محمد عارف رسولي

سریزه

په دې لیکنه کې د ټولنو، شوراګانو او سازمانونو په هکله د پایدارۍ موضوع ته د درنو لوستونکو پام را اړوم. هغه دا چې له شورا، مدني ټولنې، فکري مرکز او یا هر بل سازمان څخه کله او په کومو شرایطو هیله کولای شو چې هم ښه خدمات وکړي، هر چاته ورسیږي، او هم د ډېر وخت لپار پایښت وکړي او تلپاتې شي.

زه فکر کوم په دې هکله د نړیوالې پرختیاي پوهې په رڼا کې کره معلوماتو ته لاسرسی د افغاني ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره یو اړین کار دی. خدای د وکړي چې په لاندې لیکنه کې مې د دې مهمې او نا پیژندل شوې موضوع حق سم ادا کړی وي.

د شوراګانو، ټولنو او سازمانو، وده، پایښت او خدمت

پرمختیایي پوهان وایي چې انکشاف یوه داسې پروسه ده چې ختم نه لري. تاسو نه شی کولای چې هغه بس کړئ او کار ودروی ځکه دا دوام لرونکی کار غواړي، که مو د پرمختیا پروسه بس کړه مخ په ځور به لاړ شئ. که هغه سازمان، شورا او مدني ټولنه او یا کوم سیاسي ګوند د خپلو خلکو د پرمختګ لپاره کار کوي هیڅ وخت د خپل سازمان له پرمختګ او انکشاف څخه غافله کیدای نه شي. هغه سازمان چې مدني بڼه ولري او په رضاکارانه توګه پکې خلک راټول او بسیج شي، ښه پلانونه جوړ، ورته زیرمې پیدا او خلکو ته په ریښتینې توګه کار وکړي ښې رهبرۍ، زیرمو، اړین ټولنیز چاپیریال، غوره قوانین او پوره وخت ته اړتیا لري.

ما له یو مجرب نړیوال کارپوه یوه لسیزه مخکې واوریدل چې لس کلونو مرستې او لاس نیوي ته اړتیا ده چې یوه مدني ټولنه او شورا په ټولیزه توګه ومني او ژمن شي چې هغوی به کارته دوام ورکوي. بیا لسو نورو کلونو ته اړتیا ده چې هغوی پخپله ګډ کار ته دوام ورکړي او ستړي نه شي، له خپلو تیروتنو او تجربو زده کړي تر څو سازمان او ټولنه یې په رښتیا پوخوالی ومومي، تلپاتې شي او ښې لاسته راوړنې ولری.

د دې واقعیت بیانول موخه دا نه ده چې د اوسنیو شوراګانو او مدني ټولنو کړنې او لاسته راوړنې زه بس او کافی وبولم او ننګه یې وکړم بلکه هیله داده چې موږ د ننګونو په ماهیت پوه شو که نه نو هیڅ هم نه شو ترلاسه کولای. شوراګانې او مدني ټولنې باید د کارپوهانو له نظره داسې کار وکړي چې، د نن کار یې تر پرونه او د سبا یې تر ننه ښه وي. دلته یوازې دې ته ګوته نیول کیږي چې زموږ روڼ اندي کادرونه نا هیلي نه شي او له کار لاس په سر نه شي.

پرمختیايي پوهان وایي چې سازمانونه لکه انسان غوندې د زیږون، ودې، کوچنیوالي، ځوانۍ، پوخوالي او کهولت مرحلې لري. کله چې سازمان نوی جوړشي، مشر او تشکیلات یې وټاکل شي هغه وزیږیږي. بیا ارزونې او ودې ته اړتیا لري. د سازمان وده پوره پوهه غواړي، په زیاتو ټولنیزو شرایطو او بستر پورې تړاو لري، ښه رهبري غواړي، ښه مقررات او نه ستړي کیدونکې هلې ځلې او غوره پلان غواړي. سازمان ته په کار ده د خپل ځان او خپلو توقعات مدیریت کړي، بیځایه باټې ونه ولي او مفتې وعدې ورنه کړي. دا ټولنې باید تر څه وخت وروسته ځان د بې پرې کارپوهانو په مرسته وارزوي، له خپلو تیروتنو او ښو لاسته راوړنو او لاملونو یې ځان خبر کړو. همدا رنګه، اړتیا شته چې شورا، مسلکي او مدني ټولنو او مرکزونو لپاره د اړینو تشکیلاتو او ښې حکومتولۍ اساسات لکه رڼه مقررات، ټاکنې، د کار ویش او نور رامنځته او په کله ورباندې عمل وشي تر څو هغه دوام وکړي.

د مثال په توګه د پرمختیا او انکشاف لپاره تر نظر لاندې پرګنې باید په ټولنو کې منظم او بسیج شي. مهمه مسئله داده چې پوه شو دا کار څنګه کیدای شي. که دلته د خلکو د ټولنیز بسیج پوهه له چا سره نه وي، ورباندې وخت او زیرمې و نه لګوي، اړین عامه پوهاوی رامنځته نه کړي، زیاتې بې باورۍ او سؤ تفاهمونه رامنځته کیدای شي او تر څه وخت وروسته هغه ټولنه او شورا له منځه ځي.

زموږ په ملک کې ستونزه داده چې یو شمیر خلک چې په شوراګانو کې راګیر دي، تر اوسه نه دي توانیدلي چې د پلان له مخې ښې لاسته راوړنې ولري. یوه ستونزه داده چې یو دا کار اسانه نه دی او له بلې خوا موږ په علمي پلان کولو باور نه لرو او په فرهنګ کې مو ورته ځای نه شته. بله ستره او دردوونکې ستونزه داده چې زیات روڼ اندي مو له لرې نیوکې کوي، دې غونډو ته نه راځي، نه ځان ورباندې خبروي یوازې په اوازو پسې ګرزي. خو هو! داسې خلک هم شته چې تر کره څيړنې وروسته سم نظر ورکوي او سمه نیوکه کوي چې باید هر کلی یې وشي.

د شوراګانو او ټولنو په مخکې خنډونه

د دې شوراګانو او ټولنو لپاره د بقا او پایښت ستونزې ډېرې وي، بریا یې په ټوله نړۍ کې چې ثابث دولتي نظامونه لري خورا ستونزمن کار دی او د زیات بحث او څیړنو موضوع ده. د دریمې نړۍ په هیوادونو کې چې فقر، بیسوادي او محرومیتونه زیات وي، ټول خلک د سازمان او ټولنې په وده نه پوهیږي، د ارزونې او تحلیل قوه یې کمزورې او د ناندریو ډګر ښه تود وي، نه په پلان باور لري، نه کومو مقرراتو ته تن ورکوي، نو ځکه کومه سمه لاسته راوړنه نه لري او زر په ګیلو او ناندریو پیل وکړي او د خپلو پاته راتلو ملامتي په یو او بل اچوي.

لمړی هغه څوک چې کوم سازمان او ټولنه رامنځته کوي ټول کیدای شي، یو ډول تجربه، پوهه، هیلې او اجندا ونه لري. ځینې به غواړي د ټولنې او شورا په مرسته خپلې موخې تر لاسه کړي، ځینې نور به دخلکو خدمت کول غواړي خو د پرمختګ او سازمان د ودې د پروسې له ټولو پیچلو پړاوونو به خبر نه وي، په لمړي سر کې یې هیلې او توقعات لوړ شي، نورو ته هم وعدې ورکړي او کله چې سمې لاسته راوړنې ونه لري ناهیلي شي.

د دوی بله ستونزه دا وي چې عامو خلکو ته د ممکنه مشارکت او ګډون زمینه نه شي برابرولاي. که خلک د شوراګانو په چارو کې په یوه او بل ډول ګډون وکړي توقعات یې پخپله مدیریت کیږي، ځکه هغوی په شته ستونزو او فرصتونو ښه پوهیږي او ونډه اخلي.

بله یوه کره ستونزه دا وي چې، د هغې ټولنې نور عام خلک چې شورا او مدني ټولنه پکې رامنځته شوې په لمړي سر کې د دې کار په اهمیت نه پوهیږي، ټولنیز کار او پرمختیایي پروسې ته وخت نه ورکوي او په شخصي کار و بار لګیا وي او په ټولنیزو کارونو، شوراګانو او ټولنو ملنډې وهي. خو کله چې شورا یا کومه مدني ټولنه یو څه لاسته راوړنه ولري، یو څه ټولنیز پرستیژ تر لا سه کړي د نورو هم ورته پام شي. ځینې ورسره یو ځای شي، یا پخپله کار پیل کړي او ځینې نور کرار ناست وي خو نیوکي کوي، وچ او لانده ټول سوځي، که هرڅومره د شورا او یا مدني ټولنې دروازه یې په مخ خلاصه وي خو د چکر او انډیوالانو سره د میلو په ځای شورا او مدني ټولنو ته سر نه ورښکاره کوي چې په هر څه ځان سم پوه کړي، یا ورته لاس ورکړي او یا په خپله لاس په کار شي او د خلکو خدمت ته مټې راونغاړي. دا خلکو تر ډېره د مثبتو نظریو په ځای په منفي انګیرنو کې راګیر او عکس العملي دریځ خپلوي. که هیڅ هم نه کوي خو دی ښه دی او نور ټول بد او معامله ګر دي.باور وکړی ډېر داسې کسان پیژنم، نوم یې نه اخلم چې د تیر ټول کال په بهیر کې یې غوښتل چې یو ځلې د خپلې کورنۍ له ځوانانو سره پغمان او یا قرغې ته د جمعې په ورځ لاړ شي خو د همدې شوراګانو، مدني ټولنو او ټریننګونو له کبله نه دی توانیدلی. که هغه دا کار د خپلو خلکو لپاره د کار او خدمت لپاره نه وي کړی، او که اوس موږ ورپسې بد رد ووایو فکر نه کوو چې د رضاکارانه خدمت کولو لاره په ټولنه کې بندوو، زه قضاوت تاسو باوجدانه لوستونکو ته پریږدم.

شورا او ټولنه جوړول یوه پرمختیايي پروسه ده

نن سبا پوهان په دې باور دي چې پرمختیا (انکشاف) یوه نه ختمیدونکې پروسه ده  او ډول ډول علمي، مدیریتی، رهبري، تحلیلي، ټولنیزې، اقتصادي او ایکالوژیکی اړخونه او نور لري. په انکشاف کې موخې، زیرمې، پروسه او پایلې ټول مهم دي. موږ باید روښانه موخې ولرو، بشري او مالي زیرمو ته لاسرسی ولرو او پروسه بیا موږ ته راښيي، چې کوم کار کله، ولې، څنګه او د کوم پلان له مخې وکړو.

د سازمانونو او ټولنو یوه بله ستونزه دا وي چې راټوکیدلي توقعات نه شي مدیریت کولای. خلکو ته وعدې وکړي او فکر نه کوي چې دا کار کله موږ کولای شو. زما ښه په یاد دي چې کله موږ په ډاکار موسسه کې د پنځو راتلونکو کلونو لپاره پوره بودجه، نور امکانات او ښه پلان لرل خو خپلو کارمندانو ته مو اجازه نه ورکوله چې خلکو ته دا خبره روښانه کړي، ځکه موږ ویره درلوده چې د خلکو هیلې په پورته لاړې شي که دا ټول ورسره و هم کړو بیا به هم دوي خوشاله نه وي. نو زموږ ستراتیژي دا وه چې عمل ډېر او ویل لږ وکړو.

د نړۍ یو نامتو کارپوه او په پرمختیایي او انکشافي چاروکې مخکښ متخصص وایي چې محرومو خلکو ته د خدمت ترټولو ستونزمنه او خطرناکه مرحله هغه ده چې خلک ټولنیزو فعالانو ته درناوی پیل کړي. په لمړي پیل کې خلک د هغوی په موخو نه پوهیږي، ملنډې ورباندې وهي، څوک ورسره مرسته نه کوي او ان په تهمتونو یې باروي او په ډبرو یې ولي. خو کله چې هغوی کار او هڅو ته دوام ورکړي او په هڅو کې یې د بریا څرک را برسیره شي، نو د خلکو هیلې ورته راټوکیږي او ورته احترام شروع کړي. ډېری دا مدني، ټولنیز او پرمختیايي فعالان فکر وکړي چې موخه یې تر لاسه کړه او خلک ورڅخه خوشاله دي او خپلې هڅې پریږدي. تر څه وخت وروسته بیا چې هر څّه سره وپاشل شي دوی، د خلکو هیلې په ناهیلیو او امیدونه په مایوسیو واوړي. خلک بیا د کرکې په سترګه ورته ګوري او هغه احترام له لاسه ورکړي. نو اړینه ده چې تلپاتې کار او هڅو ته د خلکو په مشارکت او ګډون د رغنده پلانونو له مخې دوام ورکړو او تلپاتې پایلې رامنځته کړو.

رغنده بحث او جوړونکی دریځ

پراختیا او انکشاف یوه پیچلې او نه ختمیدونکې پروسه ده. عامه پوهاوي، رغنده او جوړونکو بحثونو، سم ټولنیز او سیاسي چاپیریال او کارپوهانو ته اړتیا لري تر څو د هغه په بهیر او مرسته د خلکو اذهان پرمختګ ته برابر شي او په مخکې پرتو خنډونو یې بری ومومي. په ټولنو رغنده نیوکې خورا ګټوره ده، خو دا باید هلته وکړو چې په برخه کې تجربه ولرو، اهل نظر یاستو، له شواهدو او بیلګو سره هم نیوکه وکړو او هم د حل لارې په ګوته کړو. باید مخامخ له له جوړونکي دریځ سره له شورا یا مدني ټولنې سره خبرې وکړو او نظر ورسره شریک کړو او د هغو دلیلونو، ننګونو او ستونزو ته هم غوږ کیږدو.

که له ټولنیزې میډیا لکه فسبوک او نورو څخه سم کار واخیستل شي کیدای شي ښه زده کړه ورڅخه وشي. نن سبا پوهان باور لري  چې بحث که په سړه سینه وشي، د بحث ګډون کوونکي بیله کره معلوماتو یو په بل له تهمتونو تیر شي،  مخکې له مخکې خپل فکرونه محدود نه کړي، لمړی په خپل دریځ او بیا د نورو خلکو په اندونو او نظریو په جوړونکې فضا کې سوال او شک وکړي، ومني چې کیدای شي که د هغوی استدلال سم نه وي یا لږ تر لږه شک وکړي چې هسې نه چې حقیقت به چېرې په منځ کې وي، باید خلکو ته په غور غوږ ونیسي او د حقایقو په لټه کې وي. که دا کار وکړي له بحث څخه به هم خوند واخیستل شي او هم به حقایق روښانه شي. خو که بیله پوره معلومات او ټولو اړینو شرایطو پیژندلو او بلې خوا له دریځونو د پوره خبرتیا پرته په نیوکو پیل وشي او که هر څه تشریحات ورته وکول کیږي غوږ نه پرې ګروي بیا نو هغه بحث کومه ګټه نه لري.

همدارنګه، که د مدني ټولنو، شوراګانو، فکري مرکزونو او نورو سازمانونو د کار، ودې او خدمتونو په هکله موږ د رغنده او جوړونکي بحث څخه ګټه پورته کړه، غونډو او مجلسونو ته ورغلو، مرسته مو ورسره وکړه، که موږ ځان پاک خلک بولو یقین دی چې د ځان سره به ځینې هم فکره او ملګري هم پکې و مومو. کله چې موږ دا کار وکړو نو شته تشې به هم راته ښې څرګندې شي، په واقعیتونو به لکه څنګه چې دي هغسې په سوچه توګه سم پوه شو. د دې ویره به هم نه وي چې په منفي افکارو کې راګیر شو، ښو او بدو ته په یوه کچه نه بد نه وایو او په خلکو به بیځایه تهمتونه نه پورې کوو. که موږ له لرې قضاوت او پریکړې کوو، په خلکو او ټولنو د معامله ګرو نومونه ږدو، د ګډ مخه د تل لپاره ډب کوو.

خپله لاس په کار کیدل

که نه شو کولای چې بل چا، کومې ټولنې، شورا او سازمان ته د همکارۍ لاس ورکړو نو باید پخپله لاس په کار شو او په هغو برخو کې د خپلو خلکو خدمت وکړو چې تر نورو یې ښه کولای شو. په یوه سیمه کې به سمه نه وي چې ډېرې قومي شوراګانې جوړې شي، او که شتون ولري نو باید د ټکر په ځای له یو بل سره د ګډ کار لارې ومومي. خو ستونزه نه شته چې بله کومه ټولنه او فرهنګي خوځښت رامنځته کړو.

که موږ له کومې شورا سره همغږي کیدای نه شو او هم که موږ توان لرو ولې د خپلو خلکو په کومه ځانګړي مسئله او ستونزه تمرکز ونه کړو لکه د ظرفیت لوړولو، ټریننګونو، لیکنو، اخبار او مجلې را ایستلو، د فرهنګي او یا فکري مرکز رامنځته کولو او نورو له لارې خپلو خلکو ته خدمت نه کوو نو له انصافه به لرې وي چې په نورو پسې بد وایو او نومونه ورباندې ږدو.

2 thoughts on “انکشاف یوه نه ختمیدونکې پروسه ده/ محمد عارف رسولي”
  1. سلا
    پو هه انکشاف دى او پر مختګ
    د يوې ټولنې پياوړتيا او ابادي ده چې
    هېڅ ډول
    هيله، پلمه، سا زش، او مصنوعي جوړ جاړئ نه شي منلۍ
    دا چې مونږ ولې له دې جنجالو نو، کشالو او کړکېچونو سره مخامخ يو
    دغه خبره زمونږ د ټولنې د فرهنګ په لحاظ ډير وجوهات لري
    هره برخه ېې پوهو کسانو ته ضرورت لري چې د ترميم په مثبته اړخ ېې کار وکړي
    په هر حال ستا ټولې ليکنې زموږ د ټولنې لپاره د پوهې او اګاهي برخه ګڼل کيږي
    خداى (ج) د وکړي چې زموږ ولس له وچ سياست څخه راووځي او د هېواد په نورو برخو باندې سوچ ووهي خپل فرهنګ له پردي فرهنګ ليرې وساتي دروغجنه محافظه کاري نوره پريږدي او کار اهل کا ر ته وسپاري
    په ملګرو ملتو کې او پا د سترو هېوادونو په سفارتونو کې بايد څه ډول کسان له افغانستان څخه نمايند ګي وکړي؟ يو سور پرچمي په کلونو په ملګرو ملتو کې دافغانستان استاذي وو تاسې ظاهر طنين له مرحوم کاکړ سره مقايسه کړي او بيا قضاوت وکړيففي
    تاسې په امريکا کې يو ماشوم فير له استاد ترکي سره وڅېړي؟
    مشت نمونه خروار

  2. سلام
    د رغنده دريځ يوه برخه
    پو هه انکشاف دى او پر مختګ
    د يوې ټولنې پياوړتيا او ابادي ده چې
    هېڅ ډول
    حيله، پلمه، سا زش، او مصنوعي جوړ جاړئ نه شي منلۍ
    دا چې مونږ ولې له دې جنجالو نو، کشالو او کړکېچونو سره مخامخ يو
    دغه خبره زمونږ د ټولنې د فرهنګ په لحاظ ډير وجوهات لري
    هره برخه ېې پوهو کسانو ته ضرورت لري چې د ترميم په مثبته اړخ ېې کار وکړي
    په هر حال ستا ټولې ليکنې زموږ د ټولنې لپاره د پوهې او اګاهي برخه ګڼل کيږي
    خداى (ج) د وکړي چې زموږ ولس له وچ سياست څخه راووځي او د هېواد په نورو برخو باندې سوچ ووهي خپل فرهنګ له پردي فرهنګ ليرې وساتي دروغجنه محافظه کاري نوره پريږدي او کار اهل کا ر ته وسپاري
    په ملګرو ملتو کې او پا د سترو هېوادونو په سفارتونو کې بايد څه ډول کسان د افغانستان څخه نمايند ګي وکړي؟ يو سور پرچمي په کلونو په ملګرو ملتو کې دافغانستان استاذي وو تاسې ظاهر طنين له مرحوم کاکړ چې د تاريخ يو ستر عالم سره مقايسه کړي او بيا قضاوت وکړيففي
    تاسې په امريکا کې يو ماشوم سفير له استاد ترکي سره وڅېړي؟
    مشت نمونه خروار

ځواب ورکول ګع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *