شکوفه صالحي

تاند- انټرپول یا نړیوالو پولیسو د هغې افغانې عکس خپور کړ چې د افغانستان له یوه خصوصي بانک څخه یې په لکونو ډالر غلا کړي او په خارج کې یې خپلوانو ته لېږلي(ترانسفر) دي.

انټرپول دعزیزي بانک د مامورې دوه ویشت کلنې شکوفې صالحي دا عکس، چې په کابل کې یې د خپل کار په دفتر کې اخیستی دی، په انترنټ کې خپور کړی دی.

پر صالحي تور دی چې تر تېښتېدو مخکې یې یوولس لکه ډالر له عزیزي بانکه وهلي او دوبۍ او هند ته یې د خپلوانو په نومونو لېږلي دي.

د شکوفې صالحې له خپور شوي عکس سره لیکل شوي چې نوموړې په انګلیسي او فارسي ژبو خبرې کوي.

ګومان کېږي چې دې له غلا شویو پیسو څخه اته نیم لکه په دوبۍ کې خپلوانو ته لېږلي او هلته یې د ټایرونو په کمپنۍ او نورو معاملو کې بندې کړي دي.

د متحده عربي اماراتو د رسنیو د ارپور له مخې تېره اوونۍ په دوبۍ کې د دې قضیې په تړاو د شکوفې صالحي دوه خپلوان نیول شوي خو باور دی چې په دې قضیه کې ټولټال لس تنه لاس لري.

شکوفې صالحې د عزیزي بانک د پیسو د انتقال په څانګه کې کار کاوه. نوموړې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسي بې درکه ده.

د شکوفې صالحي په اړه د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د جلب په حکم کې ویل شوي:«چارواکي د مېرمن صالحي، چې په دې بانک کې یې له درو کلونو راهیسي کار کاوه، له خپل مقامه د سو استفادې او جعل کارۍ په تور د نیولو لټه کوي. افغان چارواکي باور لري چې مېرمن صالحي د پیسو له لېږلو(ترانسفر کولو) وروسته د سمیرا په نوم په جعلي اسنادوهند ته تللې ده. د هغې د اوسېدو د ځای په اړه تر دې دمه هیڅ راز مالومات نشته.»

4 thoughts on “انټرپول د عزیزي بانک د بې درکه شوې مامورې عکس خپور کړ”
  1. یو پښتو متل دی وایې په باد راغلي پیسي په باد پسي ځي
    باور وکړئ چې دهمدي بانک مشر ۲۰کاله وړاندي په سروبي کې د حکومت په غلګي ژوند کاوه، یو بې زړه عسکري خلقي(دشهنواز تڼي پلوی) صاحب منصب و زما د اکا له دوکانه به یې سودا په پور وړه، بیا یې په مسکو کې ګنډی خرڅولي، عیاشي ته یې زړه ښه کړ، روسي نتاشو دوفه کړ او د ډودئ پیسي یې نه درلودي
    خو د سپتمبر ۱۱ نه روسته د خاله زوی جان یې خلیلزاد پر افغانستان رانازل شو، دبانک خاوند یې کړ او اوس یې سرمایه تر اویا ملیونه ډالرو هم اوړي
    زه خو وایم شه کار سوی، ځکه دا د افغانستان د خلکو نه غلا سوي پیسي دي او بانک ور څخه جوړسوی

    داخبرزه په ټوله بي طرفي او مسولیت سره کاږم

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    موږ مسلمانان خو په تقدير باوري يو، نو د دغه پېغلې په قسمت کې دغه شنه ډالرونه ليکل شوي ول او خدای يې دعیژیژ بانک پّ انګړ کې په نصيب کړل، خو اوس يوه ستونزه ده، چې دغه بدمرغي شګوفه يا غوټۍ جانه د اينټرپول او يا کومانډو ځواکونو ته په لاس ورنه شي، نو زه به د شکيل آپرېدي خبره ورته وکړم، چې وايي: کويي پټان کو ډونډو اور اوس سې شادي کرو!!! نو بيا به دې لکه د کور کورودانه وساتي او د اينټرپول له څارني کومانډو له ځپنې به بې غمه شې او د يو بل افغان کور به هم درسره ودان شي!

    معه سلاموک الاهلول مظلمون
    ملا مي،ند آخوند

ځواب ورکول ماټور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *