له خدمتګار ورځپاڼې نه په مننه

پخوانيو خلكو به يو متل كولو چې كه د چا دروازه دې په نوك ووهله، خپله به دې په سوك ووهل شي، دا متل راته د پاكستان د بلوچستان ايالت په زيارت سيمه كې د پاكستان د بنسټګر محمد علي جناح پر تاريخي كور د بريد په خبر اوريدلو راياده شوه. ځكه د دغه هېواد د استخباراتو په لاس روزل شويو ډلو تر اوسه پورې د رحمان بابا، اجمل خټك او حمزه بابا په قبرونو شرانګېزه او شر اچوونكي بريدونه كول، مګر اوس ورته پروردګار داسې ډله پيدا كړه، چې اصلا د دوى په خپل حريم ورخېژي، مقدسات يې ور نړوي او نړۍ ته ښيي چې پاكستان په خپله بې شرمۍ كې دومره بې وسه پاتې شوى چې اوس د خپل موسس تبركات هم نه شي ژغورلى او ((بلوچ ارمي)) يې كور ورته په بمونو الوځوي.
د جناح د كور سيمې او ځاى ته پاكستانيانو د جناح ريزېډنسي نوم اخستلو او قدر او سپيڅلتوب يې د اسلام اباد له جامعه حفصه او لعل جومات څخه هم دوى ته زيات و، ځكه په دغو دوو ځايونو كې پاكستان په قران كريمونو بمبار كولو، مګر د جناح په كور كې د هغه د استعمال ټول شيان كټونه، كوچونه، مېزونه، د كور لوښي، بسترې، فايلونه، كتابونه او نور ډېر څه په ډېر احترام او تبرك ساتل كېدل.
د دې كور وداني په ۲۰۰۸ كال چې د يوې زلزلې له امله زيانمنه شوې وه، بيا له سره په عاليشان ډول ورغول شوه او د پاكستاني حكومت ډېرې زياتې پيسې پرې ولګېدلې، دا ځكه چې جناح كله د عمر په وروستيو كې په سل ناروغۍ اخته و، هغه شپې ورځې يې همدلته تېرې كړې وې، بلكې د ناروغ جنازه يې له همدې ځايه په ۱۹۴۸كال د پاكستان له زېږېدو ۱۳ مياشتې وروسته كراچۍ ته يووړل شوه، بلوچي سرمچارانو(سرتېرو) ورسره له هماغې ورځې حسد او كينه اخستې وه، مګر شيره يې اوس راووته.
تېره شپه په دغه ودانۍ په غالب ګومان بلوچي سرتېري ورننوتلي او ځاى ځاى يې په كې بمونه ښخ كړل، بيا يې پرې د شپې په يوه بجه او ۱۷ دقيقو راكټي بريد وكړ او ځينې برخې يې راونړولې، خو ۲۵ دقيقې وروسته بيا په كې څلور درنې چاودنې وشوې او په سيمه كې د مېشتې ملېشې د نه رارسېدلو په صورت كې يې د جناح كور د سترګو په رپ كې له خاورو سره برابر كړ.
د رپوټونو په اساس دغې ودانۍ په راكټي بريد كې لومړى اور واخستلو او بيا چې تر څلورو ساعتونو يې هم اور كنټرول لاندې رانه وستل شو، په كرار كرار  ودانۍ هم سر په ځمكه كېښود، اوس چې په پيښه دوه شپې او يوه ورځ اوښتې پوليسو ترېنه شاوخوا په شپږو ځايونو كې درې درې كيلويي بمونه يا په مجموعي توګه ۱۸ كيلو ګرامه چاودېدونكي خطرناك مواد كشف او شنډ كړي دي، كه دا مواد هم چاودلي واى، بشپړه سيمه به يې د اجل كومي ته ورښكته كړې او ورته ښودلې به يې وه چې د بلوچستان د غلام ساتلو نتيجه بالاخره څه ده او پنجاب ته څه پېښېدلى شي.
خو سوال دا دى چې څنګه او ولې له دا ډول بدل او انتقام سره پاكستانى حكومت مخ كېدلى شي؟ په دې اړه بايد دومره وويل شي چې بلوچان څه مستۍ او تش په نوم د ازادۍ نشې پر سر نه دي رااخستي، بلكې پنجاب له څو لسيزو راهيسې، د دغه ايالت د سويي ((د بلوچستان د ګازو ذخيره)) د سيمې ګاز ترې پنجاب ته ليږدوي، خو د سويي له كلي پرته شاوخوا بلوچان اوس هم په خاشاكو اور بلوي او د راغه په بوټو خپلې خونې تودوي.
بلوچستان د معدني موادو خزانه ده او له دې سره په خوا كې يې ګوادر بندر هم له چين او نورې نړۍ سره ډېره ستره سمندري اډه كېدلى شي، خو له ۷ كلونو راهيسې چې مشرف په دغه بندر كار پيل كړى، د بلوچانو لپاره يې صرف همدومره زمينه مساعده كړې ده، چې هغوى په خپلو زړو كښتيو كې تر ماښام د سمندر په څپو سواره ستړي شي او د شپې كور ته يوازې يو ماهي يا كب په اوږه يوسي.
بلوچان د بلوچستان ايالت ۵۱ فيصده غوښنه برخه تشكيلوي، خو د يو محكوم قوم په توګه له ټولو بنيادي سهولتونو محروم، غرنى او بې سرنوشته ژوند تېروي، حتى د دغه ايالت په پوهنتون او ښاري دفاترو كې هم زياته ونډه پنجابيانو ته وركړل شوې ده او يو لږ شمېر يې بيا پښتنو د خپلې مبارزې پر مټ ترې ترلاسه كړې، خو د پنجاب حكومت مخكې له دې چې بلوچانو ته هم خپل حقه حقوق وسپاري د هغوى سرداران په پيسو اخلي او نسلونه يې په برېټانيا كې د پاكستان د استعمار د قبول او منظورۍ په سبقونو د خپل قام له غوښتنو اړوي.
خو بلخوا د تاريخ په اوږدو كې د دې ايالت رښتينو بچيانو اكثره افغانستان ته چغې كړي او د مرستې غوښتنه يې ترې كړې ده، خو متاسفانه په افغانستان كې تر اوسه داسې حكومت نه دى راغلى چې له پاكستان څخه د خپلې دفاع او شكايتونو برعكس د دغه هېواد پر وړاندې يوه فعاله پاليسې غوره كړي او د بلوچ او پښتون په نوم له ځانه بېل شوي لاسونه بېرته په خپلو مټو پورې وتړي. بلكې دا اوس هم د پاكستان په سينه بل شوى اور د هغو كونډو رنډو او بورو ميندو د ازار پايله ده، چې په افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان كې د پنجاب د اخستل شويو ګوډاګيانو په تيغ يې د ژوند اسرې او هيلې وژل شوي، دا اور كه نن د جناح تر كوره رسېدلى، پروردګار به داسې وخت راولي چې د اسلام اباد د جمهوري رياست د ودانۍ په څنګ كې به هم ناست د اى اس اى ترهګر طراحان وسوځوي او سيمه به يې له شره وژغوري.

2 thoughts on “اور د جناح تر کوره/ لیکوال: عبدالاحد یقین”
  1. I want the Kabul leadership to immediately relieve the Minister of Higher Education, a fascist, spy and who acts against the interest of the Afghan people to make happy his foreign masters.
    In addition, I highly appreciate Abdul Ahad nice article and wish him to try to publish more such nice and realistic articles and big God the almighty to destroy Punjabis and their Pubjab who destroy our country and kill our people.
    Thanks

ځواب ورکول Kamaal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *