څه کاله وړاندی مې د محور ورځپاڼې لپاره د ( هغه وخت تللې چې ووایې: پدرم ارباب بود) تر عنوان لاندی لیکنه کړی وه. په هغه لیکنه کې می د نیلسن منډیلا په کړنو او شخصیت خبری کړی وی. زه د منډیلا د زغم او سیاسي تداوم لوی پیرو یم لیکن هغه انځور چې نوموړی یې د جنوبي افریقا په سپین پوستو کې لري، تر هغه انځور ډیر متفاوت دی، چې زمونږ په زړونو کې نخ شوی دی. که څه هم، شوني نه ده چې یو رهبر، امپراتور، بادشاه او حتي قومي مشر د ټولنی د هر سړي زړه لاس ته راوړي خو د هر سړي سره نسبي سیاسي-اجتماعي تړون لاس ته رسیدل، د غوره رهبر غوره ځانګړتیا ده.

دا د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر میاشت ۲۱  مازدیګر وو. د اریزونا په پوهنتون کې مې د یوه سپین پوستي افریقایي سره د منډیلا په اړه بحث کوه. ویل یې:

منډیلا ترورست وو، دهشت یي خپراوه، انسانان یي وژل، د قدرت وږی وو، یوه مدحش، بې عاطفي، بې احساسه انسان ته ورته وو، او یا هم د انسان په جامه کې لویې ډبری ته ورته وو چې د ټولني په غم او ښادۍ یې چورت نه بدلیده. زه د نوموړی خبرو ته هک پک وم، او هڅه مې کوله چې د منډیلا په اړه د ټولې نړۍ او نوموړی افریقايي اندونه سره پرتله کړم.

له یوه اړخه د منډیلا په تدفین کې تر سلو زیات نړیوال رهبران شریکیدل او له بله اړخه د سپین پوستو دریځ. له یوه اړخه د تورپوستو د ازادۍ او حقونو لپاره د منډیلا ۲۷ کلن زندان او له بله اړخه د منډیلا په وړاندی د بعضو خلکو پای ته نه رسیدونکې عناد د نوموړی د پیچلی شخصیت رنګیني په ګوته کوي.

په هر حال، د هر چا خپل نظر، خو زما لپاره منډیلا د راتلونکو نسلونو د بریا الګو ده.

ویل کیږي چې د منډیلا پلار څلور ښځي، ۹ لوڼي او څلور زامن درلودل. نوموړی د دریمې میرمنې زوي چې په زمنو کې تر ټولو کشر وو. نه یواځې د هغه زمان نړۍ پرمختللی نه وه، بلکې په ټوله کې د منډیلا کورنۍ دومره ناداره وه چې منډیلا تر ۹ کلنۍ پوری بالخت نه پیژنده.

هو، بالخت یې نه پیژانده خو ځان، راتلونکې او خپله ټولنه یې ښه پيژنده.

که څه هم چونګینتابا، منډیلا ته د ۷ نیکونو د سیادت نقش درلود خو په حقیقت کې نوموړی د یوه بې وزله کورنۍ د سلسلي زیږنده وه. نوموړی د ټولنی تر ټولو ټیټ پوړ پوری تړلی سړی مګر پخپل حکمت، ژمنتوب، ارادی، بار بار هڅې، او نه ستړی کیدونکې مزل د زمان لوړ موقف ته ورسید. د ژوند لپاره د نیلسن منډیلا دریځ کټ مټ د هندوستان د علمي شخصیت او د ( زي ټي وي) مشر ډاکتر سوباش چندرا سره ورته دی چې وایي:

ژوند هلته رنګین شي چې ناکامیدل بار بار وڅکي، بار بار پورته شي، بار بار وپرځي، بار بار خفه شي مګر هیڅلکه هم مایوسه او شاته نشي.

منم چې د منډیلا ۷ نیکونه به اربابان نه وو مګر د ۷ راتلونکو نسلونو لپاره یي یې کارنامي او د عدم تشدد د فلسفي مکتب ژوندی پاتي پریښود.

هو، څوک داسي وي چې سلطنت او د قدرت ګدۍ ورته په میراث پاتي شي، مګر څوک دا سي وي چې د ۷ پخوانیو او ۷ وروستنیو نسلونو د شان او نښان ارزښت زیات کړي.

منډیلا به ویل چې د انسان شخصیت ۷ نیکونه او د هغوی تاریخ نه جوړوي، بلکې پوهه او د پوهې نه سمه ګټه پورته کول د بریا دلیل کیدلی شي. په سیاسي مبارزه ایمان درلودل د چانه منډیلا، چانه مادر تریسا، چانه مهاتاهر بن محمد، او د چانه محمد ګل خان مومند جوړ کړی.

په یوه کور کې پیدا کیږي او لوییږي

یو یې ګوره ابراهیم بل یې اذر شي.

که څه هم د شاهانو زامن ډیر کله شاهان شي، خو د شاهانو زامن تل غوره انسانان نشي جوړیدلی. تاریخ جوړول عقلانیت، زحمت، او فکري ثبات غواړي. تاریخ جوړول د پلرونو تر وهمي سیوری لاندی نشي جوړیدلی بلکې ټولني ته ننوتل، د ټولني په راز پوهیدل، د خلکو ستونزي درک کول، د ملت د خوبونو ترجماني کول، د ټولني په رنګ رنګ کیدل او بلاخره د رهبریت په مرموز، نادر او ستونزمن راز پوهیدل دی چې ډیر کم انسانان پری پوهیدلی شي.

احمد خان یا احمد شاه دراني د افغان معاصر تاریخ  د پیل نقطه او رښتوني ویاړ دی. نوموړی په ۱۷۲۲ کې وزیږید، په ۱۷۷۲ کې ومړ. احمدشاه بابا په ۵۰ کلن عمر کې عجیب فتوحات وکړل. لکه خالد بن ولید چې په ۱۸ کلنۍ کې د اسلامي لښکرو سرکار شو، احمدشاه ابدالي هم په ۲۵ کلنۍ کې د هغه زمان او مکان ستونزمن ماموریت تر لاسه کړ. مورخین وایي چې که څه هم د:

  1. احمد خان عجیب، جنګي، یرغلیز، او نومیالي شخصیت،
  2. د هند نه پارس ته د تلونکې قافلې او مالیې قبضه کول، او
  3. د سدوزي قوم، چې احمدشاه ورپوری منسوب وو، د لږکیو په حیث ګنل ترڅو تش په نامه بادشاهي به د سدوزي قوم سره پاتي شي او حقیقي واک به د نورو لویو قومونو لکه علیزیو، پوپلزيو، او بارکزیو سره خوندي وي، د نوموړی د بریا اساسي لاملونه ګڼل کیدای شي، مګرهیڅکله د احمد شا بابد په بریاوو کې د نوموړي د ۷ نیکونو د صلابت او سیادت تاریخ له نظره نشو غورځولی.

نوموړی له خپل اوم نیکه، ملک پوپل نه په قیادت کې جدیت او جګړه کې زړه سختوب زده کړی وو. نوموړي لکه خوشحال خان خټک ( ۱۶۱۳-۱۶۸۹) خپل ټول عمر د اس پر شا تیر کړل مګر همزمان کې یې د خپلې مور نازو انا وصیتونه او ارزوګاني هم عملي کړی. نوموړی د دودونو ژوندي ساتل، پوهني ته وده ورکول، تاریخ لیکل، اصول ترتیبول/عملي کول، کورني انظباط ساتل، امپراتوري جوړول او د راتلونکو نسلونو لپاره د معاصر حکومت فلسفي مکتب تر شاه پریښودل د ژوند مرام وګرځوه.

ویل کیږي چې نوموړی حتي د نسق او نظم د تحقق په منظور خپل مخکیني سیال او قومي مشر میر افغان د قانون نه د تخلف له امله د پیل تر پښو لاندي کړل.

راځۍ به ومنو چې د قدرت انګیزه به ورته له نیکونو پاتي وی خو د قدرت استعمال او ټولنیز استحکام یې خپله فکري پنځونه او خلاقیت وو. زه نن دوه پیړۍ وروسته د احمد بابا د ځانګړو مواصفاتو په ستاینه بوخت یم، پداسې حال کې چې د محمد شاه رنګیلا په وینه کې هم د ۷ نیکونو تومنه پرته ده، خو څه یی وکړل؟

وایي چې د محمد شاه رنګیلا اصلي نوم روشن اختر وو، مګر دا چې رنګ رنګ جامي به یې اغوستلی نو تاریخ په رنګیلا ونوموه. کله چې په ۱۷۰۷ کال کې اورنګزیب عالمګیر ومړ، مغولان د زوال کندي ته په غورځیدو شو. فکر نه کیده چې نور به د مغولانو  دچغ لاندی هند او راټولی سیمي دل شي. ډير ژر د عالمګیر زوی  بهادر شاه بادشاه شو. بهادرشاه ناکام شخصیت درلود خو تر مړیني وروسته تر هغې هم ناکام سړي د قدرت ګدۍ ته وخوت. جهاندارشاه واک واغست او د قدرت د ویش د ډار له امله یې ټول مغولي سړي او هلکان ووژل. چې مړ شو نو د تاریخ بدتریني څیری یعني رنګیلا ته واک ورسید. نوموړی به ځان ابوالفتح ناصر الدین محمد شاه خجسته بادشاه غازي شاه جهان نوموه. مورخین وایي: کله چې نادر افشار په رنګیلا یرغل کوه نو احمدشاه ابدالي هم د یرغل او فتح اړینه برخه رهبري کوله. رنګیلا مات شو، مګر افشار بیا ځل د یوه تفاهم نه وروسته رنګیلا په واک کې پریښود. که څه هم رنګیلا د احمد شاه بابا په هند د لمړۍ حملي په وخت ( ۱۷۴۸) کې مړ شو، لیکن تر شاه یې لاندي بوګنونکي او شرموونکې تاریخي حوادث پریښودل.

نوموړی عیاش او د مسکراتو په څکلو روږدی انسان وو. ویل کیږي چې نوموړی به نه یواځې ۲۴ ساعته نشه ګرځیده بلکې د هندوستان قاضایان، قانون جوړونکې او مذهبي مشران به یې اړ کول ترڅو په شرابو اوس/غسل وکړي. نوموړی هره حسینه ښځه خپل حق باله او هر چا که د بادشاه پدی امانت مې خیانت کوه نو هرو مرو باید د مرګ کومي ته لویدلی وی. نوموړی به ډیر کله دربار لوڅ پوڅ ننوته او خپل ګران اس به یې د لمړي وزیر په ځای د ځان سره نژدی ودروه. چې په نشه او مستۍ کې بو ډوب شو نو د کابیني مخ کې به یې مردارۍ کولی او کابیني به ورته د ویری واه واه زمزمه کوه.

کله کله به یې زرګونه مجرمین بخښل او پر ځای به یې د لارو کوڅو فقیران په زندان کې اچول. امر به یې کوه نن به بعضي درباریان د ښځو سینګار کوي، او بعضي نور به د جامو پرته دربار ته حاضریږي. نوموړی هم قانون جوړونکې او هم ماتونونکی وو. رنګیلا د دنیا د لس زره کلن تاریخ عجیبه، نجسه، ویرونکې او عبرتناکه څیره ده.

که څه هم د رنګیلا په وینه کې هم د احمد بابا په شان د خپلو نیکونو د عظمت او حکمت وینه ګرځیده لیکن د دواړو ترمنځ تفاوت له پرتلی وتلی دی.

اورنګزیب عالمګیر لا تر اوسه هم د تاریخ او سیاست اساسي مبحث جوړوي، پداسې حال کې چې د رنګیلا د نوم او تاریخ په تکرار به لا اوس هم د اورنګزیب روح ناقراره وي.

قدرت ته رسیدل یو هنر او ساتل یې بل هنر دی. مونږ پوهیږو چې د قدرت ساتل او خدمت کول، تاریخ جوړول یو له بله بیخې جلا پروسې دي. د قدرت انسجام او قوي استعمال د عقلانیت او سرزورۍ تر منځ محدوده ده چې افراط او تفریط دواړه انسانان د نفرت او انزجار کندی ته غورځولی شي.

قدرت د رعب او رجاء ترمنځ مسیر دی. اخلاقیات پالل، اخلاقي اصول منل او او انساني عاطفه ژوندۍ ساتل د قدرت د سم استعمال سم انځور دی. انسان د طمع، ځان غوښتوني او ځان جوړونې لیونی حرص لري. کله کله دا حرص دومره دوزخي شي چې خپل هډونه وسوزوي. کله دا حرض دومره طوفاني شي چې زر کلن ارزښتونه ونړوي. رب العزت انسانان د خدایي اصولو رعایت ته پابند ګڼلی دی. قران کریم او نبوي ارشادات د انسانانو د محدودې زندګۍ لارښود دی. خدای ج، که څه هم د دنیا په سر خپلو بادشاهانو ته عجیب پراخ صلاحیتونه ورکړی دی، په عین وخت کې یې د انسانانو په خدمت او ځانته په اطاعت هم مجبور کړی دی.

سلیمان علیه السلام د خدایي قدرت لویه معجزه وه. د دنیا پر مخ یي ټول موجودات تابع وو. د حیواناتو او حشراتو په ژبه پوهیده، ځمکه او هوا یې په خدمت کې وه مګر په پایله کې د یوه خالق ذات د قدرت په محدوده کې څرخیده. که د نړۍ په سر الهي اصول، انساني ارزښتونه او د اخلاقیاتو اغیز نه وی، نو سلیمان علیه السلام به د ځمکي په تاریخ کې تر ټولو ظالم انسان تیر شوی وی، لیکن نن ورځ نوموړی حضرت د عدالت او انصاف الګو ده.

خدای ج،  شداد ته هم قدرت یې وکړ او ښه یې ستر کړ مګر جابر شداد خپل اصلیت هیر کړ. د خدای سره یې دشمني پیل کړه، د ځمکي پر مخ یې بلا تشبیه جنتونه جوړ کړل چې د شیدو او شاتو ویالې به پکې بهیدې. خدای  ج فرصت ورکړ لیکن نوموړی توبه ونکړه. خدای تری ناراضه شو او دا دی نن د انسانانو لپاره د عبرت درس دی.

نمرود هم سر واغست. د خدای د حضور او قدرت نه یې سرغړاوی وکړ، لوی اورونه یې بل کړل، ټول کلی یې راټول کړل او ابراهیم علیه السلام یې د مملکت خلکو ته د عبرت او یرې د خپرولو په منظور د لمبو غیږي ته وغورځوه. هو، عجیب امتحان وو. د ابراهیم ع خوندیتوب د انسانانو له تصوره پورته وو خو خدای پاک اور ته امر وکړ:

یا نار کوني بردآ و سلامآ علی ابراهیم ( ایت). ترجمه. ای د اور لمبو: مه په ابراهیم دومره یخیږئ چې یخني یې وشي او مه دومره ګرمیږئ چې د حرارت نه تکلیف شي.

د خدای په لویه دنیا کې د هر انسان یوه وړه دنیا وي. هر انسان پخپله دنیا کې ځان ارام او سلامت احساس کوي. د بعضو خلکو دنیا د هغوی د طغیان او افراطي ځان غوښتني په پرتله کوچنۍ شي او بعضي خلک پخپله وړه دنیا کې نوره دنیا په غیږ کې راونغاړي. هغه انسانان چې نور په تکلیف کې نشي لیدلی، لوی ذات د چارو منتظم بولي، او ځانونه د انساني خدمت لپاره پيدا شوی ګڼي نو کله هم بیا ټولني د ناتار او ګډوډۍ  لوری ته ځي.

د بعضو خلکو په زړونو کې ددی ډول احساس زوکړه د نوموړی د فردي ځانګړتیا زیږنده ده. نه هم څوک د چا په بدو کې نیول کیږي او نه هم د بل غوره کړه د بل په شخصیت کې حسابیدلی شي. یویشتمه پیړۍ د فردي ځواک نړۍ ده. دلته هر څوک په خپلو کړو تلل کیږي. که کړه یې ښه وي نو ښه وررسیږي، او که بد وی نو بد، ځکه نو اړینه نه ده مونږ د یوه چا بریا او ناکامي د هغوی په کورنۍ پوری منسوب کړو. مناسبه نه ده مونږ د بدانو بدي د هغوی په پلرونو او نیکانو غوره کړه د بل چا شخصي ملکیت وبولو.

سړیتوب د لویو خلکو صفت دی مګر ډیر خلک تری محروم وي. سړیتوب او بریا ورکول کیږي نه مګر ګټل کیږي. محمد صلی الله علیه وسلم ومړ مګر تر شا یي د انسانیت د ژغورني لار پریښوده. دا لار د هغه رښتوني دوستانو تر مونږ راورسوله مګر ددی په رسولو کې حضرت ابوبکر، عمر، عثمان او علي رضی الله عنهم ډیر زیار ویستي دی.

محمد ص به ویل: که پر ما پسې وروسته پیغمبر استولی کیدلی نو هرو مرو به حضرت عمر وایي. حضرت عمر د نړۍ تر ټولو لوی منصف او عادل خلیفه وو. نوموړی به د فرات د سیند په غاړه د مړ کیدونکې سپي مسولیت هم اغسته او ویل به يې چې د خدای سوال او ځواب تر هر څه ډیر ستونزمن دی.

نومړی د فقیر پوړ نه راوتلی سړی وو. تر ۷ نیکونو پوری یې څوک په خلافت، مشرۍ او صلابت کې نه وو پاتي شوی. محمد ص مبعوث شو، نوموړی پری ایمان رواړ، خلافت ته ورسید او دا دی نن د ۲۴۵ هیوادونو په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي نظامونو کې د نوموړی د ژوند لار اغیز په یوه ډول نه، په یوه ډول تر سترګو کیږي. نوموړی د خپل او پردی ترمنځ کله هم فرق نه وو کړی. نوموړی کله هم ځان تر نورو لوړ نه دی ګڼلي. نوموړی د اقدس ذات د صلاحیتونو یواځینۍ مرجع ګڼله او ځان یې د ورسپارل شوی دندي مامور باله. کبر، بې انصافي، او تشدد یې د حوصلي سرې کرښې وې.

خالد بن ولید د تاریخ یو تر ټولو غښتلی جنرال بلل کیدای شي. ۱۰۰ جګړی ي کړی دی او سل واړه یې ګټلی دی. په ۵۸۲ کال کې پیدا او پ ۶۴۲ کې وفات شو. د حضرت محمد ص، ابوبکر او عمر رض په خلافتونو کې یې د اسلامي لښکر د مشر په حیث دنده ترسره کړی ده. د روم او پارس امپراتورۍ یې ماتي کړي دي. نوموړی په اسلامي فتوحاتو کې نه هیریدونکې نقش لوبولی دی مګر دا چې الکهول په اسلام کې منع او نوموړي په هغه وسایلو ولمبل چې الکهول یې په ترکیب کې وو او بیا عاشیه نومې شاعر ته د خپل ځان د مدحې په بدل کې د ۱۰۰۰۰ درهم هدیه کول د نوموړی د خلع کیدو لامل شو. که څه هم نوموړی د حضرت عمر او اسلامي خلافت د رسمي اجماع په وړاندې ځان سپین کړ، مګر بیا هم، حضرت عم د عدالت د تامین او تحقق په منظور نوموړی له دندی ګوښه کړ.

دلته د حضرت ولید د ژوند یا کارنامو د بیان مسله مطرح نه ده بلکې د حضرت عمر د ماموریت او انصاف د څرنګوالي خبره حتمي ده. حضرت عمر د انصاف په لټه کې هغه مقام ته ورسید چې د وخت یواځیني نومیالی، خالید بن ولید یا ( سیف الله) یې له دندې ګوښه کړ مګر چا یې د امر د ځنډولو جرات نه درلود او دا ځکه چې حضرت عمر به پخپله د نظام، ثبات او عدالت د خوندیتوب لپاره نیمه شپه په لارو کوڅو ګرځیده او د ټولني حراست به یې کوه.

نوموړی شراب بند کړل، فوځي نظام یي رایج کړ، فقیرانو ته یې د ژوند مناسب ترتیبات ونیول، قوانین یې جوړ کړل، د عدل د تامین په موخه یې د حساب ورکوني پروسه پیل کړ لیکن هیڅکله يې د خدای ج رضا او ملت غوښتني هیری نکړي. هیڅکله یې بیت المال په شخصي ګټه ونه کاروه بلکې د خپل اوږده کمیس جوړولو لپاره یې د خپل زوی عبدالله برخه ټوټه کاروله. کله هم تر نورو لوړ نه شو او نه یې په دسترخوان تر یوه ننګولي ( غذا) زیات څه نه پیدا کیدل. هو، د ټولني تر عادي وګړی هم ټیټ وو مګر په شان، عظمت او دبدبه کې د نړۍ تر ټولو لوی سړی وو. د وخت شاهان او امپراتوران به یې د نامه له ویری ریږدیدل او د نوموړی شان ته به یې د اکرام سر ټیټوه.

نوموړي د کوفي والي سعد بن ابي وقاص له دندې ګوښه کړ، د حضرت عمر بن العاص مالي یې ضبط کړ، مشهور صحابي حارث بن کعب یې یې منفک کړ او سلګونه داسې پریکړې یې وکړې چې که د نوموړی د شان او اغیز لامل نه وی، نو لوی بغاوتونه به پيل شوی لیکن حتي د عمر رض په وړاندی چا د اف ویلو جرآت هم ونکړ.

که څه هم د خپل تره زوی خالد بن ولید په نوښت یې د منظم فوځ د جوړیدو هڅې وکړي او تر یوه بریده بریالۍ هم شوي لیکن په وچه سینه یې د لسو کلونو په کمه موده کې ۲۲ لکه میله مربع ځمکه تر خپل کنترول لاندې کړه. نوموړی خو نه د امپراتور زوی وو او نه یې هم ۷ نیکونه مشران تیر شویدی، بلکې باالمقابل یې د کورنۍ سلسلې ۷ پشته/نیکونه د رمو په څرولو تیر شوی دی. څنګه کیدلی شي چې د پسونو څرلو شپون او کلیوال سړی دی د تاریخ رخ بدل کړي او داسي نظام دی قایم کړي چې نړۍ ورته ګوته په غاښ شي؟ دا ځکه چې نوموړی لکه د ګډ تیمور په شان د ځان، جهان او دښمن لپاره ځانګړي تعریف درلود. تیمور د فقیري کورنۍ غړي، بې وزلۍ ځپلی، د محروم قشر برخه مګر د جذبي او پلان نه ډک سړي وو. که څه هم نوموړی د نړۍ ۱۷ ملیونه انسانان ووژل، یا په بل حساب د هغه وخت ۵ سلنه خلک یې د تیغ نه تیر کړل مګر ۵۴ ملکونه یې ونیول. نوموړی په ظلم او دهشت کې ساری نه لري او مورخین يې بې زړه انسان بلي لیکن د قدرت تر لاسه کولو او ساتلو عجیب هنرمند وو. نوموړی دومره غریب وو چې لمړی ځل یې په ۹ کلنۍ کې غلا وکړه او بیا مغولانو د پلار او ورونو سره یو ځای بندي کړ. همدا غریب او بې کوره ماشوم یو وخت د چنګیز خان وارث او ځای ناستی ګڼل کیده، پداسې حال کې چې په ع نیکونو کې یې هیڅوک هم د سلطنت په ګدۍ نه وو پاتې شوی.

که د ګوډ تیمور لپاره قدرت ته رسیدل کورنۍ سلسله وه، خو نه وه. که مال او شتمني وه، خو نه وه. که جوړ سیاسي او ټولنیز بستر وو، خو نه وو. نوموړی د خپل فکري کمال، تعقل، او هوډ روښانه انځور دی. نوموړی به ویل چې هر کله زما دښمنان په نن کې ژوند کوي مګر زه په نن کې ژوند/مبارزه کوم او د سبا لپاره تیاری. دا سمه ده چې د ایراني شاعر او صوفي پند به یې د ژوند رخ بدل کړی وي لیکن داسې ډیر خلک شته چې د لویانو خبری اوري مګر عملي کوي یې نه. سعدي شیرازي به ویل چې ډیره شتمني پیدا کړۍ او ډیره پوهه ځکه بیا به د پوهانو په وړاندې د استدلال توان لرۍ او د دولت غوښتونکو په وړاندې به د حقارت احساس نه کوئ. تیمور دا خبره واوریده، زړه ته یې ولویده، عملي یې کړه، بریالی شو، او دا دی نن د چین د سنزو په شان د خپل وخت بهترین نظامي جنرال بلل کیدای شي.

زما په اند ژوند فلسفه، کتاب، عمل، اراده، منطق، تدبر او لرلید دی. ژوند د ژوند په معني نه بلکې د بریا په معنی دی. بریا د ژوند په کلیمه کې مستتره او پټه ده. ژوند د بریا بل نوم دی مګر بریا هدیه کیږي نه، بلکې اغستل کیږي. ژوند لکه د قیامت ورځ، هر هر هر سړی د خپل عمل ثمر خوري. ژوند ټولنیزه پدیده ده لیکن د بل په اوږو بار مزل نه دی. دا مزل هم ستړی کوونکې او هم خوندور دی. دا مزل منزل ته د رسیدو لار ده مګر یواځې هغه کسان منزل ته رسیږي چې د مزل په چل پوی شي. ژوند او بریا کټ مټ د چینایانو هغه متل ته ورته دی چې وایې: که پدی پوی نه شو چیرته روان یو، پدی هیڅلکه نه پوهیږو چې کله به رسیږو. دوی زیاتوي: که پدی پوی هم شو چې چیرته روان یو خو که د سفر په چل پوی نه شو، نو سفر به مو له ستونزو خالي نه وي. د ژوند تدوام او بریا هدیه کیږي نه بلکې ګټل کیږي. د اولسمې پیړۍ د جنګ او حکمت مخکښ، خوشحال خان بابا وایي چې ژوند ګلو بستر نه دی. هغه انسانان چې ژوند په زرکنډه تلي او د ژوند په لوبه کې له بشپړ احتیاط نه کار اخلي نو هرو مرو لکه د تاریخ لوړ انسانان لوړیږي. بیا نو نه د ۷ نیکونو تاریخ او نه د ۷ نیکونو د قدرت سلسلې ته اړتیا شته بلکې د قدرت هر څه به د نوموړو پښو ته راځي. خو باید په یاد ولرو چې:

دلته دم او قدم دواړه په حساب دي

پل غلط په ځمکه مه ږده بې حسابه

هیڅوک له موره بد ذات او نیک ذات نه پیدا کیږي. حالات او ټولنیز وضعیت د سړی د زندګې لار بدلوي. بعضي د ژوندانه په څرخ کې اغیړ او مات شي او بعضي پاخه او کامیاب شي. مونږ د بریالیو انسانانو دوه ډوله تعریف کولی شو.

  1. هغه چې له خپلو کړنو خوښ او قانع وي. اړینه نه ده ټولنه یې په اړه څه وایي، مګر دا چې نوموړی په خپله محدوده فضاء کې د ژوند اړتیاوو ته لاس رسي ولري. او بله
  2. هغه چې د خلکو لپاره ژوند کوي، د خلکو په زړونو کې د ځای د پیدا کولو په لټه کې وي، او خلک خپله سرمایه ګڼي. داسې خلک لکه غرونه، نه چپه کیږي او نه خوځیږي. داسې خلک د بریا او سعادت تعریف د خلکو په سعادت کې ویني او خپله لوړتیا د خلکو په لوړتیا کې ویني. داسې خلک د ۷ نیکونو په نامه کې ژوند نه کوي بلکې د خپل ځان لپاره ځانګړی نوم یا Brand name جوړوي. دوی فکر کوي چې:

که دی طمع د بنده له دره پری کړ

بادشاهي دی مبارک شه که ګدا یي.

دوی لکه حاتم طایي، بل ګیتس، سید جمال الدین افغاني، ګاندي، او ویسنت پرایس تل د تاریخ په سینو کې د ښو انسانانو په حیث خوندي وي، مګر شته داسې خلک چې تاریخ ېې د نوم په اوریدل د خجالت احساس کوي.

یونان د سیاست، مدنیت، نوښت، پرمختیا، حکومت… ځانګو بلل کیږي. نني معاصره نړۍ د یونان د ارسطو، افلاطون او سقراط په څیر د د فیلسوفانو د زوکړې او ژوند ځانګو ده. منم چې سکندر کبیر ( سکندر مقدوني) به د خپل حکمت او اړوندو فتوحاتو لپاره د تاریخ پر پاڼو زریني کرښې وي  مګر اوریدلی به مو وي چې د یونان یوه بادشاه د خپلې ماندیني سره لوڅ لپړ د ښار په کوڅو کې ګرځیده او خلکو وروته د هوررا هوررا نعرې وهلې. نه یواځې دا چې د یونانیانو د ستاینو غږونو ته خوښیده بلکې امر یې کړی وو چې ټول خلک باید ووایي چې بادشاه سلامت ښکلی لباس په تن کړی او ډير ښکلی ښکاري.

هرو مرو به مو د هندوستان د خلجي سلطتني کورنۍ نوم اوریدلی وي چې جلال الدین فیروز خلجي په ۱۲۹۰ کال کې رامنځته کړه. نوموړی ومړ، پرځای یې خپل ۶ کلن زوی وګماره، قطب الدین مبارک شاه د پردې تر شاه ټولواک وو. د قدرت نشې لیونی کړ، د خپل شل کلن ورور سترګې یې وویستلې، نوموړی بادشاه شو او د تاریخ بدرنګه لړۍ پیل شوه. که څه هم دا کورنۍ په منافقت کې مشهوره وه لیکن قدرت ته د رسیدلو، قدرت ساتلو، پخپل پلان کې د کامیابیدلو او د مغلو په وړاندې د هند د ساتلو په برخه کې ښه بریالي وو.

قطب الدین شاه حاکم شو، لمړی یې ټول بندیان له بنده خوشې کړل، د خپل پلار فیروز خلجې لخوا په خلکو لګیدلی مالیي او پورونه یې معاف کړل، فحشاء او عیاشي عامه شوه، او هر سړي پخپل سر شو.

که څه هم ډیر ژر خسرو خان قطب الدین په ۱۳۲۰ کې وواژه مګر قطب الدین خپلې بدرنګې کانې کړی وی. نوموړی شهوت پرسته او د د هلکانو سره په جنسي تعامل روږدې انسان وو. قطب الدین چې په یوه هلک عاشق وو، یوه ورځ به نوموړی هلک سنګار کیده، ملایانو به د نوموړو رسمي نکاح تړله، درباریان به راټولیدل، ولیمه به خوړل کیده، قطب الدین به میړه او هلک به ښځه شوه. بله ورځ به بیا همدا ډول جشن نیول کیده، قطب الدین به سنګار کیده، ملایانو به بیا ځل نکاح تړله مګر دا ځل به قطب الدین ناوې او هلک شاوو کیده. نوموړی د خلجې سلطنتي کورنۍ د شان په مخ کله څپیړه او تور داغ وو. نوموړی تقریبآ ۷ پیړۍ وروسته هم د ټولو انسانانو او شاهانو لپاره د شرم نوم دی.

که څه خلجې کورنۍ روښانه شالید نه لري لیکن قطب الدین نه یواځې ځان تیاره څيره کړ بلکې د خپل ارواح او ټبر تاریخ یې مسخه کړل. هو، لازمه ده بیا ووایو چې د سړیتوب تر لاسه کول او نیک نوم ګټل د پلار او نیکونو اثر نه بلکې د هر انسان ذاتي تدبر او ټولنیزه پنځونه ده.

زه باور لرم چې حتمآ کورنی دروندوالی او عظمت د سړي په پرمختګ کې نقش لوبولی شي لیکن د سړي په سړیتوب کې هیڅ هم نشي کولی.

په یاد به مو وي چې

One thought on “اووه نیکونه/ انتظار خادم”
  1. ډیره خوږه او له عبرته ډکه لیکنه ده ، نیږدې د نړې دتاریخ لویه برخه په کې نغښتې ده . مننه

ځواب ورکول عبدالقادر سمسور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *