تاند- د اوکراین د حکومت مخالفو روسي پلوو یاغیانو د دغه هیواد په ختیځ کې د مالیزیا د هوايي شرکت یوه مسافري الوتکه وویشته چې له کبله یې ۲۹۵ تنه سپرلۍ ووژل شوه.

د اوکراین د حکومت چارواکي وايي چې روسي پلوه یاغیانو دا الوتکه له مځکې څخه په هوا ویشتونکي توغندي غورځولې ده.

د اوکراین صدراعظم بېلتون غوښتونکي د مالیزیايي الوتکې په ویشتلو تورن کړل، ویې ویل چې د مالیزیا د هوايي شرکت الوتکه د هالنډ له امستردام څخه کوالالمپور ته روانه وه.

رویټرز خبري اژانس وايي چې یوه خبریال یې په دونیڅک کې د روسیې له پولې ۴۰ کیلومتره لېري د ګرابوفو  په کلي کې د سوځېدلې الوتکې ټوټې لیدلي دي.

په دې سیمه کې روسي پلوه اوکرایني بېلتون غوښتونکي واکمن دي.

په دې پېښه کې ۲۸۰ سپرلۍ او د الوتکې ۱۵ تنه عمله وژل شوې ده.

د مالیزیا هوايي شرکت ویلي چې له خپلې ایم ایچ-۱۷ الوتکې سره یې، چې له امستردامه یې حرکت کړی و، تماس پرې شوی دی. د مالیزیا هوايي شرکت وايي چې وروستی تماس یې هغه مهال له الوتکې سره نیولی و چې د اوکراین په فضا کې وه.

دا په یوه کال کې د مالیزیا هوايي شرکت ته دوهمه ستره پېښه ده. تر دې مخکې د مالیزیا د هوايي شرکت یوه الوتکه چې له دغه هیواده چین ته روانه وه، په نیمه لار کې بې درکه شوه او تراوسه پوري یې څرګ نه دی لګېدلی.

4 thoughts on “اوکرایني بېلتون غوښتونکو د مالیزیا مسافري الوتکه له ۲۹۵ سپرلیو سره وویشته”
  1. دا ياغينان ندي داهغه خلک دي چي دفاشيزم به مقابل کې جنګيږي دا هغه کسان دی چی دکوداتاچينو به مقابل کي دخبل حق غوشتنه کوی لطف کوی حقيقت وايست دسبيني ماني دروغ خبرونه (چی دسبنی مانی نطاقای وای)که داحقيقت وی نو موږ ی حقيقت نه بولو ،ياغيان هغه خلک هغ خلک دي لکه دی عبدلا چی حقيقت نه منی

  2. نه بلکې ۷۷۷ بوئینګ ده HM-17 لا جوته نده چې یاده الوتکه د چا لخوا ویشتل شوې او الوتکه

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *