کتابونه یې په غیږ کې نیولی و. بس ته ولاړه وه. شاته یې ودریدم. د عطر بوی مې حس کړ، ورته ومې ویل:
-واه واه
دې پوړنی پر سر سم کړ او شاته یې ونه کتل. څټ مې وګیراوه او د ونو خواته تیر شوم:
« سبا به په ټولګي کې څرنګه ورته ګورم»
د بس غږ شو. بیرته ورو ورو تمځي ته وګرځیدم. دا لا نه وه تللې. له لرې راته مسکۍ شوه. راته ویې ویل:
« د تاریخ نوټ دې سم اخیستی»
له ماسره تیار و، ورته ومي نیوی. دې یې پاڼې واړولې راواړولې. بس ته سره وختو. نوټ یې رامخته کړ:
« ته یې اوس واخله سبا به یې بیا کاپي کړم»
« خیر دی که ستا پکار وي پروا نه کوي درسره وي دي»
دې سر وخوځاوه او له خدای پاماني سره له بسه کوزه شوه. ما پسې وکتل. دا مخامخ کوڅې ته روانه شوه او شاته یې ونه کتل.
د تاریخ د نوټ پاڼې مې بوی کړې:
« په فیسبوک کې به ورته ولیکم چې شاته دې ونه کتل»
« اول ځل مې هم ډيره وارخطایي وکړه باید دریدلی وای»
په کور کې مې فیسبوک پرانیست. د دې مسیج راغلی و. موټ مې ټینګ کړ، شونډه مې په غاښ کړه او پیغام مې ولوست، راته لیکلي یې وو:
« که څوک په کوڅه او بازار کې نجونو ته اه او واه وکړي هغوی ته به زده کړې سخته نه شي».
موبایل مې پر توشک واچاوه او سر مې پر دیوال تکیه کړ.
پای
لنډه کیسه
زه او کلیوال مي په کلي کي یو او بل پېژندل او ډېر زړه ته راتیر ملګري وو، یوتر بله به مو د زړه رازونه شریکول، یو ورځ ګران ملګری احمد راته وویل: خانه! اقتصادي مشکلاتو ډېر ځورولی یم، ده به ماته هر وخت د خان په نامه وویل، په خندا مو ورته وویل: احمده! زه خو کوم مالداره او بډای نه یم چي ته ماته خان وايي، احمد! په دې خاطر چي د ورور په شان راباندګران ئې، ما ور غبرګه کړه خیر خو وو احمده وایه څه دي په زړه کي وه، ما او احمد چي تر یوې سمسوري وني لاندي چي ښې خواته روڼي بهانده اوبه بهېدې او هري خواته چوپتیا خوره وه. د چوغکو چغهاری موتر غوږو کیده یوې وني ته دواړو په ارام فضا کي ډډه وهلې وه.
داسي احساس مو کاوه چي تا به وویل ټوله نړۍ کي د امن او سولي غالۍ غوړول سوې. څه دي سر په له ګرځوم کله چي ملګری احمد خبري راسره کولې، اواز ئې ژړغونی راته ښکارېده او څو شېبې وروسته ئې د سترګو څخه اوښکي را توئ سوې، ما هم خپل احساسات له لاسه ورکړه احمد ته مي وویل خیر خودئ ولي ژاړې؟ احمد! پرېږده ئې خانه چي خبر نسې ښه به وي، ما ورغبرګه کړه احمده! زه دي ډېر نږدې ملګری یم چي ماته دي د زړه حال ونه وايې نور به ستا څه غم وخوري، احمد چي د شایستو سترګو ئې اوښکي تویدې په ژړغوني اواز ئي وویل: خانه! تاته معلومه ده مور مي سخته ناروغه ده، پرون مي د تداوي لپاره روغتون ته بیولې وه، د ډاګټر ترکتو وروسته مورکۍ مو په انتظار ځای کي کښېنول او ډاکټر افضل لالا راته پټه اشاره وکړه او زه ئې خپل ځای ته وغوښتم او هلته ئې راته وویل: ګوره قربانه ! د مورکۍ اعلاج دي ناشونی دی، تداوي ئې نه کیږي، ددې خبر په اورېدو مي ټول وجود په لړزه او په بندوکي اواز په وارخطايي مي ورته وویل: ډاکټر صیب څه پیښه ده ژر راته وایه!
ډاکټر افضل لالا چوبه خوله پاته وو، ما رډ-رډ ورته کتل، څو شېبې وړاندي ډاګټر په سړه ساه راته وویل: مورکۍ دي د سرطان په ناروغي اخته ده. د دې اعلاج ناشونی دی. د ډاکټر افضل لالا د خبرو په اورېدومي پښې مړې سوی او لاندي ولوېدم . نیم ساعته وړاندي ډاکټر افضل لالا راته په مخ اوبه شندي او راته ئې وویل: قربانه! زه خو یو ډاکټر یم تر حقایقو نسم تیرېدلی ، که دي په دې خبره زړه راڅخه ازار سوی وي، عفه راته کوه دا دنیا هغسي هم فاني ده سبا به نه یم . احمد: نه ډاګټر صیب دا ستاسو وظیفه ده او باید په وظیفه کي څوک صادق او ایمانداره اوسي.
احمد خپله کیسه کوي او دلته اوښکي زما پرمخ د ناوې غوندي لاري جوړي کړي، زه ساده غوندي ناشونی اعلاج راته شونی ښکارېده او ملګری ته مي وویل: زه مي خپل هست او نیست ټوله ستا او د ستا د مورکۍ قربانولو ته تیار یم. مورکۍ به دي په مجهز او ښکلي روغتون کي تداوي کړو، ته مه خفه کیږه، ډېر ژر به که رب کول جوړه او روغه به سي، ما خپلي خبري نه وې خلاصي کړي چي احمد په خبرو کي راولوېده، خانه! تا زما سره ډېري نیکیاني کړي، دا ستا شه به تر قیامته هېر نکړم ، په لوړ او ژړغوني اواز ئې وویل: وه ساده ګله! د مورکۍ تداوي ناشونی ده ، ما او احمد خبري نوې خلاصي کړي چي احمد د مورکۍ د مړیني خبر راغی.
#شه_ملګری_د_ورور_غوندي_وي_او_د_بدي_ورځي_لاسنیوی_دي_کوي
لیکونکي: حشمت الله مجددي