قاسم سلیمانی د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان

تاند، جمعه، د جدي ۱۳ مه: ډیا ټوډی ورځپاڼې د ایران د سپاه پاسداران د وژل شوي مشر قاسم سلیماني په اړه ویلي، دغه کس د سپټامبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د طالبانو د بغاوت په پړسولو او پاللو کې زیاته مرسته کړې ده.

ورځپاڼه وايي، د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي غوښتل چې قاسم سلیماني خپل ځای ناستی وټاکي او د دې کار لپاره یې چمتووالی هم نیولی و.

ورځپاڼې ادعا کړې چې سلیماني د ایران په تلویزوني چینلونو تر ټولو زیاته ښودل شوې څېره وه او نوموړي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له راپرځول کېدو وروسته له دغې ډلې سره په بیا راپورته کېدو کې خورا مهم او کلیدي رول لوبولی دی.

قاسم سلیماني تېره شپه په بغداد هوايي ډګر د حشد الشعبي ډلې له مرستیال سره یو ځای د امریکا په توغندیز برید کې ووژل شو چې د ایران سخته غوسه یې راپارولې ده.

2 thoughts on “انډیا ټوډی: قاسم سلیماني د طالبانو د بغاوت په وده کې مهم رول لوبولی و”
  1. سليمانى د مسعود او برهاندين ملګرى وو ، نه طالبانو ، توډى هندو هسي د ځانه لګيا دى ، هغه مخکى له دى چى يو مسلمان وى ، شيعه او بيا ايرانى وو ـ اوس خپله فکر وکړى !!

  2. ایران په سیمه کې، په ځانګړې توګه په افغانستان د امریکا یرغل ته، په عراق د امریکا لښکرکشیو ته د غلامۍ له حده را کوز شوی و. جیمز ډابینر لیکي چې ۲۰۰۱ کې مو له کمال خرازي ( د ایران بهرنیو چارو وزیر) سره پټ ولیدل، کولن پاول ( د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و) ورته وویل چې که امریکا په افغانستان یرغل وکړي، ستاسو دریځ به څه وي؟

    خرازي وایې هیجاني شو چې موږ هر ډول مرستې ته چمتو یو، کولن پاول ورته وویل چې دا ستاسو شخصي نظر دی؟ وایې خرازي سپین کاغذ او قلم له جیب نه راویست او لیکلي ژمنه یې موږ ته راکړه، لاسلیک یې پرې وکړ، او ویې ویل نه دا د ایران د اسلامي دولت رسمي دریځ دی چې په افغانستان د امریکا له یرغل څخه د ایران رسمي ملاتړ دی. د ایران جاسوسانو، غلام ایرانیانو به د امریکا او ناټو د الوتکو او د بمبار د سون مواد را رسول، عراق کې به یې د مظلومو عراقیانو کورونه ور په نښه کول. حتی د صدام د شهادت یو علت د ایران د استخباراتو، سپاه پاسدارانو د فشار او مسلسلو غوښتنو نتیجه وه، داسې ویلی کیږي چې د صدام د دار راسۍ د (مقتدی الصدر) په لاس کې وه، د چا پلار چې صدام حسین وژلی و او دی له کلونو په ایران کې پټ و، بیا یې د لوی اختر په ورځ صدام شهید کړ، د مهدی د پوځ پنامه لښکر یې عراق کې جوړ کړ او د امریکا او ناټو له لښکرو سره یو ځای یې عراق لوټې، لوټې کړ.

    د هر غلام انجام به د سلیماني په شان وي، چاه کن، در چاه است.

    ایرانیانو ته لدې بدتر خبرونه غواړو، ایران په سیمه کې د پاکستان په څیر د هر مسلمان هېواد او ملت دښمن دی.

    د سلیماني مرګ به افغان سوله چټکه کړي، جګړه به کمه شي او که د خدای رضا وه ایران به د کبر او غرور له نیلي را کوز کړي.

ځواب ورکول Abdullah Majeid wardak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *