یو کلیوال ملا کابل ته راغی، په پل خشتي جومات کې یې جمه ورکړه، په لمانځه کې سهوه شو، د سهوې سجده یې وکړه. تر لمانځه وروسته د محراب ملا ورته وویل چې ولې سهوه شوې؟ ده ورته وویل: انسان یم. هغه ورته وویل: زه دا پنځه دېرش کاله کېږي چې لمونځونه ورکوم او سهوه شوی نه یم؛ چې سهوه کېږې، مه مخ ته کېږه؛ زه حاضر او ته ځان مخ ته کوې! کلیوال ملا ورته وویل: که ته رشتیا وایې او دا دومره وخت نه یې سهوه شوی نو شیطان نه لرې او چې شیطان دې نه خطا باسي نو کافر یې. هغه ورته وویل: پلار به دې کافر وي، ته به کافر یې، دا څه وایې؟
لنډه دا چې لاس یې سره واچاوه، یو بل یې ژوبل کړل، خبره حکومت ته ورسېده او پوښتنې ورنه وشوې. په پوښتنو کې معلومه شوه چې د محراب ملا د دې وطن سړی نه دی، پرنګی دی. او په دې وخت کې له لندنه احوال راغی چې زموږ سړی راخوشي کړئ!
پاسنی حکایت مې د غزني د واغز له یوه ملا څخه د ۱۳۶۵ کال په ژمي کې په پیښور کې واورېد. د ملا صاحب زوی ناروغ و، د هغه د علاج لپاره پیښور ته راغلی و.
په پل خشتي کې د پرنګي د امامت خبره زموږ د ټولنې د شلمې پېړۍ یوه اوازه ده. اوازه معمولا شفاهي وي، له یوې خولې بلې ته رسېدلې وي، سپیناوی یې مشکل وي او دا نه معلومېږي چې دا خبره اول چا کړې ده. په ټولنه کې د استدلال کمزوري، بدګوماني، د ځینو کسانو دا ارزو چې ځان له پټو رازونو خبر وښيي او د ګڼو نورو کسانو دا شوق چې له حیرانوونکو رازونو خبر شي، ځینې هغه عوامل دي چې د اوازو له خپرولو سره مرسته کوي.
د اوولسمې پېړۍ یوه ایټالیایي ګرځندوی چې هندوستان ته یې سفر کړی و، په خپل کتاب ( سټوریا ډو مګور) کې د هغه وخت د هندي ټولنې ځینې اوازې خوندي کړې د ي. په دغو اوازو کې شاهجهان پاچا ډېر بدلمنی او عیاش معرفي شوی دی.
کمزوري او بې وسه کسان چې د شتمنو او پیاوړیو په مقابل کې د حقارت احساس کوي، معمولا له هغو خبرو خوند اخلي چې شتمن او پیاوړي ورسره بې شخصیته ښودل کېږي.
ټولنپوهان وایي چې که د ټولنې لپاره یو خبر مهم وي خو د هغه خبر په باره کې لازم او دقیق معلومات خپاره نه شي نو د اوازې زېږېدو ته لاره اوارېږي. څو کاله پخوا په کابل کې اوازه شوه چې مارشال قسیم فهیم مړشوی دی. دا ناسمه اوازه په بینوا ویپاڼه کې نشر شوه چې د افغانستان حکومت یې وقهراوه او نوموړې ویبپاڼه یې د څو ورځو په مخه بنده کړه.
اوازه ځکه خپره شوه چې د مارشال فهیم د صحت په باره کې خبر د ټولنې لپاره مهم و خو د هغه د روغتیا د وضعیت په باره کې هیڅ معلومات نه خپرېدل. ابهام او اهمیت چې سره یو ځای شول، د اوازې خپرولو ته یې لار پرانیسته. نن سبا ګڼې اوازې د رسنیو او په تېره نړیوال جال په ذریعه خپرېږی.
اوازه چې د تبلیغاتو یوه مهمه ذریعه ده، ممکن د سیاسي مقصدونو لپاره خپره شي. د دویم نړیوال جنګ په زمانه کې به سره صلیب په جاپان کې د بندي امریکایي عسکرو لیکونه د هغوی کورنیو ته رسول. په همدې کلونو کې په امریکا کې اوازه خپره شوه چې د یوه بندي عسکر کورنۍ د پوستې هغه ټکټ چې په پاکټ باندې لګول کېږي، رااړولی او د ټکټ په شا یې د خپل بندي پیغام لوستی دی چې جاپانیان د اسیرو عسکرو شونډې ورګنډي.دې اوازې په خپل وخت کې د امریکایي عسکرو د تسلمېدو له کمېدو سره مرسته کوله او دې ټکي ته څوک نه متوجه کېدل چې د سره صلیب د لیک په پاکټونو باندې خو پوستي ټکټونه نه لګول کېږي.
د اوازو راټولول او شنل د یوې ټولنې په باره کې ډېر څه رازده کولای شي. د ببرک کارمل د حکومت په کلونو کې په افغانستان کې اوازه وه چې د شوروي جوړ بوټونو په تلو باندې کلمه شریفه لیکلې ده. دا اوازه مې هم اورېدلې وه چې په کمونیستي دولت کې له بوډیو او بوډاګانو، چې کار نه شي کولای، صابون جوړېږي. یوه اوازه که هرڅو بې منطقه او غیرواقعي وي خو چې په ټولنه کې عامه شي یا ډېر عمر وکړي، په شننه ارزي.
بدی جاطر چی غضنفر صاحب ستاسو لیکنه مو تاید او تکمیل کړی وی. اوازی اکثرآ حکومتونه او یا ځینی سیاسی ډول په کار اچوی تر څو د یو هدف تر لاسه کړی. د مثال په ډول که کوم حکومت د د کوم مشکل سره مخامخ وی او ډاریږی چی ولس یی په مقابل کی راپورته نه شی یا احتجاجونه ونه کړی نو بیا داسی اوزه یا اوازی په کار اچوی تر څو د ولس پام له اصلی مشکلاتو بلی خوا ته واړوی. .همدارنګه سیاسی ډلی یا د حکومتونو مخالف ګروپونه اوازی پدی خاطر په کار اچوی چی حکومتونه کمزوری کړی او په مقابلی کی یی ولسونه راوپاروی.لکه ستاسو وروستی مثال چی کمونیستی حکومت د د صابون جوړول.
ښه شو چې له هغه بدمخي مبارک علي نه خو دې خلاص کړو، دا ستا خپلې لیکنې د مبارک علي له پلار نه هم ښې دي.
ګنډرۍ صاحب دا مبارک علی ته خو زما ډیره اندښنه شوه . که یی راوپیژنی؟