له ونې جګه ، مخ ېې دومره نازک او ځلیده ته وا په غوړو ېې غوړ کړی وي، د سترګو شا ېې طبیعي ښویه او نصواری رنګه وه ، شونډې ېې تکې سرې ، خداي داسې ښایست ورپه برخه کړی ؤ چې نه ېې سرخي ته حاجت ؤ نه رانجو ته .ټول یې له سترګو لاندې تیر کړل. بیا یې ډاډه وویل:
زه « وینکه » نومیږم ، ښه راغلاست، لکه څنګه چې نن زموږ او ستاسو د ټولګي لومړۍ ورځ ده نو نن به یو بل وپیژنو ، له ځآنه به ېې شروع کړم،ځايي نارویژۍ یم ډیره هڅه به وکړم چې په عامې او ساده لهجې درسره وغږیږم ، نه د برګن د افسانوي ښار په لهجې، د څلور شپیتو کلو یم ،درې کاله وروسته به تقاعد کیږم، دوه دیرش کاله کیږي چې د ژبې معلمه یم او هیله لرم چې تاسو ته ښه ښوونکې او راهنما شم، دوه اولادونه ، یو تکړه او تندرسته میړه او یو په خبره پوه سپی لرم چې « چې وا وا » نومیږي زه خاوند او چې وا وا یوځاي ژوند کوو، هو رښتیا د عمر ډیره برخه مې په کلي کې تیره کړې له موره نه مې لیک لوست او د غواوو لوشل زده کړي دي، البته مور مې د اته نوي کالو په عمر یو کال مخکې مړه شوه، تکړه وه د پښو مزل ېې ډیر خوښ ؤ له خپل انډیوال سره به ګرځیده ، وینکې زیاته کړه کله چې ما د مور ملګري ته تسلیت ورکاوه سترګې ېې له اوښکو ډکې شوې.
سر ېې وښووراوه او زیاته ېې کړه هو هغه یوازې شو ، د ټولګي کړکۍ ته نیژدې شوه، لاندې سمندر او د مني ، راپریوتو او د ونو رنګه پاڼو ته وکتل، موسکه شوه له دې ښایسته طبیعته چې ځو څه فکر کوئ اسانه دی ؟
ټول غلي شول، دا ټولګي کې راتاو شوه. بیرته یې موږ ته وکتل:
پوهیږم ستاسې جواب (نه) دی. خو دا ښایسته طبیعت انصاف نه لري.

نازو پسرلۍ

One thought on “انصاف/نازو پسرلی”
  1. د کیسې سر او منځ فوق العاده ښکلي دي خو په پای یې زه ښه پوه نه شوم.
    یوه بله خبره، .

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *