محمد حنیف اتمر

سپن بخونه ږیره، وړ خو له اندېښنو او برنامو ډک سر، د ژورو سترګو او خوځنده بدن یو سړی، هره شیبه په دې فکر کې دی، چې څنګه په هغه هېواد کې دایمي او سراسري ثبات ته لاره ومومي، چې زرګونه کاله یې، خلک جګړو او ناخوالو کړولي دي. په داسې یوه هېواد کې د دوامدارې او سراسري سولې یقني کول اسان کار نه دی، چې شاوخوا یې اتومي جنونیانو چاپېره کړې ده. خو دا سپین روبی سړی غواړي، چې د یوه ستر ملت سره د هغه د دایمي او ابدي اوسیدو د سالم حق پر اساس رویه وشي.

مذهبي افراطیان، د پنجاب مزدوران، مافیا، غله او پخواني درغل چارواکي له یوې مخې لګیا دي او د وطن د نجات او ثبات هڅو د ننګولو تلاش کوي. د خیانت، وطن پلورنې، جاسوسۍ او معامله ګرۍ د تورونو باران دی. حتی ځیني دومره مسخره شوي، چې وایي افغانستان د اویا ملیونه ډالرو په بدل کې پلور شوی دی. خو دا سړی غواړي، چې د سیمې لپاره د لویې لوبې په لوی تصویر کې د افغانستان د فعال او دایمي کردار تصویر خورا واضح او د پام وړ وي. دا سړی په دې پوهېږي، چې د زرګرۍ په دې جهان کې باید ظریفه او پرحساب ولاړه لوبه وشي.

خلک وژل کېږي، وسلوال پوځ جګړه کوي، ځایونه له لاسه ورکول کېږي او ځایونه بیا نېول کېږي او په یوه لویه لوبه کې د افغانستان د خلکو او جغرافیې د سلامتیا مسله مطرح ده. په حقیقت کې د افغانستان د خلکو او خاورې پر وړاندې د یوه ټیټ او بې اصوله دښمن تمام عیاره جګړه پیل شوې، خو دا سړی غواړي، چې د دې تاریخي هېواد نجات او ثبات دواړه یقیني شي.

د هېوادونو او متلونو د ژغورنۍ په جګړو کې همېشه، خاینې کړۍ د وطن پرستو جریانونو او خلکو د بدنامۍ لپاره له مختلفو اوزارو استفاده کوي. خو دا وطنپالان دي، چې د ملتونو د نجات جنګونه ګټي او د ناخوالو پر وړاندې خلک بسیجوي. د وطن پرستۍ تر ټولو عمده ضرورت قرباني ده؛ د وخت قرباني، د منابعو قرباني او حتی کله کله د شخصیت قرباني. دا سړی له همدې امله د خاینو کړیو، د تهمتونو او جابندارانه قضاوتونو پر وړاندې لکه غر خاموش دی. خو دا خاموشي به بلاخره په یوه جدي اجتماعی غوغا بدله شي. دا غوغا به د هغو خلکو رسوایي وي، چې د خیانت، فساد او درغلی کره اسناد یې موجود دي.

دا سپین ږیری سړی غواړي، چې د خورا ناځوانو سیاسي سیالانو له بخل، کېنې او نادوده سیالۍ خپل ولسمشر بچ کړي. دی نه غواړي، چې د ملک رهبر، د بېخونده سیالانو سره په تربګنیو بوخت شي او د خلکو لپاره د صادقانه خدمت وخت داسې تېر شي. له همدې امله تر ټولو ډېر او تر ټولو د مخه د غدارو او مفسدو سیاسیونو او اُجرتي رسنیو له بدرنګو تهمتونو او پروپاګند سره مخ کېږي.

له هغې ورځې، چې حنیف اتمر د ملي امنیت سلاکار ګومارل شوی، په اصلاح سیاسیونو، پخوانیو او اوسنیو فاسدو چارواکو یې د بدنامولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخیستی دی. خو زر چې پاک وي له اوبو یې څه باک وي؟ د اتمر ظرفیت، سابقه، کار او مدیریت ملت ته معلوم دی او زموږ قاضي ملت خپل خدمتګاران تر هرچا ښه پېژني. زه د دې وطن د یوه انسان په توګه، د ځان مسوولیت ګڼم، چې د کلیو پراختیا او بیارغونې، معارف او کورنیو چارو په وزارتونو کې د ښاغلي حنیف اتمر د بنیادي کارونو او خدمتونو قدرداني وکړي. زه د دې وطن د یوه بامسوولیته انسان په توګه پر ځان پور ګڼم، چې د ملي امنیت شورا سلاکار په توګه، د افغانستان او افغان ملت د ژغورنې او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د اتمر د هڅو ملاتړ وکړم.

8 thoughts on “او هغه سړی چې موږ یې لا قدر نه کوو/ لیکوال سلیمان فانوس”
  1. After reading, I still do not know what is the point here? You are asking we should value your ATMAR, but you do not say why?

  2. پوتین او د سپیو ساتلو اړتیا یې!
    پوتین چې کله د سیاسي لوبو، د نړۍ له مشرانو سره له لاس نیولو،مصنوعي موسکاګانو، له نړیوالو رقیبانو او سیالانو سره له مسابقې او د وژنو د پر کندو کښې د مظلومو انسانانو د وژنې او تر خاورو لاندې کولو څخه وزګار شي نو خپل خالي وخت تفریحي پرګرامونو ته هم ځانګړی کوي ،پوتین د اوباما غوندې باسکټ بال او هغه او دغه بال پرځای د خپلې زړورتیا د څرګندوونکو لوبو سره مینه لري او په دې اړخ کښې ده پر خپل امریکايي سیال پښه اړولې ده.
    د مسکو سړو ته په کتو پوتین باید د دغه ځای له سړې هوا سره هم بشپړ تعامل ولري او د هغه ساړه موسم لپاره د لوبو پرګرامونه په پام کښې ولري او د پوتین د پاړ وړلوبه چې د واورو له راښکته کېدو سره تر سترګو کیږي د خپلو سپیو سره د نوموړي ساعت تېري او وخت تېرول دي،پوتین خپل ګرم لباس په تن کوي له سپیو سره په واورو کښې رغړي او د هغوی سره مینه کوي ،سپي یې هم د پوتین سره لازمه مینه څرګندوي او بیا دپوتین تصویرونه پر نړیوالو خبری رسنیو راڅرګندیږي او تبصرې ورباندې کیږي چې پوتین له سپیو سره په واورو کښې ورغړېد او مستی یې ورسره وکړلې.
    هغه ورځ پوتین په خپل رسمي دفتر کښې د شانګهای د تړون د غونډې لپاره خپل ځان برابرولو دا غونډه داسې مهال جوړېدله چې په نړیواله کچه د پوتین رقیب اوباما د افغانستان له لاسه د ویر اوښکې تویولې ،روسان له اوږدې مودې غلي غلي دا شکایتونه کوي چې امریکا د دوی سره نږدې هېوادونه له دوی لرې کوي او مسکو ته دسیسې جوړوي خو نن د امریکا خلاف د پوتین په ذهن کښې نوي تصویرونه ژوندي شوي وو او د شوروي اتحاد پر مخ د کلکو څاپېړو د نښو پرېښودونکی افغانستان د امریکا تر ماتې وروسته د نوي پړاو پر درشل وو او که امریکا غوښتل پوتین یو ځل بیا په ناپوهی کښې دې لوري ته ورټېل وهي ؟په هر حال د پوتین ځانګړي مشاور له ډېر صبر وروسته بې صبره شو او ویې ویل :ایا هغه هغه خلک چې پرون له امریکا سره د مزدور په توګه کار کولو نن به مسکو ته د وفادار په توګه ثابت پاتې شي؟مونږ څنګه کولای شو پر داسې خلکو باور وکړو؟
    پوتین خپل همکار ته وکتل په داسې حال کښې چې له خپلې چوکۍ څخه ولاړ شو پر شونډ‌و یې منافقانه معنې لرونکې موسکا وه او بیا خپل همکار ته نږدې ودرېد د ښکلي او قېمتي مېز له سره یې یو تصویر راپورته کړ او خپل همکار ته یې وښود ویل دې ته وګوره! هغه په ځیر ځیر ورته وکتل پوتین له خپلو سپیو سره په تصویر کښې د لوبو په حال کښې لیدل کېدلو او بیا تصویر ته په خپله ځیر او خبرو ته یی خوله پرانستله ویل دا سپي څو کاله وړاندې له ماسره نه وو زه د هغوی بادار نه وم د هغوی په غاړه کښې ما پړی نه وو اچولی او د هغوی په غاړه کښې زما د واکمنی داغونو لیکې نه وې جوړې کړې ایا پر دې د فکر کړی دی چې همدا زما سپي کېدای شي پخوا تر دې د بل چا پړي په غاړه کښې وړل او بل بادار یې درلود او بل چا ورته ټوک ورکولو؟
    د پوتین همکار اوس په مطلب د پوهېدو په بڼه سرخوځولو او پوتین ویل نن زما سپي خپل پخواني بادار ته نه ماته مخلص دي او زه دوی ته ډوډۍ اچوم او دوی زما د خوښۍ لپاره لکۍ جګه نیسي په همدې ډول هغه چې یوځل د زمونږ یعنې د مسکو ملاتړي ول بیا یې امریکا پورې خپلې هیلې وتړلې او نن بیا د مسکو په دروازه کښې سرټيټي ولاړ دي او له مونږ د تروریزم په ضد د خپلو خلکو د وژلو لپاره مرسته غواړي او غواړي چې د دوی هېواد به وینو ورنګوو هغوی زما د سپیو سره ورته والی لري که هغوی دا ضرورت حس کړی وی چې زما ټوک ته سترګې ونیسي او زما تر پښو تاو شي نو زما خدمت به هم کوي زما د اهدافو لپاره به نڅیږي هم نو زه ولې پر هغوی اعتماد ونه کړم ؟ زه ولې هغوی په ډبرو وولم او لرې یې کړم؟ برخلاف هغوی د خپلو سپیو په توګه کارول او د خپل غیلم په ضد ترې ګټه اخېستل زمونږ لپاره غوره دي.
    د پوتین تر خبرو وروسته دواړه له ماڼۍ څخه ووتل په هغه ورځ د شانګهای د تړون په غونډه کښې حنیف اتمر هم تشریف درلود او د پوتین همکار اوس هغه ته په ځیر ځیر کتل او د پوتین پر مېز اېښودل شوی تصویر یې دلته له یو چا سره مقایسه کولو تر شونډو لاندې یې ویل چې پوتین غوره انتخاب کړی دی او دا د هغه تصویر رېښتونی او عملي شکل دی.
    په همدې حال کښې پوتین د مسکو د همکاری وعده کړې وه او له راغلي څخه یې د اخلاص د ثبوت په توګه د مظلومانو د یوه ښکار غوښتنه کړې وه همغه وو چې په ننګرهار کښې ګڼ شمېر مظلوم افغانان چا په بمونو ښکار کړل په بدخشان کښې د عسکرو څخه سرونه پرې کړل شول او په بېلا بېلو ځایونو کښې وژنې او له لارو څخه د افغانانو تښتولو زور وموند،د پوتین همکار د مننې او د هغوی د اخلاص د اثبات د دلیل په توګه په خپلو څرګندولو کښې ویل چې افغانستان ته له فلان او فلان څخه خطر متوجه دی او مونږ مرستې ته چمتو یو.
    اوس پوهېږو چې پوتین د سپیو د ساتلو وړتیا لري او زمونږ د هېواد په نقشه کښې د مظلومانو د غوښو خوړلو تجربه د سپیو په واسطه بریالی ترسه کېدلی شی.
    په درنښت

  3. د اتمر تول عمر د قدزت په تنده کی تیر شوی دی. فکر یی دومره کوچنی دی چی نه یوازی د تول وطن بلکه یوازی د پشتنو غم هم نه دی اخیستی. هر چیری چی دی وزی وو یوازی یی خپلو خپلوانو او بالخصوص د خپلی سیمی خلکو ته کار کری دی.
    نژدی وو چی وطن په ای اس ای وپلوری خو خدای ناکامه کو.

  4. What is ur goal with this article? All u did is blaming others, insulting others, insulting ppl, and u round it of by threatening? That is the main problem with ppl in Afg. If ur aim is for ppl to love Mr Atmar, then u need to change the tactics. By threatening ppl and calling them names will only create a further and even wider gape between Mr Atmar, his government and ppl. My brother, time has changed, u cannot force urself on others. One thing is very clear and our 5000 years history is a witness of that, Afghans can’t be forced to like anyone, but If u do work for them and The nation, If u r a true servant , then there is noone better to appreciate and love than Afghans. In ur article i didnt read anything useful to be honest with u. All u did was the same story we r hearing over and over again. If u dont love Mr. Atmar, u r automatically a traitor, a spy, a thief and so on. Plz ppl, its not 70’s, 80’s, 90’s anymore. If khalq and parcham and then opponents of seven parties in peshawar and later on in Kabul couldnt force ppl to like them, then it certainly wont happen now.

  5. انما الاعمال باالخواتم…….. آخره خاتمه مهمه ده,د یوسف ع کیسی مه کوه….

  6. dear sir ! Atmar is anable person in Afghanistan.before he worked in deffirent position .so he cannot acheive a good result during the our jobs .

  7. ما په تاند یوه میاشت د مخه غاړه خلا صه کړه چې د ا فرادوصفت دې نه خپروي. د الف ملا یکه کیدای شي چې د پ شیطان وي

  8. خدای پاک دی لا توفیق ورکری چی دی بی اثری ولس ته نورهم ارزشتمند خدمتونه وکری ترسو له نورو سره سیال شو

ځواب ورکول ADAM KHAN ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *