تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې مېشتو امریکايي پوځیانو ته اجازه ورکړه چې په جګړه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

له امریکايي پوځیانو څخه د ۲۰۱۴ کال په پای کې په جګړه کې د ګډون اجازه واخیستل شوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا یوه جګپوړي دفاعي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې دا پرېکړه به امریکايي پوځیانو ته د هوايي عملیاتو او له افغان امنیتي ځواکونو سره د هوايي ملاتړ اجازه هم ورکړي.

خو دغه چارواکي په عین حال کې وویل چې د دې معنا دا نه ده چې امریکايي پوځیان به په مستقیم ډول د طالبانو پر ضد عملیات کوي.

One thought on “اوباما خپلو پوځیانو ته د افغان ځواکونو په ننګه په عملیاتو کې د ګډون اجازه ورکړه”
  1. I thank Obama is never run away by Afghanistan and he is really about that issue and he never want to leave Afghanistan for other domination the same talk which he issuance for the Afghanistan people have reality in next time and many people look interested and some look uninterested because America always promise with Afghanistan people but they are not look trust is always wrong and incorrect

ځواب ورکول سید امین هاشمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *