ژباړه او ټولوونه : شريف الله دوست(سرواني)

د نوي ځوانۍ احساسات :

هر ښار له ځانه څخه نقشه لري، چي بېله هغه لار پیدا کول او ژوند کول مشکل وي، نوي ځوانۍ ته د ننوتلو مرحله يوه نوي ښارته د د اخليدلو په څېر ده چي ډير څيزونه او شيان په هغه کي ، عجيب او بيګانه وي.

نوي ځوانان ځيني فکر ي اشتباهات کوي، چي به ټولنهکي د نورو سره په اړيکه کي يې ډير ژر احساسات را پاريږي او په شخړه کي لويږي ، له دې جملې څخه داچي ، زه نور غټ يم دنورو خبروته او غوږ نيولو اړتيا نه لرم ، زه بايد ځان له کور او کورنۍ څخه ليري کړم ، تر څو هغوي په ما باور وکړي، هيڅوک زما په کارونو کي د د خالت حق نه لري او څه ډول ټيپ او رفتار چي مې زړه وي هغه غوره کوم.

پلار ، مور او مشران مي زاړه سوی زما د احساساتو په درک نه پوهيږي او نور…

بُلوغ :

بلوغ عربي کلمه ده، دماشومتوب له حالته دنوې ځوانۍ حالت ته د انکشافي حد رسېدلو ته وايې.

بلوغ د انسان خاص نوي ځوانۍ انکشاف مهمه مرحله ده چي د غريزې غدو د رابيداريدو او فعالېدو په وجه په شخص کی را څرګنديږي چي يو تعداد جسمي او رواني علايم هم ورسره ملګر ي وي.

الف: د بلوغ ډولونه:

مدني بلوغ:

دنهايت بدني انکشاف لرونکی دی چي د اندامونو د انکشاف اوج او کمال يې ۲۳ ــ ۲۵ کلني ده.

جنسي بلوغ :

هغه مرحله چي فرد دجنسي نقش د ترسره کولو او مثل د توليد توانايې ولري.

شرعي بلوغ :

داهغه د انکشاف مرحله ده چي شخص بالغ او مکلف کيږي چي ځيني فرايض ، واجبات ، سنتونه او نورو شرعي مکلفيتونو ته غاړه کښېږدي ، لکه لمونځ، روژه او داسي نور…

اجتماعي بلوغ :

هغه مرحله چي شخص دکور دکارونو دترسره کولو قدرت پيداکوي او په څنګ کي يې ۱۸ کلنۍ ته په رسیدو دځيني سياسي حقونه ، لکه د رايې د استعمال حق پيدا کوي ، همداډول دې وخت کي قانون ته هم ځواب ويونکی وي.

اقتصادي بلوغ :

نوې ځوانان په دې وخت کي تر يوې اندازې   پوري د اقتصادي تدابيرو او درآمد ځواک پيداکوي ، کولای سي چي خپل پراموالو تصرف ټينګ کړي او دکورني خرڅ په اوچتولو کي ونډه واخلي.

د ار وا پوهانو له نظره د دې دورې خصوصيات

۱ـــ د انتقال دوره :

دې مرحلې ته ځکه د نتقال دوره وايې چي دسن په لحاظ شخص له وړوکتوب څخه دنوې ځوانۍ په لور انتقال مومي، يو څه استقلال ، پيداکوي او د لويانو نړۍ ته نژدي کيږي.

۲ـــ د اضطراب دوره :

د پريشانۍ او اضطراب دوره يې ځکه نوموي چي د بلوغ د خاصو شرايطو ، په رامنځته کيدلو،لکه دجنسي غدو فعاليدل، د يو شمير کورني او اجتماعي مسئوليتونو او مکلفيتونو سره مخ کيږي.

۳ـــ د نافرمانۍ دوره :

داچي نوی ځوان دې وخت کی د لويوالي او استقلال احساس کوي ا ود ځان جوړوني په لټه کي وي او غواړي چي په يوا زيتوب سره د ځان لپاره دلوړ شخصيت جوړولو لاري وسنجوي ځکه نو کله – کله د لویانو له ویناوو نافرماني کوي.

توصيه :

اروا پوهان ټينګار کوي چي داد هر نوي ځوان حق دی چي استقلال طلبه او ازادي غوښتونکی و اوسي ، ځکه چي استقلال طلبي د لويوالي لپاره دچمتو کېدو طبيعي لامل او تمايل دی چي انسان ورته اړتيا لري، والدين او مشران هم بايد ديوه ځوان روحيات او غوښتنې   تر يو ځايه درک کړي اوهغوی ته مثبت ځواب و وایې ، له نوې ځوانانو سره دي لانجه او توند چلند نه کيږي ، بلکي په ډېره نرمۍ او خوشحالۍ سره دي دنويو ځوانانو مسئوليتونه ، مکلفيتونه او حقونه هغه چي په اسلامي ارشاداتو او ټولنيزو ادابو، کورني او هيوادني قوانينو کي ورته پيش بيني سوې ور وښودل سي او قناعت منونکي ځوابونه ورکړل سي.

تعليم او تر بيه ، دنوې ځوانۍ په دو ره کي

تعليم – تربيه او دنوې ځوانۍ ځانګړني:

په دې مرحله کي هم والدين او ښوونکی بايد دنوې ځوان دتعليم او تربــيې په لاره کي د ډير ژور دقت او احتياط څخه کار واخلي ، ترڅو نوی ځوان هغه که نارينه وي یا ښځینه   تعليم او تربيې ته دسالمي او سوله يېزي لاري تشويق سي نه داچي والدينو او ښوونکو په ډير توند او تاوجن چلند ، يې زړه تور سي او بلاخره علم او پوهه ورڅخه پاته او له تربيې څخه سرغړونه وکړي ، ځکه داحالت ډېرحساس او نازک دی چي نوی ځوان پخپله د يو شمېر ناسمو ، رواني او فزيکي ننګونو سره مخ وي چي څويې په لاندی ډول ، ښيو:

۱ـــ توند احساسات :

دنوې ځوانۍ له ځانګړتيا و څخه يو هم احساساتي کېدل دی چي د خښم ، بې حوصلګۍ ، غوسې کولو ، فريادکولو ، ژر خوابدي کيدو سره مل وي، چي د سن په ډيريدو سره داحالات تغير کوي اورفتار یې معتدل حالت ته راګرځي . نو ښوونکی او والدين بايد د ده احساسات درکړي او په مثبت لوري همت او هدایت ورکړي.

د خستګۍ احساس :

دنوې ځوانۍ مرحله ار وا پوهانو له خستګۍ سره مل بللې ده ،ځکه بلوغي انقلاب ، له وړکتوبه راوتل، د ذهن تکامل، دجنسي غريزو، پياوړي کيدل هغه څه دي چي د نوي ځوان په ژوند کي دخسته ګۍ احساس پیدا کوي، کارته يې لاس نه ورځي، ځيني کارونه ناتمام پريږدي، ډير ژر په يوه کار کي تصميم نيسي.

منزوي والی :

ځيني نوي ځوانان دنوې ځوانۍ په مرحله کي د خپلې کورنۍ د اعضاوو سره په مشکل کي لويږي ، له هغوی ليري والی کوي او ځان په خيالي حالت کي احساسوي ، فکر کوي چي دشاوخوا وګړي يې دی نه سي درک کولای او ټول د ده دباطني ميل او هيلي پرخلاف عمل کوي.

ټولنيزي شخړې او تعارض :

معمولاً نوې ځوانان دژوندپه دې دوره کي ځينو اجتماعي مسايلو سره تضاد لري اوورسره موافق نه وي ، انقاد کول خو دهمکارۍ نه کول او تردې چي په ټولنه کي يوبل ته د توهين او سپکاوي ترحده رسيږي ، چي د والدينو ، مربـيانو او ښوونکو په سالمه مرسته د وخت په تېريدو دا حالت له منځه ځي او عادي حالت ته را ګرځي.

پر نفس د اعتماد نه لرل:

د نوې ځوانۍ په مر حله کي د اچي لويان او مشران پر خپلو کشرانو د يو کار په خرابـيدو سخت انتقادونه کوي ، له هغوی ډيره توقع کوي،کېدای سي په داډول يوازي انتقادونو، چي تشويق هم ورسره يوځای نه وي پرځان دبې اعتمادۍ يوه دوره تر شاپريږدي اوهره لحظه د برياليتوب پرځای دخپل ماتي او شکست وبـيره ورسره وي.

دنوې ځوانۍ په دوره کي انکشافي تحولات په اول کي د هورموني ترشحات په دليل جنسي وي او په يوه بحران اوړي او په اخرکي د اجتماعي ژوند د چمتوکولو له لاري اماده کيږي چي دبحراني حالته د را ايستلو لپاره نوی ځوان د والدينو ، مشرانو او ښوونکو لاس نيوي ته شديده اړتيالري.

له عقلي پلوه هم نوې ځوان دپام وړ انکشاف کوي او د مقايسه کولو په کمک کولای سي ځيني ستونزي او مسايل پيش بيني کړي او خپل بالقوه استعداد په بالفعل حالت واړوي او په کار يې واچوي.

د بدني تغيراتو سره په تخيلاتو ، تصوارتو، تمايلاتو، غوښتنو ، احساساتو او عواطفو کي هم تغيرات راځي.

دنوې ځوانۍ په مرحله کي استقلال غوښتنه له مهمو مسايلو څخه شمېرل کيږي اونوي ځوانان غواړي له مالي اومعنوي پلوه خود کفا سي چي داحالت د ده د باطني او دروني کشمش سبب ګرځي.

نوې ځوان هڅه کوي چي د ژوند هدف وټاکي او خپل ټولنيز هويت ثابت کړي نو هغه نوي ځوانان چي موفق هويت لري د ستونزو سره د احساساتو پرځای منطقي چلند کوي، هغه نوي ځوان چي ناموفق هويت لري ، دشکست (ماتي) تنهايې او بې کسۍ احساس کوي که چيري يې سمه روزنه او پالنه د والدينو او ښوونکو لخوا ونه سي ، کيدای سی دبحران په لور ولاړ سئ ، چي بيابه هم کورنۍ اوهم ټولنه ورسره په مشکلاتو کي اخته وي او د ټولو لپاره به سر درد وي.

One thought on “انکشافي ارواپوهنه، د نوي ځوانۍ او ځوانۍ مرحلې”
  1. ‌‌‌‌‌‌ډیره معنوي لیکنه ده الله دی تاسو ته توفیق درکړي کامیاب اوسی

ځواب ورکول ګل رحیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *