له هغې شېبې چې، په بدخشان کې، انسان لړزوونکی طبیعي غمیزه رامنځته شوې؛ ټول افغانستان او ټول انساني جهان یې سخت دردولی، هېڅ افغان د وطن په هېڅ کونج کې، له دې غمه بېغم نه دی، خو زه وینم، چې تنکی ګل بلوڅ شپه او ورځ ناکراره دی، په ځغاسته دی، نازکی پښې یې تڼاکې دي، له خپلو وطن مینو ملګرو سره، هر چا ته د بدخشان د قربانیانو لپاره د خیر لاس نیسي؛ بوټونه، کالي او پیسې راټولوي، که وکړای شي چې، د خپل محبوب وطن د زخمې انسان پر ټپونو یوه پټۍ ولګولای شي.

او بالاخره ګل بلوڅ د راټولو کړیو مرستو سره یوځای، د ودان افغانستان ګوند د پکتیا د څانګې کومک هم ورسره واخیست او مخ پر بدخشان  روان شو، سفر یې بې خطره.

  خدای دی زموږ هر هموطن بلوڅ غوندې « ګل» وګرځوي.

    د ګل بلوڅ تر څنګ، د مطیع الله آباسین، نبي ساحل، حفیظ هیمم جلالزي، سعید زابلي، عارف حقمل، جاوید عابد، حزب الله اتل، خوشال خلیل او ډېرو نورو وطنپرستو ځوانانو مخامخ مشاهد وم چې، د خپلو بدخشي افغانانو سره یې د خواخوږۍ په موخه د مرستو راټولولولپاره منډې وهلې او د وطن له کونج- کونج څخه مې د بااحساسو افغانانو له خوا د مرستو راجمع کولو خبرونه اورېدل.

په ننګرهار، پکتیا، زابل، کندهار او هلمند کې، د ودان افغانستان ګوند ملګرو پر خپلو خلکو کچکولونه ګرځول او خواخوږو هموطنو مو یې کچکولونه تش نه پرېښوول.

موږ څومره ستر ملت  یو.

 زما د وطن هر انسان «ګل» دی.

ګل بلوڅ دي بېرته په خیر راستون شي او په دې وطن کې، دي بیا هیڅ

 د ویر خبر نه خپريږي.

آمین ثم آمین.

محمدیار- یار

0 thoughts on “انسانپرست، ګل بلوڅ بدخشان ته روان شو/ محمدیار یار”
  1. په ټوله نړۍ کې انسانان خدای پرسته دي خوزمونږدزلمي رسول کمپاینران دزلمي رسول غوندې انسان پرسته دي.ـ
    اوس يې خوند وکړ،چې نوربه لاڅه ګلان وکري.ـ

  2. محمد يأر ( يأر
    دا أفغانان نن نه بلكه به دائمي توكه ديو دبل به غم كي زور يدلي ، ربريدله ،اوغمرازي سره كري هر نوع داخلي او خارجي او فشارو به مقابل كي جه ملي وحدت ته يء صدمه رسولي ا ورسوي دوي سره يو موتي اودشمنانوته يء غاش ماتوونكي جواب وركري.
    دا نن جه يو خو خرخ شوي إنسانان دخبل كتو د سأتلو به خاطر جه دافغانيت خخه تيريزي او دخبل بشتنو ورونو به مقابل كي بوج او رقيق كلمات استعما لوي دايو خو محدود بريدي نوكران دي دا زمونز دتا جكو ، ورونو نمايند كان ندي او نه دهغو نمايندكى كولي شي مونز سره ورونو يو او وو به اوبه به دانك نه بيليزي. دبدخشان غمناكي واقعي زمونز خبري به إثبات ورسولي مونز يو موتي يو او وو به مخ به وراندي ديو تينك او متحد يو والي او ملي وحدت به لور تاسي وليد جه ا مر الله صالح جه يو قوي استخبارتجي ،او يو بوه وطن برسته سياست مدار دي به مستند توكه ي دوطن د دشمنانو خيري لوخي اوبربندي او إفشاء كري.
    جلالزوي

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *