تاند- له لوېدیځ بلاک سره د یوځای کېدو د موافقې لپاره د اوکراین د ولسمشر ویکتور یانوکوویچ او د اروپايي اتحادیې د مشرانو ترمنځ خبرې تراوسه پوري ناکامه ښکاري.

ټاکل شوې ده چې نن /جمعه/ د لیتوانیا په مرکز کې په دې موضوع خبرې دوام وکړي. د لیتوانیا په مرکز ویلنیوس کې د اروپايي اتحادیې د ختیځو غړیو سرمشریزه روانه ده.

یانوکوویچ پرون ماښام په داسي حال کې چې سرمشریزه روانه وه د اروپايي اتحادیې له مشرانو سره وکتل.

د سرمشریزې کوربه د لیتوانیا ولسمشر دالیا ګریباوسکایت وویل، د اوکراین په دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

ګومان کېږي چې اوکراین به له اروپايي اتحادیې سره د یوځای کېدو معامله او له هغې سره د ژورې او هراړخیزې ازادې سوداګرۍ موافقه په لیتوانیا کې لاسلیک کړي. په دې تړونونو له څو کلونو راهیسي خبرې روانې دي.

مسکو پر اوکراین سیاسي او اقتصادي فشارونه راوړي چې دا هیواد له اروپايي اتحادیې سره رسمي ايتلاف رد کړي او پر ځای یې د روسیې په مشرۍ په اقتصادي بلاک کې شامل شي.

یانوکوویچ وايي، اروپايي اتحادیې ورته د څه باندې اته سوه ملیون ډالره مرستې وړاندیز کړی، خو اوکراین د دې لپاره چې د اروپايي اتحادیې په معیار او ستنډرډ برابر شي شل ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.

په تېرو څو ورځو کې د یانوکوویچ د حکومت پرضد لویې مظاهرې وشوې. دا مظاهرې په یوه لسیزه کې د اوکراین تر ټولو پراخې مظاهرې بلل شوي دي.

شاوخوا لس زره تنهو، چې اکثره محصلان ول، تېره شپه تر ناوخته پوري په مظاهره کې له حکومت څخه وغوښتل چې له اروپايي اتحادیې سره یوځای شي.

د لیتوانیا ولسمشر، چې د اوکراین پر حکومت انتقاد لري، نن وویل، له ارپايي اتحادیې سره په یوځای کېدو کې د اوکراین د حکومت نه یوځای کېدا د دغه هیواد خلک مایوسه کړي دي.

دالیا ګریباوسکایت زیاته کړه:

«فکر کوم اروپا نه بلکې د اوکراین خلک ناامېده شوي دي. فکر کوم د اوکراین مشرتابه داسي لار غوره کړې چې هیڅ ځای ته نه رسېږي.»

د ویلنیوس په سرمشریزه کې د جرمني، فرانسې او بریتانیا په شان د لویو هیوادونو په شمول د اروپايي اتحادیې د ټولو ۲۸ غړیو هیوادونو مشران ګډون لري.

One thought on “اوکراین د اروپايي ټولنې د شراطونو منلو ته تیار نه دی”
  1. دغه عکس د ویکتور ياکونو ويچ جمهور رییس نه دي .عکس د ترمخني جمهور رييس دي چۍ اوس په کيف کي د عسلو پارم لري

    ما د مارچ په مياشت کي په خپل فارم کي ملاقات کړ او عسل يې راکړ. دي پخوا ډيړ ښکلي شخص و، بیا د هغه هيواد استخباراتو په ډوډۍ کي دوا ورکړل او مخ يې دا سي شو

ځواب ورکول اسد سمندر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *