خلکو غوښې په لپو کې راټولولې،‌ لاشونه لت پت پراته وو، په وينو او نکريزو سره تنکي لاسونه نه سره تفکيک کېدل، هرې بورې مور کوښښ کاوه د خپل ماشوم ټوکر ټوکر اندامونه په شمېر پوره کړي او په پلو کې يې راونغاړي. قاتل څو ګامه وړاندې د زاړه دېواله څنګ ته ولاړ و، چې د ريموټ بټنه يې وهله په لوړ غږ يې د الله اکبر نعره وکړه، خو له مقابل لوري يې تر خپل په لوړ اواز د طيبې کلمه د سلګيو له زوږ سره اورېده.

په شلګر کې له دوه کلونو راهيسې چې کوم ګُل پوش موټر په ناوې پسې تللی، د ډولۍ پرځای يې جنازه راستنه کړې ده. په دې وطن کې چې  ماشوم وخاندي مور يې په خوله لاس ورکېږدي، چې احتياط بچيه ستا خندا بد شاګوم لري. په دې وطن کې هر سړي ته د خپل ورور، تره او ترور زوی درې کونډې او شپاړس يتیمان ورچاپير دي.

دلته نجونې کال کې يوه جوړه جامې کوي، د ورور او وراره په واده کې يې اغوندي، اخر د ورور واده په داسې ویر واوړي. دلته هرې ناوې ته توربخته ويل کېږي، په دوو کلونو کې چا داسې نګور کوزه نکړه، چې تر ډولۍ مخ او شاته يې درې څلور مټور ګور ته نه وي ښکته شوي، دلته بکسونه له ځونډيو او ګاڼو ډک دي، خو چې مياشت کې يو غم لمانځې نو د پېغلتوب د ډول و سينګار ارمان به څنګه ورژېدای شي.

دلته له ډېره وخته نه للمي غنم تر حاصله رسېدلي، نه د حسيني انګورو وږي.  چې څوک کومه شپه په مړه ګېډه ويده شوي، هغه يې د ژوند شاه قدره ده، کليوال وايي، خدايه په څه ګناه دې نيولي يو؟

ددې ځای بختور هغه دی، چې تر ښاره لاړ شي ژوندی راستون شي، بختور هغه دی چې په بم الوتی، پښه يې پرې شوې، سترګه يې پوچه شوې، خو ژوندی پايېدلی دی. دلته خلک د خپلو ماشومانو لپاره د سر سيوري په توګه ژوند کوي، دلته د ځان لپاره د ژوند کولو رواج ختم شوی دی، هغه کورنۍ تر ګردو تالېمنه ده، چې له شپږو نارينه وو لا اقل يو يې ژوندی ور پاتې دی.

ددې وطن په خټه کې بې ايماني نه وه، ددې وطن هر زلمي د تعليم پیل له جومات او قرانه کړی، په اندړو کې د ديوبند په کچه ديني مدرسه وه، دا خلک پخوا تردې چې د رياضي شاګردان شي، د خلاصې، ‌تجويد  او تفسير دورې يې تکميل کړې دي. دوی ته د بې دينۍ خطاب لکه مور ته د فاحشې نسبت کولو غوندې ايسي.

ددې وطن زلميان د خپل هېواد د فکر ستنې دي، دوی له خپلې خوارۍ، فقر او مجبورۍ ډېر سنجيده درس اخستی دی، خو دوی چې د مدرسې او مکتب له ختم وروسته له کلي څادر راوڅنډي د خاپوړو ځای ته يې د ستنېدو لاره ابداً وتړل شي. دوی په لوی ښار کې خلکو ته دين ور زده کوي، خو په خپل کلي کې د تکفير په غايبانه فتوا محکوم دي.

د شلګر هديرې  په قبرونو ملي بيرغونه ولاړ دي، دلته يا د پکتيکا په رخصتۍ راغلی معلم خښ دی يا د کندهار د انجنيرۍ د پېنځم کال محصل. دلته د مخ په جيب کې قلم نشې ټومبلای، دلته به دې يخن لواړ خيرې نيولې وي، که داسې نه وي، نو په مسلمانۍ دې شک دی.

دلته به خپل قاتل ته په خپله حجره او خپل لوښي کې مئين خواړه ورکوې، ورېښمين تلتک کې به يې ويدوې، د سر ضمانت به يې کوې او چې شعار يې بدرګه نه کړې مباح الدم يې. په دې وطن کې که طالب نه يې نو د اربکي سزا به وينې، د سر په ويښتو به زانګې. دلته له دښمنه نه د مور په غيږ کې او نه د جومات په کونج کې پنا اخستلای شې، دا دواړه امن مکانونه په کشتار ګاوو بدل شوي دي.

ددې وطن فطرت په طبیعي مسلمانۍ ولاړ و، په خرمستۍ روږدي طالبان ددې وطن محصول ندي، دلته چا د خپل حريف د مرګ لپاره د بېګانه وو اشر نه راغوښت. دلته په دعا کې له خدايه امن غوښتل شوی، وروري غوښتل شوې او په مړه ګېډه ډوډ‌ۍ، چې د غليم محتاجه نشي.

شلګر اوس  وګور‌ئ!

باروت له پاکستانه راځي، واسکټ په ميرامشاه کې جوړېږي، جنګ نقشه سيندي کرنېلان چمتو کوي او د ګيرو په ټريننګ مرکزونو کې مټور پښتانه ژڼي، تورلنګيو پنجابيانو ته ناست وي د خپل ورور د مرګ چل زده کوي، د ملکي موټرو په لارو کې د بمونو دستور اخلي او له سړک څخه اختطاف کړې تورسرې پښتنه په پاکستاني غليم ساتي. دلته د  شرم سترګې پوچې راوتلې دي.

4 thoughts on “اندړو ته د خپل همت سزا/ اباسين بريال”
  1. زما یې دا پراګراف ډیر خوښ شو، په دې لنډ پراګراف کې مې د روان حالات یو ډیر پراخ تصویر شفاف او روڼ ولیده.
    او هغه پراګراف دا دی:

    قاتل څو ګامه وړاندې د زاړه دېواله څنګ ته ولاړ و، چې د ريموټ بټنه يې وهله په لوړ غږ يې د الله اکبر نعره وکړه، خو له مقابل لوري يې تر خپل په لوړ اواز د طيبې کلمه د سلګيو له زوږ سره اورېده.

  2. بریال صیب خدای دی تاسو ته خیر در کری چه ددی پاکستانی مزدورانو په مقابل کشی مو دحق چغه جگه کره…

  3. Allah de da de ISI ghulaman aw pa nom khiran taliban taba berbad aw washarmawi!
    marg de pa de qatilano we aw Allah de de andaro shahidano ta janat ferdaws warki aw koranaio ta saber jamil warki. ameen

  4. اوس هغه مهال را رسیدلی دی چی نر او ښځه، زوړ او ځوان پښتون د خپل ځان ، کلی ، او سیمی د ساتلو په فکر کی شی پنجاپ او په کابل کی واکمن پښتنو ضد قوتونه د پښتنو ټولوژنی پروګرام په ډیر جدیت سره مخی ته بیایی. ښاغلی حامد کرزی هم په دی پروګرام ښه پوهیږی او په غیر مستقیمه توګه ددی پلان په تطبیق کی مرسته کوی. دی د کابل په حکومت کی هغه کړۍ تقویه کوی چی په ځانګړی توګه د پښتنو او افغانستان د تباهی له پاره د پنجاب او تهران له خوا رامنځته شوی دی.
    باید ووایو که داسی کړنه د هزاره ګانو په وړاندی شوی وای هغه به ټول سفرونه لغوه کړی او ملی ماتم به یی اعلان کړی و. خو ده په هغه یوه لیک باندی چی تیار د ویاند په کمپیوتر کی د خواخوږی د پاره موجود دی او هر کله د داسی پیښو په هکله یی نشروی بسوالی وکړ
    اوس پښتانه باید په راتلونکو ټولټاکنو کی احتیاط وکړی هغه کسان چی د پنجاپ او تهران په اشاره نوماند شوی دی رایه ورنکړی او هم هغه وسله وال کسان چی د پنجاپ په اشاره پښتانه رایه ورکولو ته نه پریږدی تر څو د شورای نظار د کاندید بریالیتوب یقینی کړی د خپلو سیمو وشړی.
    اوس د پښتنو له پاره د یو سراسری پاڅون اړتیا ده.

ځواب ورکول نعمان دوست ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *