ولسمشر حامد کري او  ايساف ځواکونو دکابل په وزير محمد اکبرخان مېنه کې پر يوه رستورانت د تېرې شپې حمله په کلکه وغندله او دا يې يوه وحشيانه حمله وبلله.

ولسمشر حامد کرزي د جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې وويل:  له تروریزم سره مبارزه هغه وخت بریالۍ کېدی شي چې د قرباني او تروریست ترمنځ توپير وشي او د تروریزم له عواملو سره مبارزه وشي. په دې برخه کې که ناټو او په راس کې د امریکا متحده ایالات غواړي چې د افغانستان له خلکو سره متحد او همکار پاتې شي، باید تروریزم په نښه کړي.

 په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزيف ډانفورډ په يوه اعلاميه کې نن وويل: زه د ملکي قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګندوم.

 وسلوال طالبان وايي دغه حمله يې د پروان د سياګرد ولسوالۍ د بمبارۍ په غچ کې کړې ده.  د چهارشنبې په دې بمبارۍ کې له ١٤ نيولې تر ١٧ پورې ملکيان وژل شوي دي.

پروان ته تللى هيئت وايي چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

 جنرال ډنفورډ په اعلاميه کې ويلي، طالبانو بيا څرګنده کړه، چې د خلکو ژوند ته احترام نه لري.

په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما هم دغه بريد وغانده.  د دې ادارې يوه وياند نظيف سالارزي وويل دغه حمله د منلو وړ نه ده.

سالارزي ، د ملګرو ملتونو د وژل شویو مامورینو په هکله نور معلومات ور نه کړل.
خو د ملګرو ملتونو يوه وياند په نيويارک کې تاييد کړه، چې په دې حمله کې د ملګرو ملتونو درې کارکوونکي هم وژل شوي دي.
په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې تیره شپه وسله والو طالبانو د لبنانیانو په یو رسټورانټ حمله وکړه چې؛ دیارس تنه

په وژل شويو کې افغانان، امريکايان، کاناډايان، بريتانويان او د ځينو نورو اتباع شامل دي.

 په پېښه کې د افغانستان لپاره د پيسو د نړيوال صندوق استازى هم چې د لبنان دى، وژل شوى دى.

بهرنیان او اته تنه افغانان په کې ووژل شول.

د دې پيښې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

3 thoughts on “ولسمشر کرزي، م.م او ايساف ځواکونو په کابل کې پرونۍ حمله وغندله”
  1. خندا پدی راځی چې جنرال ډنفورډ په اعلاميه کې ويلي، طالبانو بيا څرګنده کړه، چې د خلکو ژوند ته احترام نه لري. او د دوی په وړانده بمبارکې چې د سياګرد ولسوالۍ د چهارشنبې په ورځ کې له ١٤ نيولې تر ١٧ پورې ملکيان وژل شوي دي هغه به د ناټو احترام وی چې د خلکو ژوند ته یې لری

  2. وایي، کرزی د غندنې یو سافټ مکتوب لري، یوازې یې د سیمې نوم بدلوي، که نه د ده غل ورور وګوره چې میلیاردر شو په همدغه خونړیو کاتو کې او د عبدالله عبدالله خبره برګ از برګ شور نخورد هه هه هه …

ځواب ورکول Zek Pakhtoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *