ډاکتر زغم

د زړه ښي چمبرونه يې غټ شوي وو. كه د چا سږي تاواني وي، نو د زړه ښي چمبرونه يې غټېږي او سږي معمولاً د هغو خلكو تاواني شي، چې سګرټ يا چلم څكوي. پوښتنه مې ځنې وكړه: سګرټ دې څكول؟

ويې ويل: هو، وظيفه مې درنه وه، د شپې به مې تر يوې دوو بجو پورې كار كاوه. بيا به مې ستړيا په سګرټو لرې كوله.

بيا مې وپوښت: شواروز كې به دې څو دانې څكول؟

ويې ويل: څلوېښت دانې.

د وظيفې پوښتنه مې ځنې وكړه. ويې ويل: د هوايي قواو سر انجنير وم.

غاړه مې اوږده كړه، چې د مېز پر سر په راجستر كتابچه كې يې نوم وګورم. نوم يې محمد صادق و. ځان ته حيران شوم، چې څنګه مې نه و پېژندلى. زه ګرم نه وم، دى تر پخوا ډېر ډنګر شوى و. ومې ويل: تاسې ډاكتر صاحب يئ؟

ويې ويل: هو، ته مې ونه پېژندې؟

∗∗∗

موږ د هوايي قواو په بلاكونو كې په يوه دهلېز كې اوسېدو. څلور پوړيز بلاك و. زموږ كور په دويم او د هغه په څلورم پوړ كې و. په دې دهلېز كې اته كورونه وو. ټول اوسېدونكي يې د كابل د هوايي ډګر منصبداران وو. په ګاونډيانو كې مو دوه تنه فراهيان، يو لوګرى، يو روزګانى، يو پروانى و. مخامخ ګاونډى مو د غور، موږ د خوست او ډاكتر صادق د بدخشان و. ټول لكه يوه كورنۍ، په غم ښادۍ كې سره ګډ وو. زه چې وړوكى وم، نه پوهېدم چې ولې به خلكو دى ډاكتر صادق باله، نه پوهېدم چې هغه څنګه هم ډاكتر دى هم انجنير. چې لوى شوم، پوه شوم، چې هغه د الوتكو په انجنيرۍ كې دكتورا اخيستې وه، پلار مې وايي، چې هغه خورا لايق او تكړه انجنير و.

د ظاهر شاه له پاچايي د ډاكتر نجيب الله تر حكومته پورې به دولت د خپلو كاركونكو لپاره د هغوى د دندې ځاى ته نژدې كورونه جوړول او دوى ته به يې په لږه كرايه وركول. وروسته يې بيا همدغه كورونه په څلوېښت كلنو قسطونو پر خپلو كاركونكو وپلورل. په هوايي بلاكونو كې هم پينځه سوه اپارتمانونه وو. څنګه چې د بې كوره افسرانو شمېر هم كم نه و، نو دولت د هوايي بلاكونو له اوسېدونكو وغوښتل، چې كه څوك په كابل ښار كې بل كور لرې؛ نو د بلاك كور دې خوشې كړي. ډاكتر صادق په خيرخانه كې بل كور درلود. له بلاكه يې كډه بار كړه او خپل شخصي كور ته ولاړ. البته ده په ډېرې اسانۍ سره ويلى شو، چې زه بل كور نه لرم. دولت هم داسې نه كول، چې د ده د كور پلټنه وكړي، چې لرې يې كه نه؟ كه دولت پلټنه هم كړې واى، ده كولاى شول، چې خپل شخصي كور د خپلې ښځې په نامه كړي يا د ښاروالۍ مامور ته يو څو روپۍ وركړي، چې د ده جايداد چا ته ونه ښيي؛ خو داسې يې هم ونه كړل.

∗∗∗

ما ورته ځان معرفي كړ، په غېږ كې يې ونيولم، د پلار پوښتنه يې رانه وكړه او خورا خوشاله شو. د ده په ليدو تېرې خاطرې رايادې شوې او ورسره دا پوښتنه هم راته پيدا شوه، چې داسې صادق خلك به اوس هم پيدا شي؟

۲۰۰۱ جون

3 thoughts on “اوس به هم داسې خلك پيدا شي؟”
  1. سلامونه،
    له ډ. صیب محب زغم نه ډیره مڼنه.
    تاسو وګورئ دا تش په نامه مچایدین! ، په پخوانیو تکنوکراتانو (د ظاهر خان دورې ) او ګویا کمونیستانو ( له داود خان تر ډ. نجیب دورو) انتقادونه کوي ؟! .هغوی کوښښ کاوو هر وګړي ته کور،کالي،ډوډۍ شرایط برابر کړي او هیچا داسې غصب او چورنه کاوهء او آسمان-خراشات نه سول اخیستلی او نه سول جوړولای !!!.
    دا چې زغم صاحب پوشتنه کوي آیا اوس به هم داسې صادقان پیدا شي؟ .زه پکر کوم ،هوکې! داسې با وجدانه، وطندوسته او ترقیخواه اصیل افغانان اوس هم په لراوبر افغانخوا او ټوله نړۍ کې تیت او پرک اوسيژي! .خو کوم دی هاغه نر چې ټول پر یو مرکز او یو دسترخوان ېې سره راغوڼډ کړي؟
    و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین. الآیت.

  2. Late King Zahir Shah himself was good person, there were many good people thinking about the country and the people.but fighting on free dollars made the problems.

ځواب ورکول Dr.HamidUllah Z.Safpi حمیدالله زړور صاپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *