تاند- د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي په مزارشریف ښار کې د بلخ له والي عطا محمد نور سره له خبرو وروسته ترکیې ته لاړ او د سیاسي ايتلاف په اړه یې له جنرال دوستم سره خبرې وکړې.

انوارالحق احدي، چې د افغانملت ګوند مشر هم دی، تېره اوونۍ له عطا محمد نور سره د اوسني حکومت پر ضد د ايتلاف د جوړولو پر لارو خبرې کړې وې.

ده تر دې وړاندې په پغمان کې د حراست او ثبات شورا له مشر عبدالرب رسول سیاف سره هم لیدلي ول.

تراوسه پورې د عطا محمد نور، محمد محقق او جنرال دوستم له ايتلاف (د افغانستان د ژغورنې) سره د انوارالحق احدي د یوځای کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د ښاغلي احدي له هلوځلو داسې ښکاري چې نوموړی سخت لېوال دی چې له دغه ايتلاف سره یوځای شي.

د بلخ والي عطا محمد نور ویلي چې د احدي او خپلو خبرو نتیجه به وروسته اعلان کړي.

8 thoughts on “انوارالحق احدي د ايتلاف د جوړولو لپاره په ترکیه کې له دوستم سره وکتل”
  1. ګیلم جم دوستم د سیاست د خوړ په زړه کی هغه مظبوط نختر دی چی د سیل وخت کی هرڅوک، د لنډغرو رانیولی بیا تر ایخوانیانو او ټټوکراتانو پوری تری لاس چاپیروی – دوستم کریزماتیک لیډر دی خو احدی تش ټټوکرات لډر دی. که د (لیډر) او (لډر) په توپیر ځان پوهول غواړئ، نو دوستم او احدی ته وګورئ

  2. سلاماواحترام
    افغانان بايد چې نوردداسې ذروغجنو او دډالرو غلامان همايت نه کړي او ددوى په خبرو باور به غټه جفا وي

  3. زما په اند د احدي ډډې خارښ کوي…ښه ډډ بډ هم دی، غني خو ځکه ترې نه وژغورل شو چې هیڅ غوښه یې نه درلوده…

  4. داوخت د امنيتي ځواکونو دملاتړ وخت دی نه دشومو اهدافو درسيدولپاره دايتلافونودهغه دري بي سوادانونه خو ملت ګيله نه کوي خواوس داتعليم يافته هم ددريم ټولګي دفارغ پسي روان شوواوښ چه خپله ځان دخر پسي تړي دخاوندئي څه ګناه ده

  5. سلام
    ده دومره پوهی او علم سره بیا هم دا د خرو سره دوستی کوی لعنت دی په دی پوهی شه
    چی تا کړیده او لعنت دی په هغی خلکو شی چی له تا سره ملګرتیا کوی

  6. یاره دا احدی خو ډیر خاین سړی دی تاسی وګوری یو سړی چی څو دوکتوراوی لری څی د یوه بیسواده خره په پښو کښی لویږی د پښتون نوم دی خراب کړ چی قدرت دی په لاس کښی وو کوم خدمت دی وکړ صرف خپل جیب د ډک کړ او بس . ددوستم ، عطا او محقق خو پیسی له لاسه تللی څکه ناری سوری وهی ته بیغیرته څه بلا وهلی یی ریښتیا چی ډیر بی اتفاقه قوم یوو دغنی صاحب د ړستونو مارانو

  7. احدي به خود د دوستم ملګرتوب کوي چې د هغه غوندې یو غل دی. احدي هم په هغو کسانو کې شامل دی چې د شیرپور د فرقې ځمکه یې غصب کړې او څو میلیون ډالري کور یې پکې جوړ دی. احدی صاحب حساب ته به ځان ټینګوې. وخت راروان دی.

  8. سلام
    احدی لکه سوی په رڼو سترګو خوب وینی راځی چی له احدی نه یوه ډیره لنډه پوښتنه وکړواو هغه دا چی په کوم منطق یی له بغا وت کونکو سره د ایتلاف په خاطر بده هیله کړې چی نه په فرهنګ نه سیا ست او نه اخلاق کی ځای لری
    ا حدی هغه څوک دی چی د( خطا ب) سره د مرکی په نیمه کی وتښتېد او ځان یی پټ کړ نه پو هیږم چې ځه ډول دکتورا لری
    احدی او دولت وزیری دوه ستر سخندره چې په خپله خبره نه نپوهیږی کوښښ کوی خو ښکاری چی ډیر
    کمزوری شخصیت
    لری

ځواب ورکول Alakozay ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *