دفتر ته ترتګ لس دقيقې وړاندې به مې رييس ته ورځنی مهالوېش په لنډو ټکو کې ور اوراوو، په دې لسو دقيقوبه رييس دبوټونو بندونه وتړل، ښايسته تور وېښتان به یې په شا واړول او په کاغذي دسمال به یې خپلې وړې عينکې پاکې کړې.
که به یې مهال وېش په زړه پورې و، نو خپل شخصي ټيلفونونه به يې ماته راکړل، درياست په دننه کې به له ميلمستمون څخه تر دفتر پورې څلورو وسلوالو باډيګارډانو بدرګه کړو، کله چې به دفتر ورسېدو نور به رييس خپل کارکاوو اوماخپل، بې له ډېر ضرورته به یې راسره خبرې نه کولې، دا ده دشخصيت يوه په زړه پوره ځانګړنه وه او که به یې په مهالوېش کې تغيرات غوښت، نو تر دفتر پورې په لارکې به یې راته خپل نظر ووايه او يوه نيمه مشهوره به یې راڅخه واخېسته، دسکرتر په توګه زما دا کار و، چې د رييس آمضا ته اړې ورقې احکام او درييس له آمضا وروسته یې اړوندو برخوتهواستوم.
څوځايه مې کار کړې، دبېلابېلو رييسانو په اړه مې خبرې اورېدلې؛ خو داسې منظم، پوه، هوښيار، باجرآته او ښايسته رييس مې نه ليدلی او نه مې په اړه اورېدلي دي، زه یې له شحصيت څخه ډېر متاثيره یم.
ښه مې په ياد دي د ۱۳۹۲ ل.ل کال د جدې اولې ورځې وې، سهار دفتر ته ترتګ لس دقيقې وړاندې مې رييس ته مهالوېش ور واوراوو: نن ولايتي ادارې او له دارلمعليمن دفارغو شويو محصيلينو په وياړ غونډې دې…
رييس خپل ټيليفونه راکړ، تردفتر پورې په لاره کې یې راته وويل: ادارې مرستيال دې د ولايت غونډې ته ولاړ شې، موږ، داسلامې زده کړو مرستيال او عمومي مديران به په نهه بجو د دارلمعليمين غونډې ته ورشوو، دوه موټره تيار کړه، خو هلته څه ووايو او يوڅه تحفه بايد له ځان سره يوسو.
ماورته وويل: ته ښه پوهېږې، خو که له فارغو شويو محصيلينو سره د معلمانو په حيث د دندو ژمنه وکړې ښه به وي، خوشحال به شې او د تحفې په ځای به تردرېم نمره پورې يو ــ يو ستاينليک ورکړو…
نهه بجې وي، چې دارلمعلمين ته ورسېدو، غونډه پيل شوه لومړی رييس خبرې وکړې، ټول محصيلين غلي ناست وو؛ خو چې رييس وويل: ستاسو زده کړې پای ته نه ده رسېدلې تاسو ته ليسانس مهم دی زه دپوهنتون له رييس سره خبرې کوم، ترڅو يو کار وکړوچې تاسو تر ليسانس پورې زده کړې وکړې… د دارالمعلمين له رييس څخه هيله کوم، چې تر درېم نمره پورې يو لېست راکړې، ترڅو یې زه په ښوونځيو کې مقرر کړم…
په دې وخت کې له څه کم دوه سوه فارغو محصيلينوڅخه، چې دوه پر درې برخه یې نجونې وې داسې څوک به نه وو پاته، چې چکچک یې نه کاوو ځينوخو بيخي د زنده اباد نارې وهلې.
په پای کې تر درېم نمره پورې د دريځ سرته راغوښتل کېدل او د مشرانو په لاس یې ستاينليکونه اخيستل په دوی کې هم زياتره نجونې وي، په دې وخت کې درياضي څانګې يوه درېم نمره فارغه شوې نجلۍ د دريځ سر ته راغله، چې کله مې وليدله تاسو په خدای باور وکړئ لکه يو ورک څه، چې مې پېدا کړي وي، لکه زر ځله چې مې ليدلې وي د نړۍ ترټولو نجونو راته ښايسته ښکاره شوه،د ستاينليک تر اخېستو وروسته دنجونو په منځ کې ورکه شوه.
يوه مياشت وروسته سهار لس بجې وې، چې له يوې بلې نجلۍ سره دفتر ته را ننوته، سلام یې وکړ او په خبرې یې پيل کړې: برادر ببخشی، مه سوم نمره از دارلمعلمين بخشی رياضی فارغ شدم، د روزی فراغت شما تقدير نامه هم دادی، رييس صيب وعده کده که تاسوم نمره مقرريش ميکنم، مګر تاحال مقرر ام نه کده، ۱۵ روز پيش امتحانی معلمی هم دادم ۸۰ نمره ګرفتم ولی تا حال معلوم نيست که مقرر ميشم يانی…
په ليدو يې دومره خوشحاله شوم، چې نور په ځان نه يم پوه شوی. نه پوهېږم، چې څه به مې ورته ويلې وي، خو دومره ويلی شم، چې پريمانه وعدې به مې ورسره کړې وې، ځکه نه مې غوښتل چې څوک خپه کړم که به مقرريده اوکنه خو مابه ورته ويل، چې اندېښنه مه کوه مقررېږې.
خدای خبر څومره وخت به ولاړه وه، نور به یې څه ويلې وې، زما ځوابونه به یې خوښ شوې وې اوکه څنګه، زما هېڅ په ياد نه دي نه مې هغه وخت په ياد ده، چې دې رخصت واخېست، نه مې ددې له تګ وروسته راپه ياد شول اونه هم نن ورځ، چې دغه ده درې کلونه تېرېږي، داخبرې چې کوم فکر کوم، چې داسې به شوي وي.
يوه هفته وروسته مې ټيلفون ته زنګ راغی، نا اشنا شمېره وه، چې ځواب مې ورکړ ښځينه روح ارامونکی غږ و، ډېر ښه راولګېده بې له دې، چې ځان را وپېژنې پوه شوم، چې هغه نجلۍ ده، دکار پوښتنه یې وکړه، خو ځواب منفي و، دهمکاري غوښتنه یې وکړه او وويل، زه نشم کولی چې نوره رياست ته درشم، ځکه ډېره مقيده کورنۍ لرم هغه ورځ هم د دارلمعلمين په بهانه له کوره راوتلې وم.
هره خبره چې یې له خولې راوته زما ورح ترې داسې خوند اخېست او دنورو تلوسه یې لرله، لکه، چې وږې سوالګرې ته له شپو ورځو وروسته يوه مړۍ ډوډۍ په لاس ورشې او د ژوندي پاته کېدو له پاره په نوره پسې سرګردانه وي.
پوښتنه مې ترې وکړه، زما شمېره دې له کومه کړه، ځواب یې داسې و: هغه ورځ تاپخپله راکړه او ويل دې، چې خامخا دي مقرروم.
په دې وخت کې یې ټيليفون کته شو، له ځان سره مې فکر وکړ، چې زه به زنګ ورته ووهم، خو جرآت مې ونه کړ.
څو ورځې وروسته مقرره شوه، يوځل بيا مې ولېده، له مقررې وروسته یې راته دمننې له پاره زنګ وواهوپه ډېرو ښو الفاظو یې راڅخه خوښې څرګنده کړه، په دې وخت کې مې په غيري ارادي ډول له خولې ور ووتل، زه يوه هيله لرم ته دوعا کوه، چې زه خپلې هيلې ته ورسېږم.
کله چې ټيليفون کته شويو ليکلی پيغام یې راواستاوو ليکلي یې وو: براورده شدن ارزوها مدت زمانی طول ميکشد، که بستګی به صبر انسان دارد، انسان نه بايد از در پروردګار خود نااميد شود، چون او خلق بې همتاست…
ماهم يو پيغام ور واستاوو اوس مې په ياد نه ده، چې څنګه به و، له دې وروسته به مو کله نا کله يونيم پيغام تبادله کاوو، زما له ټولو پيغامو څخه په ښکاره معلوميده، چې مينه درسره لرم، خو دې به ډېر اخلاقي او يو نيم خنده دار پيغامونه رالېږل په دې منځ کې یې ټيليفون بند شو، ډېر په تشويش کې شوم، له هغې مديرې به مې په غيري مستقيم ډول کله ــ کله پوښتنه کوله، چې دا ورسره په ښوونځي کې معلمه وه، ويل به یې ښه ده ښوونځي ته راځي، په اخير کې هغه هم پوه شوه، نور مې فکر وکړ، چې داوړۍ نه څېړۍ کېږي، يوه مياشت وروسته مې دنده پرېښوده ډېر په بد حال شوم، دوه مياشتې بې دندې ګرځېدم وروسته مې زړه په تنګ شوپه يوه راډيو کې مې دنده پيل کړه، تل به مې په ياده وه، ډېره بې وفا راته ښکارېده، هغه سندرې به مې ډېرې اورېدې، چې دمعشوقې ذکر به په شوي و، خوښېدې به مې خو سترګو به مې دسندرې د اورېدو په وخت کې اوښکې نه شوای تمکولی، شپاږ مياشتې وروسته مې يوه ورځ ټيليفون ته زنګ راغی، چې پورته مې کړ بيا هغه خوشحالونکی غږ و، ويل یې: ديوې معلمې له ټيليفونه مې درته زنګ وهلی ستايو پيغام مې ورور وليد ټيليفون یې رانه مات کړ، سخته یې ووهلم او قران یې راکړ، چې نور به له تاسره خبرې نه کوم، خو.
خبرې یې بندې کړې. ماورته وويل، صبرچې زه زنګ درته ووهم. دې ويل نه، کريډيټ ماورته اچولي دي خبرې وکړه. ماورته وويل، ښه نو اوس خو به کومه ستونزه نه وي، وبښه، چې زما له خوا درته ستونزه جوړه شوه.
دې وويل، الله دې وبښه، اصل ملامته زه یم ګوره، زه په لومړۍ ورځ پوه شوم، چې ته له ماسره مينه لرې په ماهم ګران شوې؛ خو ځکه مې تر اوسه درته مثبت ځواب نه درکاوو، چې زه له خپلې کورنۍ وېرېدم مافکرکاوو، چې هېر به دې کړم، خوداسې ونه شوو، غواړم واده درسره وکړم که ستا هېره شوې نه یم، مور اوپلار دې راولېږه او که دي زما پوښتنه کوله، نو دسهار له اتو تر دولسو بجوپه همدې شمېره زنګ وهه…
زموږ په سيمه کې، چې څوک زوی ته کوژده کوي هغه خبرهم نوي، خو دوی ورته دسمال راوړي، دخپلې خوښې کوژده خو دچا په قسمت کې هم نه ده، که يو نيم هلک ديوبل چا په خوله مور او پلار ته ووایې، چې ماته پلاني نجلۍ وکړې هغه ته بيخي په سپکه سترګه کتل کېږي او دا خبره بيا ډول ژوند ورته يو پيغور پاته وي.
زه چې په بيګا ( دشپې ) کورته ولاړم له ډېرې خوشحالي مې له ښه جوړ وروسته په خپله پلار ته وويل، هغه ډېر په قهر شو او وويل: شرم او حيا ښه شی وي ما درباندې درس ددې له پاره ووايه، چې د سړي زوی درنه جوړ شې، خو ته د …
ډېرې بدې ـــ بدې یې وکړې سهار بيرته راډيو راغلم، يوڅو ورځې وروسته مې يوڅو خپلوان ورته واسطه کړو، خوپه هغو هم کار ونه شو.
يوه مياشت مې نجلۍ ته بهانې کولې نن په کور کې مريضان وو، نن مې يوخپل مړ شوي و… خو نور بهانې راتمامې شوې، يوه ورځ مې ورته وويل: ستاکورنۍ هم راضي نه دي نه پوهېږم داکاربه وشې اوکنه.
دې ويل، مور او خور مې راضي دي او ورور مې يوه ورځ د پيغور په توګه راته وويل، چې که یې رښتيادرسره مينه وایې يوه ورځ خو به ستا دغوښتلو له پاره راغلي وای که مې بيانه وای ورکړې بيابه دي ويل، چې دغه ده ظلم راسره کوي، ته مې د ورور شمېره واخله، چې څه وایې.
يوه ورځ مې ورور ته زنګ وواهه ويل یې راشې زه درسره کومک کوم او عجيبه یې لادا وکړه، چې تاسو ځان دپکتيکا مه معرفي کوې وواياست، چې موږ په کابل کې اوسېږو دمکتب مديرې ادرس راکړ او ستاسو کور ته راغلو.
په دې منځ کې يوه مياشت نوره تېره شوه، ماماګان، ملګري او خلاصه ټول خپلوان مې پلار ته واسطه کړو، خوبيایې هم نتيجه ورنه کړه، له دوو مياشتو وروسته يوځل بياکورته ورغلم، پلارچې مې وليدم نو بيا په قهر شو ويل یې: شرم نه لرې ټوله دنيا دې راباندې خبره کړه، سبا ځان تيار کړه، چې ورشو.
مافکر وکړ، چې ټوکه کوي، خو له دې خبرې وروسته مې زړه ومنله، چې ويل یې که مې کور خوښ نه شو دوستي نه کوم نوربه مې بيا نه شرمه وي.
په سبا سهارمې له پلار سره يوځای حرکت وکړ شپه مو کابل ته ورسوله سهار ماما او د ماما ښځه راسره شول کاپيسا ته ولاړو.
کله چې ورسېدو ورور یې دومره ښه برخورد وکړ، چې ټول ژوند به یې مننوی یم، زما په ليدو ډېر خوښ شو او يوځل بيا یې د مرستې ډاډ راکړ، خوچې پلاریې راغی او زما پلاریې په اطرافي جاموکې وليد، نو وروستۍ خبرې یې داسې وي: خپه نه شې، زما لور ډېر تعليم کړې، په اطراف کې ښځې وظيفې ته نه پرېږدي، له ښځو سره ښه چلند نه کوي، نه غواړم چې لور مې په اطراف کې ورکړم…
له کوره یې راووتلود حرکت په وخت کې یې ورور زما پلار ته وويل: کاکاخپه کېږه مه، دلته رواج همداسې ده، څو ځله د رشتې غوښتلو ته ورځي بيا دوستي کېږي، خدای مهربان ده زه کومک کوم…
په لارکې مې ماماهم داخبرې تاييد کړې، دماما ښځې مې پلار ته دنجلۍ ډېر صفت وکړ او ويل یې، چې دمور او خور یې بيخي خوښه وه که يوه دوه ځله راشوخامخا نجلۍ راکوي او له پلار نه مې وغوښتل، چې مور مې هم راوغواړي.
نه پوهېږم، چې پلارمې ځنګه فکر وکړ جيب ته یې لاس کړ ټيليفون یې راوېست ترماکشر ورور ته یې زنګ وواهو او ورته وويل، سبا دې مور او خور دواړه کابل ته راوله توکل په خدای ځای مې خوښ شو ډېر ښه خلک وو.
په سبا مې کشر ورور، مور او خور درې سره کابل ته راغلو، پنځه شپې دماما په کور کې وو، دوځله بيا دهغې نجلۍ کورته ورغلو زه هم ورسره وم او په درېم ځل مو دسمال واخېست، له ډېرې خوشحالي په ځان نه پوهيدم دپلارپه مخ کې مې په خپله کوژده کې اتڼ کاوو ټول ډېر خوشحاله وو او کورته يوځای ورغلو.
يوکال وروسته مې واده وکړ دغه ده د واده مې درېمه ورځ ده، زه اوښځه مې په پکتيکا کې يو، په هغه ځای کې، چې هېڅوک په خپله خوښه کوژده نشي کولی، زه ښځې ته وايم: ته زما انيما یې!
دا راته وایې: انيما چی است؟
ډیره ښکلې کیسه – داسي راته ښکاره شوه لکه ریښتیوني کیسه چې دي لیکلي وي. د نورو لیکنو په هیله