يو دوه درې تنه له هغه ځايه په ټېليفون دلته د دوه درې تنو متعاصبو سره مرکې وکړي بيا ورته د سروې او ارزونې نوم ورکړي او بيا په کې وليکي چې ننګرهار پوهنتون د افغانستان کې د شته پوهنتونونو کې تر ټولو وروستی ځای خپل کړی دی.

  وړاندې چې هر څه و، خو موږ هم غږ نه کاوه اوس چې د سمون په زرګونه ګامونه پورته شوي او پورته کېږي، بيا دې هڅې، لاسته راوړنې او ارزښت ته د څو بې سواده او متعاصبو له لورې په دومره سپکه کتل ډېره بې خونده کار دی.

  ويل کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت کيفتي لوړېدنې او اعتبار ورکونې رياست په رسمي توګه سږ کال د پوهنتونونو په ارزونه او اعتبار کې ننګرهار پوهنتون ته تر ټولو وروستی ځای (نهم مقام) ورکړی

  1. د کابل پولي تخنيک پوهنتون( د ۷۳،۳۰ نومرو) په خپلو سره لومړی مقام
  2. دکابل طبي پوهنتون
  3. کابل پوهنتون
  4. هرات پوهنتون
  5. کندهار پوهنتون
  6. جوزجان پوهنتون
  7. د ربانې د ښوونې او روزنې پوهنتون
  8. د بلخ پوهنتون
  9. ننګرهار پوهنتون

پوښتنه دا ده چې دا څېړنه او ارزونه په کوم اساس شوې؟

په دې اساس چې تاسې اوازې اورېدلي؟، آيا له ښاېسته ډېر وخته مو د پوهنتون احوال اخيستی؟ دا نومرې څنګه ورکول شوي؟ او ولې؟

  که کيفيت په ودانيو او لوکسو خونو کې وي، بيا خو سمه ده او کنه په محوري شيانو وي، بيا خو دا ارزونه د منلو نه ده. لوی ظلم روان دی زموږ ارزونه اوس هم په پټو سترګو او تېر تصوير ته چې اوس توږل شوی دی کېږي.

  ننګرهار پوهنتون سږ کال دومره د پرمختګ پړاوونه ووهل چې ساری نه ليدل کېږي. له ماسټرۍ نيولې تر دوکتورا په کې زده کړې ورکول کېږي.

   محصلينو يې په بين المللي کچه په حقوقي او نورو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، د دې پوهنتون دېرش کلنه علمي شورا بدل او نوي د کار خلک په کې رامنځته شول، د پوهنځيو رييسان، معاونين او د ديپارټمنټونو آمرين د ټاکنو او ازادې سيالۍ له مخې وټاکل شول. محصل محصل شو، کريکولم کې ډېر بدلونه راغلل، چېپټرې نوې شوې، کاري راپورونه جبري شول، په نوي ميتودونو پيل وشوو، د افراطيت، درغليو، بې پرواييو او سمتي، قومي او ژبنيو چلندونو د مخنوي لپاره يو نيم ګام واخيستل شو.

  ځېنې ستونز ې لا هم شته، خو دا چې ورسره د تېرو کړنو حساب اوس هم د په هماغه  حساب کې ورجمعه کېږي او هر څه په پټو سترګو کېږي د دې سيمي د خلکو او هغه تېر حالت ته د دې علمي او اکاډميک ځای ورګرځولو بل موخه نه شته.  نو سترګې پټول نه دي په کار، هغوی چې د ننګرهار پوهنتون سره لا هم سليقوي برخورد کوي ورځ به راځي چې په خپلو دې کړنو به پښېمانه وي.

One thought on “اوس هم ننګرهار پوهنتون د همدې وړ دی!؟/ ذبيح الله رحيمزی”
  1. که زه د دې چارواکو په ځای وی، ننګرهار پوهنتون ته مې د ترهګرو روزنتون نوم ور کاوه.
    ډېر ځوانان چې دغه پوهنتون ته تللي تر فراغت وروسته ترهګر ترې جوړ شوي اوس هم د داعش، طالب او حزب غړي ډلې ټپلې لري.
    استادان یې ددې پر ځای چې خپل درسي کریکولم سم کړي، زدکوونکو ته نوي څه وړاندې کړي، پر خپلمنځي اختلاف وخت تېروي.
    که دا لیکنه دې د ننګرهار پوهنتون د سمون لپاره لیکلی وی، ښه به وه، خو په دې پوهنتون کې د نیمګړتیاو د پټولو لپاره قلم اوچتول له خپل قوم سره خیانت دی.

ځواب ورکول روښان افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *