ژباړه او ټولوونه : شريف الله ” دوست “

لومړی برخه

له نوې ځوانۍ مخکي دورې ته لنډه کتنه

د انسان درواني انکشاف عمليه يوه پيچلې او مغلقه موضوع ده چي په اسانۍ سره نه سو کولای ، هغه وپيژنو ،ځکه رواني او باطني رفتار ډېره څرګند او مشاهدوي نه وي بلکي درُوني او مخفي وي چي په سترګو باندي تر ډېره واضح نه ښکاري . خوبياهم د ارواپوهنې په علمي او عملي منځته راتګ سره اروا پوهان په دې وتوانيدل چي د انسان رواني وضعه ، رفتار ، سلوک او کړه وړه ترمطالعې او څېړني لاندي ونيسي او په ستونزمنو رواني حالاتو کي دهغه د رواني وړتيا او پياوړ تيا په برخه کي مشورتي کومک وکړي.

چي له دې جملې څخه يو هم انکشافي روانپوهنه ده تر څو وکولای سو چي په مرسته يې د انسان د رواني انکشافي ټولو قوانينو او باطني واقعيتونو ته د نطفې له انعقاد ، تولد بیا تر تر مرګ پوري کتنه وکړو. لکه مخکي چي يادونه وسوه انکشافي ارواپوهنه په انسان کي جسمي ، ذهني، عاطفي ،کمي او کيفي تغيرات، تحولات او جريانو نه د نطفې له انعقاده تر مر ګه مطالعه کوي.

انکشافي ارواپوهنه نن د انسان د انکشاف مراحل د مور له بطن (نس ، ګيډي) څخه پيلوي چي مختلفي مرحلې لري ، لومړنۍ لويه او حير انونکې مرحله يې دماشوم زيږيدل دي نوې نړۍ ته يعني تر نهو مياشتو وروسته ماشوم نور له طفيلي حالته څخه راوځي، خپلواک او ازاد ژوند ته ، تنفس خپله کوي، غذا خپله لارسه کوي، دمحيط سره سازش او توافق ته مجبور وي او داسي نور خپلواک کارونه خو بياهم دخپلي طفيلي ناتوانۍ په وجه نوروته اړ دی چي هغه مراحل يې موږ په تير درس کي ولوستل، دلته دانکشافي روانپوهنې دوهم پړاو ، دتنکيو ځوانانو ، زيات تاکيد کوي، که څه هم انکشافي ارواپوهنه د انسان ژوند نطفې له انعقاد او تولد څخه تر مرګ پوري کتنه کوي خو دلته له ماشومتوب څخه وروسته ، د (نوي ځوانۍ) انکشاف د ارواپوهني له مخي تر مطالعې لاندي نيسو:

الف : له تولد څخه وړاندي محيطي عوامل:

له تولد څخه مخکي محيطي عوامل د فرد پر انکشاف مهم تاثير لري چي دلته يې له مهمترينو څخه يادونه کوو:

۱ـــ د مور سِن (عمر):

ارواپوهان او روغتيا پالان وايي په ټوليزه او کُلي توګه هغه ښځي چي دصحي غذايي او محيطي مراقبتونو څخه برخمنه وي ، کولای سي چي په هر سِن کي اولاد وزيږوي   او خپله هم سالمه پاته سي.

خو ډيری متخصصان په دې باور دي چي د حاملګۍ لپاره بهترين وخت له (۲۰)شلو تر ((۳۵) کالو پوري وي.

تر شل کلنۍ کښته عمر ، دکم انکشاف او لږ وزن په دليل ،لکه: کم خوني، دحاملګۍ ستونزي ډيري وي.

دغه خطرات د دې باعث کيږي چي ماشوم نارس او ناوس نړۍ ته راسي او د محيط سره د سازش له ناتوانۍ څخه ومري.

۲ـــ تغذيه : حاملې ميندي بايد مناسب غذايې رژیم ولري ، ترڅو وکولای سي چي سالم ماشوم نړۍ ته وزيږوي او هم خپله سالمه پاته سي .

۳ــ درمل او نشه يې توکي :او ځيني درمل د حاملګۍ په وخت کي پر جنين باندي منفي تاثير لري ،لکه : شراب، تارياک، هيروئين، نيکوټين ياځيني قوي انتي بيوتيک ، او نور مواد پر جنين باندي زيانمن او مخرب تاثير لري ، ډيری هغه ماشومان چي ميندي يې پورتني درمل او يانشه يې توکي   کار کړي وي ، په رواني او رفتاري اختلالاتو او ګډ وډۍ اخته وي.

۴ :د مور ناروغي : دمور ويروسي ناروغۍ، سرخجه(   )، آبله مرغان(   )، دبار دارۍ په لومړيوکي ډير خطرناک وي، يوه لويه خطرناکه ويروسي ناروغي دبار دارۍ په لومړيو مياشتوکي سرخجه (     )ده چي کيدای سي   ماشوم کوڼ ، ړوند او ياهم په ذهني وروسته پاته والي مبتلا سي.

۵ــ دمور اضطراب او پريشاني:،که څه هم دمور دعصبي سيستم او جنين ترمنځ هيڅ مستقيم ارتباط وجود نه لري اماد مور عاطفي حالات ،لکه: نفرت، ويره او داسي نور… پرجنين باندي غير مستقيم تاثير لري.

تر تولد وروسته محيطي عوامل

۱ــ اجتماعي او فرهنګي محيط : په هره ټولنه کي مختلف رواجونه، او په مجموع کي يو خاص فرهنګ حاکم وي. چي هره کورنۍ هڅه کوي چي خپل اولاد د ټولنې له حاکم فرهنګ سره اشناکړي . دمثال په ډول افغانستان کي يوه کور کي تر ۵۰ تنو پوري لویان او ماشومان هم ژوند کوي ، والدين کوښښ کوي چي خپل اولاد په ګډ ژوند بلد کړي . خو داحالت بيا په اروپا او یا هم چين چي يو يا دوه اولادونه زيږوي او يا نورو هيوادونو کي فرق کوي ،هلته د اولادونو کمښت او دهرې کورنۍ د بېلوالي شرايط مطرح کوي.

۲ــ اقتصادي محيط :کله چي ماشوم دنياته راځي د والدينو له لوري ځينو اقتصادي امکاناتوته اړ تيالري . دامعلومه ده چي هغه کورنۍ او ټولنې چي په اقتصادي لحاظ په لوړه کچه کي قرار لري ، ماشوم او نوی ځوان له کورنۍ څخه تر ښوونځي پوري د ژوند د بېلابيلو محيطي امکاناتو څخه برخمن وي ،لکه : قرطاسيه مواد، غذا، لباس ، دلوبو سامان او نور امکانات چي خپله د ماشوم پرذهني انکشاف او روان مثبت تاثير لري،ځکه خو په ټولنه کي ځان خوار او حقير نه ګڼي هر څه ته يې چي زړه او اړ تياوي هغه ورته مساعديږي او له ذهنې پريشانۍ خلاص وي.

۳ـــ کور نۍ محيط : د والدينو تر منځ عاطفي اوسوليېزي اړيکي او همدا ډول د او لادونو سره ښه چلند دماشوم پر جسمي او رواني انکشاف ډير مثبت اغيز پريباسي.

دماشوم د انکشافي ار واپوهنې يو دپام وړ بحث هم د والدينو ترمنځ خپل منځي اړيکي دي چي د والدينو چلند له خپلو اولادونو سره توند يامینه ناک دی، منع کوونکی او يا ازاد دی ، يعني د خپل د فرهنګي محيط سره سم د ماشوم پر انکشاف دپام وړ تاثیر واچوي ، لکه مخکي چي ورته اشاره وسوه ، دکورنۍ اقتصادي وضعه ، دکورنۍ د افرادو تعداد، د والدينو رواني وضعه ، دوالدينو تحصيلات ، دوالدينو پاملرنه، د وروڼو او خويندو ترمنځ   روابط زیات موثر دي او نور

پورتني عوامل دماشوم او نوي ځوان پرانکشاف د اهميت وړ دي.

نور …..هم سته

One thought on “انکشافي ارواپوهنه، د نوي ځوانـــــۍ او ځوانــــــۍ مرحلې”

ځواب ورکول Ihsanullah Elham ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *