څو کاله پخوا اټکل وشو چې افغانستان د شاوخوا درې زره ميليارده ډالرو په ارزښت طبيعي زېرمې لري. دا لويه سرمايه ده خو جاپان، جنوبي كوريا، تايوان او یا مثلا سنګاپور، دومره طبيعي زېرمې نه لري او بلكې جاپان خو د طبيعي زېرمو له دركه د دنيا په خوارو هيوادونو كې حسابېږي. دغه ملكونه مجبور دي چې د خپلو توليداتو لپاره د اومو موادو لویه برخه له بهره راوارده كړي. مګر د طبيعي زېرمو له نشتوالي سره سره ډېر شتمن او مترقي هيوادونه دي. د اقتصاد پوهانو په نظر د دغو هيوادونو د چټكې ودې تر ګردو لوى عامل دا دى چې انساني سرمايه ( Human Capital ) پكې زياته ده. د اكثرو اقتصاد پوهانو په اند د باثباته ودې تر ګردو لوى عامل همدا انساني سرمايه ده.

انساني سرمايه څه ته وايي؟

انساني سرمايه د يوه هيواد نفوسو ته نه وايي بلكې د يوه هيواد په خلكو كې د مهارتونو او وړتياوو زياتوالي ته وايي. د نولسمې پېړۍ چين هم د دنيا تر ګردو ګڼ نفوسه هيواد و ، خو د هغه وخت چين د نړۍ په اقتصاد كې ډېره وړه برخه لرله او اقتصادي پرمختګ پكې په نشت شمار و ، ځكه د چين د خلكو كاري وړتيا كمه وه. مګر په اوسني چين كې اكثره خلك مهارتونه لري او د خپل ملك په پرمختګ كې مثبته برخه اخيستلاى شي.

له انساني سرمايې څخه مقصد يوازې دا نه دى چې لا ډېر خلك دې لا ډېر مهارت زده كړي. ځكه كه يو څوك په جسمي يا روحي لحاظ ناروغ وي نو اول خو مهارت نه شي زده كولاى او كه يې زده كړي هم ، سمه استفاده ورنه نه شي كولاى . له بلې خوا، يو څوك به ښه تعليم او ښه صحت لري خو د كار او خدمت كولو اخلاقي انګېزه او روحيه به نه لري. دغسې کس په تېره بيا په خوارو ټولنو كې په كار نه راځي.

د دې لپاره چې په افغاني ټولنه کې په کافي اندازه انساني سرمایه ولرو او د بېوزلۍ، وروسته پاتې والي او پرېشانۍ له ګردابه راووځو، پکار ده مهارتونه زیات کړو، جسمي او روحي روغتیا ته پام واړوو او د ټولنې او هیواد لپاره د خدمت اخلاقي روحیه وروزو. که د یوه متخصص یا شتمن په رګونو کې د وطن مینه نه وي نو ولې په دوبي کې نه اوسي چې په کابل کې اوسي؟

One thought on “انساني سرمایه/ اسد الله غضنفر”

ځواب ورکول M.A Javed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *