی چه د منفی پر ځای مسبتی خبری، تبصری او لیکنی غوره کړی، ځکه وطن کی مو د وینو ډنډونه، لښتی او ویالی روانی دی، او د دغو وینو بندیدلو ته باید د حل لاره پیدا کړو. نه داچه هر څه ته مخکی له مخکی د شک په سترګه وګورو.

    الله ج دیی ځمونږ په وطن کی آمن راولی.

ځواب ورکول ملا پیاز ګل جذباتي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *