تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو مخکښو کاندیدانو وغوښتل چې د رایو د شمېرلو او د واک لېږد په لړ کې ملي یووالی وساتي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له لومړنیو پایلو سره سم اشرف غني احمدزي په سلو کې څه باندې ۵۶ فیصده رایې ګتلي خو عبدالله عبدالله ته د منلو نه دي.

دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړتوب موافقه وکړه چې ټولې رایې دې بیا وڅېړل شي خو د رایو د تفتیش بهیر خورا سوکه دی. تراوسه پوري له ۲۳ زره رایبکسونو څخه یوازې شاوخوا زر صندوقونه شمېرل شوي دي.

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو دواړه کاندیدان وهڅول چې په ښکاره هغه سیاسي چوکاټ تایید کړي چې دواړو پرې پخوا موافقه کړې ده او د هغه د عملي کېدو پر جزییاتو خبرو ته دوام ورکړي څو افغانان پر روان انتخاباتي بهیر او د هغه پر پایلو باورمن شي.

د اوباما د پیغام اشاره د ولسمشرۍ د انتخاباتو بریالي کاندید ته ده چې ظاهراً نه غواړي ايتلافي حکومت جوړ کړي.

د سپینې ماڼۍ په وینا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له دواړو کاندیدانو، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي، وغوښتل چې د دې تاریخي واک لېږد په ترڅ کې په ګډه د ملي یووالي د ښودلو لپاره ګامونه واخلي.

سپینې ماڼۍ دا هم وویل چې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به له دواړو خواوو (کاندیدانو) سره سلا مشورو ته دوام ورکړي.

0 thoughts on “اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو وغوښتل چې ملي یووالی وښيي”
  1. سلام دى په تولو
    امريكا خوپه واروار ويل چى دچاپه كورنيو چارو كى مداخله نه كوو او پرته له دى دكرزى حكومت ته دامريكا دبهرنيو چارو په خوانى وزيرى هـيلرى كلنتن ويلى وه دنرى تر تولو فاسد حكومت ده ددى فاسد حكومت غرى خو تول دكابل بانك حرفوي غله چى عبدالله عبدالله يي مشرى كوى او كوله دى نو حًنگه احمدزى كولى شى چى ملى يوالى او ملى حكومت ورسره جوركرى له يوى خوا فاسد او له بلى خوا ملى شخصيتونه احمدزى صاحب دى خوله بيرته كرى چى حًه گلان يي كرلى حًكه اوباما ورته ويلى چى په شكاره سياسي چوكات جوركرى كوم چوكات احمدزى صاحب ورسره منلى ؟
    احمدزى صاحب كه د دى داچوكات په هكله خبرى نه كوى يا امريكايان اعلانوى او يا به عبدالله اعلان كرى بهـتره كومه وعده چى احمدزى صاحب او ملگرو يي دافغانستان له خلكو سره كرى هغه سرته ورسوى خلكو په همدى خاطر دوى ته راى وركره پرون احمدضيا مسعود خپل موقف روشانه كر دا يو نيك سياسي حركت وه او بايد احمدزى صاحب استاد دانش او درستم هـم خپل موقفونه روشانه كرى نه تنها دوى محتم حضرت صاحب او دتره خيلو صاحب هـم بايد يو حً ووايي دا په تولو افغانانو پورى اره لرى چى دي غلو سحد ور وپژنى

ځواب ورکول Gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *