تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: انډیپنډنټ وځپاڼې په یو تازه راپور کې ویلي، په داځل انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلګۍ مالي ملاتړ د ایران سپاه پاسدارانو کړی او هغه د موازي حکومت په اعلانولو سره سیاسي انتحار ترسره کړ.

ورځپاڼه وایي، د ټاکنو پایلې فقط دې خبرې ځنډولې وې چې اشرف غني ویلي وو له هر چاسره به جوړجاړی وکړي او.واک کې به برخه ورکړي، مګر له عبدالله سره معامله نه کوي.
ورځپاڼه وایي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي دي چې د میزان د شپږمې په ټاکنو کې د ایران انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران د عبدالله په مشرۍ د جهادي ډلو ملاتړی و.

ورځپاڼه د امریکایي چارواکو له قوله وایي، ثبات او همپالنې له ایراني سپاه پاسدارانو څخه د اشرف غني د لومړنیو پایلو له مخې د بریا په ترڅ کې د بغاوت او تاوتریخجنو لاریونو لپاره هم مرسته غوښتې او ترلاسه کړې وه.

ورځپاڼه وایي، له دې کبله د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېره میاشت عبدالله ته زنګ وهلی او خبرداری یې ورکړی و چې ایراني سپاه پاسداران او د ده ډله دې په ټاکنو کمېسیون کې لاسوهنه بنده کړي او ژر تر ژره دې د خپلو لاریونونو مخه هم ونیسي.

ورځپاڼه وایي، د عبدالله په پلوۍ د نهایي پایلو له اعلان وروسته خلک ځکه راونه وتل چې نوموړي په خپل څنګ کې ګڼ جهادي مشران نیولي او درولي دي چې خلک ورسره مینه نه لري.

بلخوا د عبدالله ټاکنیزې ډلې د دغو تورونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

3 thoughts on “انډپینډنټ: عبدالله په ټاکنو کې د ایران د سپاه پاسدارانو بشپړ ملاتړ درلود”
  1. دا سقو ذات دی او تل یې د پردیو په چوپړ کې د هېواد پر ضد کړنې ترسره کړېدي. دا او نور سقویان یې د هېواد پلورونکي مسعود په مشرۍ د واک د ترلاسه کولو لپاره هر ډول خیانت او جنایت ته لاس واچوه او اوس هم د ایرانیانو لپاره جاسوسي کوي. مړه دې وي دا هېواد پلورونکي

  2. د افغانستان د۴۰ کلونو تاریخ دا تجربی په تکرار ښودلی چه متآسفانه یو تعداد اشخاصو چه ډیری لوړی ادعاوی یی درلودی او یایی لری په مختلفو نومونو او عنوانونو خو د پیسو په مقابل کی نهایتآ سست عنصره او مات ثابت شول ، داسی چه د پیسو په مقابل کی یی په بار بار ملی ګټی تر پښو لاندی کړی اودغه اوسنی وضعیت د افغانستان دهمغو یو تعداد کسانو د عملکرد نتیجه ده چه ځانونو ته یی سیاستمداران ویل خو دپیسو په مقابل کی ډیر سست عنصره ثابت شول . دوی ثابته کړله چه ملی سیاسیون نه دی ، دوی ګروهی ، قومی ټیکه داران او په نهایت کی د چوکی او پیسو دپاره دجګړی او اختلاف د تجارت مهارت لری او متآسفانه اکثره یی پردی پاله ثابت شول ،

  3. دوستانو دا ورځپاڼه برتانوی یا انګریزی ورځپاڼه ده

    که تاسی جنرال حمید ګل خبری واوری نو پوه به شی چی عبدالله د پاکستان سیاسیونو او استخباراتو سره څومره نږدی اړیکی درلودی
    اوس برتانیه پوه شوی چی امریکا له ایران سره دښمنی لری نو ددی لپاره چی عبدالله په ایران سره په اړیکو تورن کړی او پاکستان پوځ او استخباراتو یو ډول برات ورکړی نو غواړی چی پاکستان بیخی په نړیواله سطحه د افغانستان په داخلی چارو کی له لاسوهنی پاک وښیی مګر ولس پوهیږی چی ۷ یا ۸ ډوله جنګی ډلی ټپلی چیری جوړی شوی، جهاد افغانستان دفاع پاکستان غونډه چیره جوړه شوی

    ملاعمر او ملامنصور او همدارنګه اسامه بن لادن چیرته ووژل شو

    تیره ورځ ولسمشر وویل چی کوټی شورا او پیښور شورا چیرته موقعیت لری

    داسی نه وایم چی ایران یی ملاتړ نه کوی امکان دی ولری خو پاکستان لپاره د وښو لاندی اوبه تیرول هم یو ډول بین المللی خیانت دی نو نړیوال باید پاکستان چی څومره ژر کیږی تورلیست واچوی بی لدی نړیوال به هم پدی اور کی راسره سوځیږی که نن دا اور او تنور په افغانانو ګرم دی یوه ورځ په نږدی ګاونډی هیوادونه او دا سلسله په ډیر شدت ترڅو چی پاکستان وی نړی ته سرایت وکړی ما وویل تاسی واوری که منی یا نه منی

    نو غوره خبره داده چی ټول نړیوال هیوادونه د پاکستان په اړه یو دریځ غوره کړی او د بوش په شان ورته ووایی چی یا له جنګی ډلو سره پاته شی یا له افغان دولت او افغان ولس سره پاتی شه

    خو د امریکا له دریځه داسی ښکاری چی دوی په افغانستان کی برتانیی سره شریک داسی جنګی بستر پراخیدو ته لا پراختیا ورکوی ځکه همدی امریکایی جنرالانو له دوستم او عبدالله سره هر وخت زیاتی ناستی کړی بیا وایی چی موږ د نظام طرفدار یو

    پدی هم پوهیږی چی همدا ۷ یا ۸ جنګی ډلو له لاسه کابل په کنډواله بدل شو

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *