تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یوه ښځه د لومړي ځل لپاره د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته ونوموله.

انیسه رسولي لومړنۍ ښځه قاضي ده چې د هیواد تر ټولو د ستر قضايي اورګان یعني د سترې محکمې د عالي شوراغړیتوب ته نومول کېږي.

ولسمشر غني تېر کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین په مهال ژمنه کړې وه چې یوه ښځه به د سترې محکمې د غړې په توګه معرفي کړي.

د سترې محکمې ريیس او د عالي شورا غړي د ولسي جرګې تایید ته اړتیا لري.

ولسمشر وویل چې له دیني عالمانو سره یې مشوره کړې او د سترې محکمې په عالي شورا کې د ښځې غړیتوب قانوني او مذهبي ستونزه نه لري.

ده وویل چې ښځې له کلونو راهیسي له خپلو روا حقونو بې برخې شوي او باید دوی ته خپل حق ورکړای شي.

ده دې ته په اشارې چې ښځې په ټولنه او حکومت کې مهم رول لري، وویل:«دوی به زموږ په حکومت او د ټولنه کې بشپړه ونډه ولري.»

2 thoughts on “انیسه رسولي د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته معرفي شوه”
  1. محترم ولسمشره! د عا لما نو شورا تا سې ته ویلي دي چې دا مو ضوع شرعي مشکل لري، ته هسې وایې چې عا لما نو ماته مشوره را کړې، په دې ملک کې نور حیا تې کا رونه په ټپه ولاړ دي ، خلک خپل کا رو نه له لا سه ور کوي خلق ډوډ ۍ نه لري په ټول ملک کې مو جنګ دۍ په لسها وو ځوا نان په ورځ کې وژل کیږي، زموږ اردو ، پو لیس یا د ملي امنیت کسان او یا هم نور عا دي افغا نان په وینو کې رغړي او ته دې ته تمبه یې چې یوه ښځه د قضا په عا لي شورا کې ور د ننه کړې چې زموږ د ټولنې د وګړو لپاره هیڅ ګټه نه لري ، حسا سیتونه را پاروي ددینې احکا مو سره په ټکر کې ده یوازې خا رجیان پرې خو شحا لیدای شي پردۍ آجندا وې په دې ملک کې پیاده کوې ،خا رجیان خو شحا لوې او وطن د بر باد کړ ، الله د هر څومره ژر چې کیږي ور ک کړه ددی سره سره چې ما دوه ځلې رایه در کړې ده اوس سخت پښیمانه یم ،

  2. واقعیتونه !نن سبا ومحکمونه او څارنوالیونه هزده هارونه جوړ شویدی خدای دڅوک نه تهمتی کوی ډیر دروازی په وټکوی څوک مو ملګرتیا نکوی څارنوال دغږ نه اوری قاضی دغږ نه اوری پروت به وی درد به دعلاج نلری زما یوه تقلبی دوسیه دخوست دسبقه غدار او بیکاره بیسواده والی په فر مایش او دڅارنوالانو او قاضیانو په مستقیمه همکاری دجغل او تذویر او رشوت اخیستلو په نوم جوړه شوه او دغه تقلبی دوسیه کی قانونه ته بل ډول محتوا ورکړی شویه قاضی صیب تواب جان نوم لری دخوست داستناف محکمی ریس وو والی جبار نعیمی یوه نمبره څمکه ورکړه او څارنوال خلیل غیرت هم صرف ددی لپاره جه زما دژوند دتباهی سبب شی ؟ما څه کړی یوه دتبادلی دڅمکی موضوع دریس دولت په فرمان او دمحکمی په فیصله او دلوی څارنوال په تایید کار کړی وبس دا واقعیتده واقعیت ده واقعیتده خو بی فرهنګه او بی وطنه قاضیانو او څارنوالانو دری کاله زما دوسیه کی کارکوی دقانون نه یی بل څه جوړ کړی دیته قاضی ویل کیږی؟ دیته څارنوال ویل کیږی؟ دخدای په لوی قهر دکاکړشی دغسی فاسد قاضیاو فاسوڅارنوال او فاسد والی دیری در وازی می وټکولی څه تری جوړ نشول خوصله اخیرته رسیدلی دوستانو نظر راکړی دژوند اخری شیبی دی ددی لپاره چه ددغه جنایت کارو رسوای شوی وی غواړ م دستر ی محکمی په دروازه کی څانته اور واجوچوم زما په شان په زرهاو نور انسانانو لپاره دخلاصون لاره پیدا شی ډیر ژر مشوره راکړی دژوند نه نور سټړی یم ستاسو دمشورو په انتظار

ځواب ورکول sayedrahman.ziarmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *