ډاکټر معين ګل څمکنی

د دې لپاره چې زموږ ګران هېواد افغانستان له يوه ډېر مهم تاريخي پړاو څخه تېرېږي، یوه ځواکمن ولسمشر ته اړتيا ده چې زموږ هېواد له بشري، اقتصادي، امنيتي بحران څخه روغ ‌رمټ د سوکالۍ لور ته بوزي.

په دې ټوله نړۍ پوهېږي چې ښاغلی ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی د نړۍ دوهم مفکر دی، ده دا وکولای شول چې د نړۍ پرمختللو هېوادونو لکه: چين، روسيې، فرانسې او داسې نورو هېوادونو ته د اقتصادي پلانونو په جوړولو سره هغوی له اقتصادي بحران څخه وباسي، که څه هم وايي چې د کلي نجلۍ بدرنګه وي. خو نن دې ته اړتيا ده چې په دې اساسو شرايطو کې موږ د افغانستان ژغورونکي ته خپله رايه ورکړو، زه ډېر خوښ يم چې د ټوپک پر ځای د رایې په وسیله نظام ته بدلون ورکوو، د ده ټاکنيز شعار بدلون دی. نو بدلون په هره برخه کې اړين دی.

کله چې ده خپل ټاکنيز پروګرام اعلاناوه، زه هم شاهد حال وم، په يوه شېبه کې مې خپل افغانستان د بلاتشبیه جنت خيال وکړ، د ده خبرې د هر چا له پاره د پوهېدو نه وې، دا ځکه چې له بده مرغه افغانستان د غربت او ناپوهۍ په سيند لاهو دی. ده په خپلو خبرو کې هر هغه څه وويل چې زمونږ په پېړيو، پېړيو ورته اړتيا وه، د مثال په ډول:

۱- په قضايي او عدلي نظام کې اداري فساد چې خپل اوج ته رسېدلی دی، داسې تشريح کړ: که زه ولسمشر غوره شوم، زه ټول د ځمکو عرفي سندونه په شرعي قبالو بدلوم، کله چې څوک شرعي سند ولري، نو دعوه هم ورکه شوه، کله چې دعوه ورکه شي، بډې او فساد په خپله له منځه ځي.

۲- په د افغانستان بانک کې ايښودل شوې پانګه راباسم او هغه په دوران کې اچوم. کارځايونه او فابرېکې پرې جوړوم، تر څو ولس ته کار پيدا شي. د کار په پيدا کېدو سره نا امنيتي له منځه ځي، پر ځای يې امن راځي او ولس ته حلاله روزي چې فرض ده پيدا کېږي.

۳- په هېواد کې د اساسي قانون پلي کېدل د ولس او حکومت ترمنځ واټن له منځه وړي. د دې لپاره لږ تر لږه زر(۱۰۰۰) کسانو ته چې ريښتيني وي اړتيا ده، مثلاً لږ تر لږه ۲۵ وزيران، څه د پاسه ۳۰۰ ولسوالان، ۳۴ واليان او په همدې ډول نور…

زه د هغو نوماندانو څخه چې په خپل زړه کې پوهېږي، چې برياليتوب يې په نصيب نه دی، هيله کوم چې خپل افغاني شهامت ته په پام سره د هېواد په دې اساسو شرايطو کې يوه متينه پرېکړه وکړي، چې له ډاکټر صاحب اشرف غني سره يو ځای شي، دا د پېغور خبره هم نه ده. د دغو نوماندانو دغه شهامت به له افغانستان سره لويه مرسته وي او د تاريخ په اوږدو کې به زموږ راتلونکی نسل په دې باشهامته افغانانو ووياړي او مېړانه به يې تل په ياد وي.

د ګران هېواد له ټولو اوسېدونکو څخه هيله کوم چې ټولو نوماندانو ته لوړ احترام ولري او د هيچا بې حرمتي ونه کړي  چې په دې سره راغلې تنکۍ ولسواکي داغلې نشي، وده او پرمختګ وکړي او هم خپل سياسي کلتور پياوړی کړو.

د يوه سرلوړي، هوسا او د ټولې نړۍ سره برابر افغانستان په لور…

 —————————-

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

16 thoughts on “ايا د نن ورځې اړتيا ده چې اشرف غني ته رايه ورکړو؟؟”
  1. Deyra sha likena da.
    Domra wayel ghwarhem chey de aro qader pe zarger wi aw de hushyar qader pe hushyarano wi. Khdai dey domra hushyartya aw aqel paida krhi chey de khpel hushyar Ashraf Ghani qader pe khpela raya de hiwad de samsortya le para wekrhu.

  2. ما پرون شپه د ښاغلو نوماندانو مناظره ولیدله کله به چی ښاغلی احمدزی کومه نوی خبره وکړه نو وروسته به نورو هم هغه تکراروله. زه پدی متیقین شوم چی د افغانستان د ژغورنی او پرمختګ لپاره له ښاغلی احمدزی نه بل ښه بدیل نشته. ډاکتر صاحب څمکنی خبره پر ځای ده چی نور نوماندان که دوی سره یوځای شی ډیره میړانه به یی له خپل ګران ولس او هیواد سره کړی وی.
    کله چی سیدجمال الدین افغان د وخت پاچا امیر شیرعلی خان او محمد اعظم خان ته خپل د ترقی پلانونه بیان کړل هغوی ونه منل هم یی ځان او کورنۍ تباه کړه او هم یی ملت. د اعلیضرت غازی امان الله خان اصلاحی او پرمختګ پلانونه چا ونه منل ، دادی اوس د یویشتمی پیړۍ د تمدن له کاروانه څومره بیرته پاته یو. د شهید سردار محمد داود خان انکشافی پلانونه د هغه له شهادت سره خاورو ته وسپارل شول او دادی 30-35 کاله د خپلو ځوانانو جنازی ښخوو.
    داځل زمونږ ولس او ځوانان پدی متیقین شویدی چی بیابه اشتباه نه کوی او نورو په بیځایه وعدو به باور نه کوی او د بی عمله عالمانو په خبرو به بازی نه خورو او آزمویل شوی به بیا نه آزمویو. مونږ به خپل مبتکر او مصمم مشر ښاغلی داکتر اشرف غنی احمدزی په شاوخوا راټولیږو اوخپل وران شوی هیواد به د ده تر زعامت او قیادت لاندی آبادوو. بریال

  3. ډيره ښايسته او ښكلي ليكنه دي كړي، مونږ په داسي حساس وخت كي د ډاكټر أشرف غني أحمدزي غوندي عالم او متفكر شخصيت ته سخته أړتيا لرو.
    زه په دي باور لرم چي إن شاء الله أشرف غني أحمدزي بغير له شكه ددي انتخاباتو ګټونكي دي، او زمونږ راتلونكي ولسمشر دي.

  4. ډیره شه لیکنه ده
    اوس افغانان باید دا چانس له لاسه ورنکړی او پوهی ته رایه ورکړی کنه بیا پشیمانی ګټه نلری چه بیا اووایی چه موژ ولی امانالله خان له لاسه ورکړ او داسی نور

    په درناوی

  5. Za Hum de ZARA la tala aw de zara la kommee, Loi Ashraf Ghani Sahib ta VOTE ( Rai) warkawam. Zoma Ghoshtana la toolo afghanano ( Pa zangaree toga la Pakhtano sakha) sakha dada che Ashraf ghANI SAHIB TA vote WARKAREE…

    pA DARANAKHAT.

  6. ډاکټر معين ګل څمکنی څخه ډیره مننه: چی ډیر
    شه معلومات یی د دوکتور اشرف غنی احمدزی په اړه چمتو او هیوادوالو ته یی د تاند موفقی ویبپاڼی له لاری وړاندی کړل . زه نور د احمدزی صاحب په اړه نه وایم خو د افغان ولس څخه می دا هیله ده چی د راراوانو ټاکنو په ورځ یی بی وفایی ورسره ونه کړی اشرف غنی احمدزی ته رایه ملی وحدت ،ژبی ودی او پرمختګ، برابری، ښه اقتصاد،عدالت تامینول، بیارغونی، او داسی نورو سترومثبتو کړنوته رایه انشاءالله ستاسو رایه به پرځای وی ستاسوله رای سره به هیڅ ډول بی وفایی نه کیږی .زه د احمدزی صاحب سره هیڅ ډول اړیکی نه لرم نه می تراوسه له نږدی لیدلی دی خو دا زمونږ حق دی چی یو کس ته رایه ورکړو هغه به څنګه کس وی نو زه ترټولو نوماندانواشرف غنی احمدزی غوره بولم ځکه لومړی لاسونه یی د مظلوم ملت په وینوندی ککړ، په اداری فساد کی نه ده دخیل، دانشمند هوشیار او په ملی او بین اللمی سطحه یو وتلی سیاست مدار ده.
    مصطفی له کابل څخه

  7. د تاند ويبپاڼي چلوونكو ته سلامونه أونيكي هيلي
    أنډيواله: ډيره دخواشينۍ خبره ده چي زه تبصره دروليږم او تاسو يي خپروۍ نه، دخپلي خوښي تبصري خپروۍ، خو چي كومه تبصره مو په زړه نه وي، نه يي خپروۍ، چيري ده درايي او نظر آزادي؟؟!!!!!
    كه داسي وي نو بيا به د تبصري درليږلو تكليف نه كوو.

  8. د ډاکټر معین ګل څمکنی څخه یو جهان مننه چه د ډاګټر صاحب اشرف غنی په هکله او دده د کړنلاری په هکله یی بشپړ معلومات ورکړل زه همدومره ویلای شم چه یوازینی شخص چه تری امید کیدای شی هغه ډاګټر اشرف غنی احمدزی دی او بس

  9. سلامونه
    موژ پشتون او افغانانو ته الله ج پدي سه باندي ١٠٠سلو كلو كي ٤ سلور چانسه راكري او سلور مشران يي را باندي لورولي دي خو په ٣ دري دانو مشرانو موژ افغانانو په تيره موژ پشتنو كبر وكه او يا مو فراري كرل او يا مو په قتل ورسول ( فراري غازي امان او په قتل رسول شوي داود خان او داكتر نجيب الله(
    او ٤ سلورم چانس داكتر غني احمدزي دي كه مو دا وار په داكتر غني باندي كبر وكه دا په ياد لري چه دا زل به افغانستان بيا هغه افغانستان نه يي.
    نو هيله له هر افغان او په تيره له هر پشتانه نه كووم چه راي مو داكتر غني ته وركي او داكتر غني حمايت كي چه راتلونكي نسلونه مو له بدبختيو وژغورل سي ، مهم او أساس وخت دي د تاريخ پشتنو لژ زان ته شور وركي
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  10. که مو دا ځل ډاکتر صاحب اشرف غنی ته رایه ور نه کړه او دی مو د الله ج په مرسته ولسمشر نه کړ نو ای خلکو بیا یاد و لری چی سخت به پښیمانه شی او بیا به څه ګټه نه کوی.‌ د چارو واګی به د داسی کسانو لاس ته ورشی چی نه افغانیت منی او نه هم قانونیت او هوساینی ته احترام لری. د عبدالله د شمال ټلوالی او د محقق ډلی خو د خپل کمپاین د افتتاح په ورځ ملی سرود و نه غږاوه او د ملی سرود پر ځای یی هزاره ګی او پنجشیری سندری وغږولی نو دوی چی کله قدرت ته ورسیږی نور به څه کوی.‌
    ګوری خلکو یو احمدزی مو له لاسه ورکړ (ډاکټر نجیب الله احمدزی) او تر ننه هر څوک پسی ارمانونه کوی، د خدای په خاطر دا بل احمدزی له لاسه مه ورکوی او د افغانستان د بیاجوړونی او رغونی لپاره خپله او د خپلی کورنی د غړو رایی ډاکټر صاحب اشرف غنی ته ورکړی. د ډاکټر صاحب اشرف غنی د بریالیتوب په دعا او هیله.

  11. “موژ پشتون او افغانانو ته الله ج پدي سه باندي ١٠٠سلو كلو كي ٤ سلور چانسه راكري او سلور مشران يي را باندي لورولي دي خو په ٣ دري دانو مشرانو موژ افغانانو په تيره موژ پشتنو كبر وكه او يا مو فراري كرل او يا مو په قتل ورسول ( فراري غازي امان او په قتل رسول شوي داود خان او داكتر نجيب الله(
    او ٤ سلورم چانس داكتر غني احمدزي دي كه مو دا وار په داكتر غني باندي كبر وكه دا په ياد لري چه دا زل به افغانستان بيا هغه افغانستان نه يي.
    نو هيله له هر افغان او په تيره له هر پشتانه نه كووم چه راي مو داكتر غني ته وركي او داكتر غني حمايت كي چه راتلونكي نسلونه مو له بدبختيو وژغورل سي ، مهم او أساس وخت دي د تاريخ پشتنو لژ زان ته شور وركي”
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  12. ډیره مننه څمکنی صاحب له دی ښکلی لیکنی څخه مو. افغانان باید د۲۱ پیړی سید جمال الدین، فخر افغان ، د شهید داود خان او غازی امان الله خان په څیر وطن ته د خدمت کولو احساس لرونکې ته باید او حتما رایه ورکړی او رایه به ورکوو او کامیابوو به یی….. انشاُالله

  13. زموږ تقريباً د ټولو دا عادت دی چې ژوندی وي بد ترې وايو په مختلفو نومونو يې يادوو او کله چې مړ شي نو بيا يې انځورونه په حجرو کې ږدو.
    راځئ دا ځل احمدزی په ژوند ښه ياد کړو، لکه څنګه چې تاسو ياد کړی دی.
    تصميم د بري لومړۍ شرط دی.

    د هغو ټولو نه چې زما په ليکنه يې علمي او پښتني نظرونه ورکړي دي، د زړه له کومې مننه کوم. تل يو موټی اوسئ!

    د بلې ژبې زده کول لوی کمالي ده
    د خپلې ژبې هېرول بې کمالي ده

  14. زموږ تقريباً د ټولو دا عادت دی چې ژوندی وي بد ترې وايو په مختلفو نومونو يې يادوو او کله چې مړ شي نو بيا يې انځورونه په حجرو کې ږدو.
    راځئ دا ځل احمدزی په ژوند ښه ياد کړو، لکه څنګه چې تاسو ياد کړی دی.
    تصميم د بري لومړۍ شرط دی.

    د هغو ټولو نه چې زما په ليکنه يې علمي او پښتني نظرونه ورکړي دي، د زړه له کومې مننه کوم. تل يو موټی اوسئ!

    بلې ژبې زده کول لوی کمالي ده
    خپلې ژبې هېرول بې کمالي ده

  15. زموږ تقريباً د ټولو دا عادت دی چې ژوندی وي بد ترې وايو په مختلفو نومونو يې يادوو او کله چې مړ شي نو بيا يې انځورونه په حجرو کې ږدو.
    راځئ دا ځل احمدزی په ژوند ښه ياد کړو، لکه څنګه چې تاسو ياد کړی دی.
    تصميم د بري لومړۍ شرط دی. يا وطن يا کفن

    د هغو ټولو نه چې زما په ليکنه يې علمي او پښتني نظرونه ورکړي دي، د زړه له کومې مننه کوم. تل يو موټی اوسئ!

    بلې ژبې زده کول لوی کمالي ده
    خپلې ژبې هېرول بې کمالي ده

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *