تاند- د امریکا ولسمشر بارک اوباما په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانستنه د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د پخلاینې لور ته مهم ګام وباله خو یو وار بیا یې په کلکه غوښتنه وکړه چې طالبان باید له القاعده سره اړیکې وشلوي.

طالبانو په قطر کې د خپل دفتر د پرانستنې په مناسبت په اعلامیه کې په زغرده ویلي چې هیڅوک به پرې نږدي چې د افغانستان له خاوري د بل هیواد پرضد کار واخلي. د طالبانو اشاره ظاهراً القاعده ته ده چې بیا به یې پرې نږدي چې د دوه زره لومړي په شان د افغانستان له خاورې پر امریکا یا بل هیواد برید وکړي.

ښاغلي اوباما، چې په شمالي آیرلنډ کې د اتو سترو صنعتي هیوادونو په غونډه کې خبرې کولې، همداراز له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته د پلاوي د استولو په اړه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د پرېکړې هرکلی وکړ.

تر دې مخکې یوه امریکايي چارواکي /سې شنبه/ وویل چې وسله والو طالبانو موافقه کړې چې ژر به د قطر په مرکز دوحه کې له امریکایانو سره د افغانستان د لانجې د سوله ییز حل لپاره خبرې وکړي.
امریکايي مامورین وايي چې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ خبرې به روانه اوونۍ په دوحه کې پیل شي چې ورپسې به ژر د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ خبرې شروع شي.
د افغانستان د سولې عالي شورا به له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان د حکومت استازیتوب کوي.

امریکايی چارواکو ویلي چې ولسمشر اوباما په خپله هڅه کوله چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو لپاره د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي موافقه ترلاسه کړي او په دې بهیر کې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري مهم رول لوبولی دی.

2

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي چې د ده د حکومت استازي به له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته لاړ شي.

ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ټولو امنیتي مسوولیتونو له انتقالېدو وروسته د ناټو له سرمنشي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: حاضردمه له طالبانو سره د خبرو لپاره کوم وارمخکې شرط نه لري خو ده په عین حال کې یو لړ مسایل د خبرو د اصولو په توګه یاد کړل.

ده وویل چې د خبرو مرکزیت دې له دوحې څخه کابل ته ولېږدي، طالبان دې جګړه ودروي او له خبرو سره په یووخت دې د سولې له پروسې څخه د بهرنیو هیوادونو د ناوړه استفادې د مخنیوي هڅه وشي.
ده تاکید وکاوه چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره د وارمخکې شرطونو په ځای اصول په پام کې نیولي او هیله لري چې طالبان یې ورسره ومني.

کرزي وویل چې د افغانستان حکومت له پیله له هیواده دباندې د سولې له خبرو سره موافق نه و خو د ځینو هیوادونو د اصرار له کبله یې په قطر کې طالبانو ته د دفتر له پرانستلو سره موافقه کړې ده.
ده دا هم وویل چې په دوحه کې له طالبانو سره د دولت د سولې د بهیر په اړه یې له امریکا، قطر او پاکستان سره ژورې خبرې کړي دي.

د طالبانو استازي د سې شنبې په ورځ په قطر کې د دفتر له پرانستلو وروسته د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره په خبري غونډه کې، چې په تېرو نژدې دوولس کلونو کې د طالبانو لومړنی خبري کنفرانس و، وویل چې د قطر امیر اجازه ورکړې چې په دغه هیواد کې د طالبانو دفتر رسماً پرانستل شي.

2 thoughts on “اوباما په قطر کې د طالبانو دفتر د سولې د خبرو لپاره مهم وباله”
  1. salam dolo lawstunko.ta zam pa.nazar talibano da daftar parnistal ba afghanistan ta nek bakhte rawari awo insha allah afghanistan masala ba da khaburu la lare hal she allah di ham dasi waki aman mo.arman

  2. دتاندکارکونکواولوستونکوته اسلام علیکم دسولی لپاره هرقدم چی داسلامی شریعت په رناکی وی هرافغان یی بایدبیدون دکوم قیداوشرسخه ومنی .

ځواب ورکول سلارزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *