د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې د درغلۍ او زورواکۍ په پايله کې عبدالله شاوخوا ٤٥ سلنه رايې وګټلې. د عبدالله د رايو دا رقم د ټولو افغانانو د تمې خلاف وو، ځکه د ټاکنيزو مبارزو پرمهال چا فکر نه کاوه چې عبدالله به دومره رايې واخلي.

د شعليانو، پرچميانو، ستميانو او ماويستانو ګډوله (جمعيت اسلامي ګوند) په ډير مهارت سره لوبه داسې ترتيب کړې وه چې عبدالله عبدالله د سازمان شوي او سيستماتيک تقلب له لارې په ارګ ورننباسي. دوى وروستۍ هڅې وکړې، خو بريالي نه شول او بالاخره ټاکنې دويم پړاو ته لاړې.

په لومړي پړاو کې د عبدالله کاذب پرمختګ افغانان يو ځل بيا د خپلې راتلونکې په اړه سخت اندېښمن او خواشيني کړي.

په هر مجلس کې د عبدالله د احتمالي بريا په اړه په بحث کې مشران د لومړۍ او دويمې سقاوي دورې وختونه يادوي او وېره څرګندوي چې خداى مه کړه د عبدالله په وجود کې د سقاوۍ اړدوړ بيا تکرار نه شي. ځکه عبدالله د اويا يمو کلونو د تنظيمي جګړو محصول دى چې د کابل ښار او په مجموع کې افغانستان يې په کنډواله بدل کړ او د ده پرشاوخوا راټول تنظيمي جنګسالاران، فاشستان او سکټارستان چې نه افغانيت مني او نه اسلاميت، د افغانستان لپاره زهر قاتل دي.

ګرانو هېوادوالو! د عبدالله عبدالله په څېره کې د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ نښې څرګندېږي، عبدالله عبدالله سره په دې خاطر مخالفت نه کوو چې هغه يو تاجک دى، بلکې د نوموړي سابقه او ايډيالوژي د افغانستان لپاره ورانوونکې او خطرناکې پايلې لرلى شي.

د عبدالله په موجوديت کې به له يوې خوا د پښتنو مقاومت زور واخلي او د وسلوالو طالبانو ليکې به لا پياوړې شي او له بلې خوا به د افغانستان د اوسنۍ جغرافيا په نوم په سيمه کې څه ونه وينئ، ځکه دا خلک دې خاورې ته وفادار نه دي او هره شېبه د تجزيې او بېلتون پالنې فکرونه پالي.

د عبدالله عبدالله منلو ته نه په افغانستان کې ذهنيت اماده دى او نه په نړۍ کې. د عبدالله راتګ به د کلکاني د لومړۍ او رباني د دويمې سقاوۍ تکرار وي، چې له بده مرغه د افغانستان د تاريخ دوه تورې دورې ګڼل کېږي او افغانان نور نه غواړي چې شا ته تګ وکړي.

هيله ده چې په دويم پړاو ټاکنو کې په پوره عقل او تدبير سره انتخاب وکړو او دا ملي ضد او افغان ضد څېرې پرېنږدو چې پر افغانستان واکمن شي.

د غني او هوسا افغانستان په هيله

——————————————-

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

2 thoughts on “ايا دريمه سقاوي راتلونکې ده؟ ميوند”
  1. دويمه او دريمه سقاوي؛
    ورره په ډېر درنښت سره؛
    زه پوهه شوم چې ستاسو مطلب څه دی؛ دلته زه ستاسو د هغه انديښنو څخه پوهېږم چې كه زموږ د هېواد واك د جنايت كوونكو اودلا٬ محقق او د ده سره جفف ته په لاس ورشي نو ښكاره خبره ده نور به هم جنايت وكړي؛
    بيا نو ولې موږ د ټولو جنايت او جنايت كوونكو (جفف) دوستم٬ دانش٬ اودلا ٬ محقق ٬ سياپ او نورو جففانو پر وړاندې يو وجداني او ايماني سياسي دريځ نه نيسو؟
    ولې د ټولو سترو سترو جنايت كوونكو٬ جففانو محاكمه نه غواړو؟
    سقاوي يو مسلك دی او د انسانانو د خزمت يو مسلك دی او دې مسلك ته لكه نور انساني مسلكونه بايده چې ورته درنښت وشي او په هسكله ورته وګوروو؛
    موږ نن هغه پښتانه نه يوو چې په انساني مسلكونو او د حلالې روزۍ ګټلو لارو چارو باندې وشرمېږو او يا يې هم په خپل سياسي كلتور او ژبه كې نور ځای وركړو؛
    راځئ چې دا د سقاوۍ سپيڅلی ټكۍ نور د خپلو سياسي خبرو اترو څخه وباسو او خپل سياست په وجداني او ايماني څلو او بنسټونو ودروو؛
    دا پخوانۍ خوسا او غولوونكي ټكي زموږ د نن ورځې په فرهنګ كې ځای نه لري؛
    نن ورځ مبارزه د ټولو جنايت او جنايت كوونكو (جفف) جنايت كوونكي٬ فرعونان او فاشستانو پر وړاندې ده؛
    نه د يوه مسلك پر وړاندې؛
    زه د دې ټكي سره كلك مخالف يم؛
    هر مسلك چې د حلالې روزۍ ګټلو او انساني خزمت لپاره وي دروند دی؛
    هر هغه سياسي او پوه چې د جنايت ٬ جنايت كوونكو او جفف د غندلو پر ځای د سقاوۍ ټكي او ورته ورته ټكي كاروي نور پوهه شئ چې دوی وجداني او ايماني سياسي مبارزه نه كوي بلكې خپل چور٬ غدارۍ او جنايت ته لاره پرانيستې پرېږدي او نيت يې ناسم او لار ورك كوونكی دی؛

  2. زه فکر کوم چی دلته د سقاوی د مسلک سپکه او حقارت نه دی ویل شوی بلکه د لیکوال هدف له سقاوی نه د غلو، چپاولګرانو ، خاینینو او بدماشانو نه ده چی نه هیواد ته احترام قایل دی او نه خلکو ته . په اوله سقاوی کی د امانی دوری ټولی لاسته راوړنی له خاورو سره خاوری شوی او زمونږ هیواد یی د حجر دوری خواته په شابوت او د هغوی په وینا دور دور ماست که حلقه به کی….. ماست .
    په دوهمه دوره کی د افغانستان سلکلنه اردو د نوازشریف په فرمان او د مسعود په قوماندی منحل او له 400 جنګی جیت الوتکو، سکات ، اوراګان، 4500 ټانکونو او شوبلو او په میلیونونو سپکو او درنو وسلو سمبال پوځ دړی وړی او سلاح یی په پاکستان وپلورل شوه ، د کابل ښکلی ښار په کنډواله بدل شو په زرګونو خلک ووژل شول او یا له هیواده بهر کډوال شول ملی سرمایه چور او تالان شوه. د آریانا الوتکه یی په مشهد کی په 35000 دالره وپلورله او خپله شخصی مصارف یی پری پوره کړل. تر څو یی چی توان رسیده جنایتونه وکړل او بیا یی چانس له ځانه بدمرغو تالیبانو ته پريښود او هغوی بیا هیواد د تروریستانو په ځاله بدل کړ او نن یی حال ګورو.
    که همداشان بی تفاوتی وی داځل به هیواد په څوبرخو وویشی او د وینو ویالی به راوانی وی. آیا تر دوی بل وطندوسته څوک نه پيدا کیږی چی د هیواد چاری پر مخ بوځی؟

ځواب ورکول انجينير فهيم پښتون وردګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *