تاند- یو شمېر اوکرایني ښځو د روسیې له لوري له اوکراینه د کریمیا د نیولو په اعتراض کې له روسي نارینه وو سره د هر راز جنسي اړیکو د نه نیولو غوښتنه کړې ده.

اوکرایني ښځو ویلي تر څو چې د دوی په وینا پر کریمیا د روسیې یرغل دوام لري تر هغو دې هیڅ اوکراینۍ ښځه له روسانو سره جنسي مقاربت نه کوي.

دوی ویلي چې د کریمیا د نیولو په خاطر له روسیې سره د مبارزې لپاره باید له هرې ممکنې حربې کار واخیستل شي.

اوکرایني ښځو د خپلې مبارزې لپاره په فېسبوک کې یوه ځانګړې پاڼه جوړه کړې چې ډېر ژر ۲۷۰۰ تنو خوښه کړې ده (د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې)

دوی پر یوه ټي شرټ دا شعار لیکلی (не дай русскому) یعني د اعتراض په دود له روسانو سره جنسي اړیکې مه نیسئ.

اوکراینیانو همداراز د روسیې د تولیداتو پر رانیولو هم بندیز لګولی دی.

د جنسي اړیکو د بندولو نظر دوه زره کاله پخوانی دی. دوه زره کاله پخوا یونانیانو له خپلو خاوندانو او مینانو سره د جنسي مقاربت د نه کولو کومېډي اجرا کړه. په دې کومېډي کې، چې (Lysistrata) نومېده، شرط ټاکل شوی و چې تر څو د دوی سړي (Peloponnesian War) جګړه پای ته ونه رسوي له هغوی سره مقاربت نه کوي.

One thought on “اوکراینۍ ښځې له روسي سړو غچ اخلي”
  1. مونگ.به کله کلداره بنده کو او پاکستانی توکی.به نه رانیسو
    ؟

ځواب ورکول ملا برادر اخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *