اول خان

تاند- په پکتیکا کې امنیتي چارواکي وايي، یوه سیمه ییز پولیس چې طالبانو نیولی و، مخکې تر دې چې د طالبانو له لوري ووژل شي، د دې ډلې شاوخوا ۲۵ غړیو ته مرګ ژوبله واړوله.

اول خان په خپله، په داسې حال کې چې په لاس کې یې یوه کړۍ لا پاتې وه، رسنیو ته وویل چې د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالي کې د طالبانو په اسارت کې و او کله چې هغوی د ده د وژلو په اړه پرېکړه کوله، د هغوی وسله یې ترلاسه کړه او له یومخې یې پر ټولو ډزې وکړې.

د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې دا پېښه پرون /چهارشنبه/ ماښام مهال د پکتیکا په ګومل ولسوالي کې وشوه او اول خان بریالی شو چې د طالبانو موټر هم له ځان سره راوړي.

د اول خان ورور د سیمه ییزو پولیسو قوماندان دی او وايي چې د کورنۍ ګڼ غړي یې د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
اول خان د پکتیکا د سروبي ولسوالي په رباط سیمه کې هغه مهال د طالبانو له لوري وتښتول شو چې په موټر کې کور ته روان و.

د طالبانو ویندوی د اول خان له لوري پر طالبانو ډزې تایید کړي خو وايي، هومره کسان هم نه دي وژل شوي چې نوموړی یې ادعا کوي.

One thought on “اول خان د طالبانو په اسارت کې شاوخوا ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې”
  1. وایی: حسنپه بښنې سره ما ستاسو خبر بېرته تاسو ته در ولېږه ، هیله ده هغه نشر نه کړئ.

    دې ته وایې مېړانه ، توره او جهاد.
    هم یې ځان وژغوره او هم یې د پنجاب پر مزدورانو غذا وکړه.

ځواب ورکول حسنپه بښنې سره ما ستاسو خبر بېرته تاسو ته در ولېږه ، هیله ده هغه نشر نه کړئ. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *