یو خو د غلامۍ د دورونو کیسې دي، چې انسانان به خرڅېدل او راخرڅېدل، زه هغه کیسه نکوم، ځکه ظاهرآ اوس په نړۍ کې د غلامۍ پر وړاندې نفرت راټوکیدلی او د غلامۍ دور خلک د تیاره تاریخ او ماضي خبرې بولي. مګر اصلي حقیقت دادی، چې غلامي او انسانفروشي د انساني تاریخ همېشنۍ برخه ده، یوازې د بڼې او میکانیزم په توپیر. د اوسنیو نړیوالو مدني قوانینو ټوله هڅه دا ده، چې یو انسان د بل له جغ نه خلاص کړي او د انساني کرامت فضا حاکمه کړي، مګر مه دې شه، ځکه چې په انساني ټولنه کې هغه حالت هېڅ وخت ممکن ندی، چې د ټولو انسانانو ذهني، فکري، اجتماعي او اقتصادي کچې یو شان شي.

د دغو بېلا بېلو کچو توپیرونه تل ددې سبب کېږي، چې له یوه پلوه په ټیټه کچه کې واقع انسان د بل یو څه لاسبري انسان غلام شي. مهمه نده، چې ددې غلامۍ نوم هر څه وي. له انسانانو نه پرته له کوم بدیله او یا د لږ څه په مقابل کې بې کچه ګټه اخیستنه د انسان د غلام کولو هڅه ده، که د غلامۍ او بادارۍ تر عنوان لاندې وي او کنه؟

د دې ګټې اخیستنې لوی دلیل زیاتره مهال اقتصادي توپیر نه وي، بلکې د ذهني او فکري کچو توپیر دې ته لاره هواروي، چې یو انسان بل ته مهار کړي. د نړۍ ډېر ماړه جاهلان په یوه شکل نه په یوه شکل غلامان دي، مګر د نړۍ ډېر بېوزله پوهان ازاد ژوند کوي. د استعماروونکو او استثماروونکو د لوبې میدان زیاتره مهال د نورو جهل او ناپوهي وي. ښاري دوکانداران له کلیو او اطرافو نه راغلي ساده خریداران په اسانه غلطوي او نسبتآ ډېر ورته خوشحالېږي، دا ځکه چې د کلیوال ساده ګي او نابلدي د ښاري دوکاندار د ګټې اصلي راز کیدلی شي.

د لابراتوارونو او غټو تخنیکي معایناتو ډاکټران د معاینه خانو ډاکټرانو ته د مریضانو پر سر فیصدي ورکوي. مریض زما لابراتوار ته راولېږه، دېرش سلنه یې ستا. ناروغ د زړه د ایکو معاینې ته راولېږه، په زرو کې درې سوه یې ستا. ناروغ د سیټي سکن لپاره راولېږه، پنځه سوه یې پکې ستا. په یو شخصي روغتون کې د سیټي سکن د ماشین خاوند ډاکترانو ته په هر ورلېږلي ناروغ پنځه سوه روپۍ ورکوي، ناروغ سم راغلی نه وي، چې د داخله، جراحي او عصبي ډاکټران پکې د سیټي سکن لپاره استطباب لټوي. دلته په خپله تاریخچه کې د یوه واړه سرخوږي یادونه ددې سبب کېږي، چې ناروغ د سر سیټي سکن ته مجبور شي. د ایکو کارډیو ګرافي له یوه ډاکتر نه مې پوښتنه وکړه، چې مثلا که زه ناروغ تاته درولېږم، دا درې سوه ماته له کومه راکوې؟

هغه وویل، دا ستا حق دی، ځکه چې ماته ناروغ رالېږې. ما وې زما حق خو فیس دی او هغه خو زه په معاینه خانه کې اخلم. وې یې نه ډاکتران ډېر تکلیف کوي، باید له لابراتوار، ایکو او هر څه نه خپله برخه واخلي. ماته داسې ښکاري، لکه د معاینه خانې ډاکتر چې د خدای (ج) انسان یوازې په درې سوه، دیرش سلنه او یا پنځه سوه افغانۍ خرڅوي. هغه پیسې، چې لابراتوار او یا نور معاینات یې ډاکټر ته د پټې فیصدۍ په توګه ورکوي، د هغه ناروغ بیه ده، چې ډاکټر یې معایناتو ته ورلېږي. له انسانانو نه پرته له کوم بدیله ګټه کول او هغه هم پداسې شکل، چې د هغوی اروا هم نه وي خبره، زموږ د عصر د ازاد بازار او اقتصاد اصلي راز دی. دا اقتصاد هغه مهال ټکنی کېږي، چې د انسانانو پوهه لوړېږي او همدا علت دی، چې د انسانانو د یوې برخې جاهل ساتل او یا په لوی لاس جاهل کول، د انساني ټولنې د یوې بلې برخې د اقتصادي پروژې لویه برخه تشکیلوي.

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

3 thoughts on “انسانفروشي/ احسان الله درمل”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    له ښاغلي احسان الله درمل څخه یوه پوښتنه لرم، چې نېوکه مو وکړه، خو خپل وړانديز مو هم وکړی، چې د دغه ستونزې چې تاسو د ازاد بازار غلامي ياده کړې، حللاره څه ده! ستاسو د خواب په تمه.
    معه سلاموکم الاهلول مباحثين
    ملا ميوند آخوند

  2. مننه درمل صاحب ستا خبره سل په سلو کي سمه ده ځکه خو ضمیر لرونکي انسانان د انسانفروشۍ په دی مارکیت کي د ناچله پیسو حیثت لری او هیڅ ارزښت نه لری. دا خبره یوازي په انساني ټولني پوري محدوده نه ده بلکه که لږ ژور فکر وکړو په پیسو ډیر شیان اخستلاي شو: بی زر نمی توان یافت جا در حریم کعبه—در خانه خدا هم مفلس مکان ندارد. که خپه کیږی نه د میوند د ملا پوښنته به هم زه ځواب کړم او هغه دا چه د حل لاره یي داده چه موږ رښتیني انسان سو. ته به وايي چه ټوله انسان یو خو انسانیت د انسان د کلمي په اساس چه له انس او الفت څخه اخستل سوي ده . او که دا پوښنته کوي چه څنګه انسان کیدلاي شو؟ د هغه لاره دومره ګرانه نه ده. زه پري ګمان او عقیدي وینځمه—– راکړه شراب ساقي توبي وینځمه. که یو ځل پر خپلو ګمانونو او عقیدو له سره فکر وکړو هر څه سم سي.

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي عبدالله ورورته وروسته له درنښته بايد ياد کړم، چې له رسول اکرمه روايت دی، چې تر ټولو ښه کار له درواغه ډه ده ده، مګر ستونزه دلته ده، چې ټولنه ډېره متجانسه او يا له بېلابېلو ذهنيتونو چوړه ده، چې يو شمېر يې عقيده لري، نور يې بيا په چلول ژوند کوي، خو د ټولنې د چارو لپاره يو ټولنيز سيستم ته اړتيا ده، نو يوازې په ښه سړيتوب نه کېږي، ځکه مخکې له دې چې سړی ښه انسان شي، نو پوهې ته اړتيا لري او د پوهې پربنسټ بيا کېدلی شي يوه صادقه، کارپوه او انسانه ډله رامنځ ته شي، چې د ټولنې چارې سمې کړي.
    زما پوښتنه ستاسو څخه دا ده، چې آيا زه ښه سړی يآ ښه انسان يم؟ ځکه لومړی يې له ځانه پيلوم!
    ستاسو له ځوابه ډېره مننه
    معه سلاموکم الاخوتالمسلمين و الاهلول صادقين
    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *