تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما او افغانستان ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره د سولې د خبرو د درول شوي پلان په اړه خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ له یوې اعلامیې سره سم ښاغلیو اوباما او کرزی د سې شنبې په ورځ په ویدیو کنفرانس کې همداراز افغان امنیتي ځواکونو ته د افغانستان د امنیتي چارو د سپارلو په اړه هم وږغېدل.
دواړو ولسمشرانو دا خبرې ارګ ته نژدې د وسله والو طالبانو د سې شنبې د ورځې له حملې وروسته وکړې چې له کبله یې داسي اندېښنه پیدا شوې وه چې ممکن په قطر کې د سولې د بهیر لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه ووځي.
اوباما ظاهراً د افغانستان ولسمشر وروسته له دې له طالبانو سره د سولې خبرو ته وهڅاوه چې ده تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو پر دفتر د اسلامي امارت د لوحې په اعتراض کې قطر ته د پلاوي له لېږلو ډډه وکړه.
سپینه ماڼۍ وايي، اوباما او کرزي ټینګار وکړ چې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې او پخلاینې بهیر په افغانستان کې او سیمه کې د تلپاتې ثبات او د جګړې د پای ته رسولو تر ټولو مطمینه لار ده.
دوی په خپلو یو نیم ساعت خبرو کې د افغانستان د سولې د عالي شورا او د طالبانو د صلاحیت لرونکو استازو ترمنځ د خبرو په هدف په دوحه کې د دفتر ملاتړ وکړ.
دواړو مشرانو د روانې میاشتې په لومړیو کې له ناټو څخه افغان ځواکونو ته د عملیاتي مشرتابه د انتقال او د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې د هلوځلو پر اهمیت، د ۲۰۱۴ کال انتخاباتو ته د افغانستان د تیاري، او د دوو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون په اړه هم خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ له اعلامیې سره سم ولسمشر کرزي د افغانستان د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو په اړه ولسمشر اوباما ته وروستي مالومات ورکړل. دواړو ولسمشرانو ازاد، شفاف او د اعتماد وړ انتخابات د افغانستان د راتلونکې لپاره حساس او مهم وبلل.
امریکا په وروستیو ورځو کې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره دیپلوماتیکې هلې ځلې تېزې کړي دي.
له ولسمشر کرزي سره د اوباما تر پرونیو ویدویويي خبرو مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له کرزي سره دوه ځلي ټېلفوني خبرې وکړې، وروسته یې د افغانستان او پاکستان لپاره خاص استازی جېمز ډابینز کابل ته واستاوه څو د ولسمشر کرزي هغه غوسه کراره کړي چې د قطر په دفتر کې د طالبانو د اسلامي امارت او بیرغ په وجه پارېدلې ده.
پرون په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم وویل چې د کابل حمله به د قطر د سولې پر بهیر اغېز ونه کړي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه غړي د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل چې د کابل حمله به د سولې دا پروسه زیانمنه نه کړي ځکه چې دا بهیر سیاسي دی او تراوسه پوري لا د طالبانو، امریکا او د کرزي د رژیم ترمنځ پر اوربند سلا نه ده شوې.
د طالبانو د دفتر دغه غړي، چې نوم یې نه دی ذکر شوی، د ټېلفون له لارې ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته همداراز ویلي:«د قطر د سولې بهیر په حقیقت کې د دې ډول حملو د درولو او د نورو وینو د بهېدو د مخنیوي لپاره ده.»
ده همداراز وویل چې باید له هیڅ حملې څخه د سولې د بهیر د درولو لپاره د پلمې په توګه کار وانخیستل شي
Karzai is powerless and he is afraid the Northern Alliance may get rid of him before the end of his term.
Karzai must talk otherwise the US may make a deal with Taliban behind closed-doors and Karzai is excluded from any future decision.