ټولنپوهان وايي کلچر متحرک او بدلېدونکى دى، زموږ په کلچر او ارزښتونو کې ډېر داسې مضر شيان دي، چي ژوندي ساتل يې نه يواځې ګټه نه لري، بلکې ټولنه مو ورسره په ماضي کې نښتې ده، که هر تعليميافته کس يې د له منځه وړلو لپاره مبارزه ونه کړي، په فزيکي لحاظ خو به په يوويشتمه پېړۍ کې ژوند کوو، خو په ذهني لحاظ به په هماغه زمانه کې اوسېږو، چي دغو ځينو دودونو پکې سرچينه اخيستې ده.

زموږ په اکثرو کليوالو سيمو او ځينو ښاري سيمو کې هم- چي خلک مو که تعليميافته شوي هم دي، خو په فکري توګه چي د نوي تمدن برخه نه دي ګرځېدلي- دا دود تر اوسه ژوندى دى، چي تر خپل منځ ځينې نومونه په خوله نه اخلي او د هغوى لپاره يې نور تشريحي نومونه غوره کړي دي، سمه ده چي د ځينو شيانو او کارونو لپاره به د هغوى اصلي نومونه عيبجن ښکارېږي، نو که تشريحي نوم ورته وکاروو بده نه ده، خو د انسانانو لپاره د هغوى خپل اصلي نومونه نه کارول څه ډول کلچر دى او له دې کار سره شرم او پېغور ته توجيه موندل کوم عقلي اساس هم لري، که هسې د يوې نفسياتي نشې تر اغېز لاندې ورسره په عذاب يو.

يوه مېرمن او د هغې مېړه چي د ژوند ملګري وي، يو- بل پخپل نامه نه بولي او د کورنۍ د نورو غړيو په وړاندې يو بل په (دى) او (دا) يا (هغه بله) يا (هغه بل) يادوي، که يو بل په خپل اصلي نامه و بولي، پر دواړو د سپينسترګۍ او بېشرمۍ ټاپه لګېږي، همدارنګه يوه مېرمن خپل لېورونه، ندرندې او نور نيژدې خپلوان هم پخپلو اصلي نومونو نه بولي او نور نومونه- چي د ناز نومونه يې بولي- پر ږدي، چي په هغوى کې لالک، ګل لالا، نازک، لونګ، لونګه، خوږکۍ او لسګونه نور نومونه دي، چي په ظاهر خو د ناز او درنښت په مانا کارول کېږي، خو تر شا يې دا ذهنيت هم موجود دى، چي د مېړه د کورنۍ نر او ښځې پخپل اصلي نامه بلل د شرم خبره ده، دا دود خو په ځينو سيمو کې دومره ټينګ دى، چي په اړه يې يوه کيسه مشهور ده، وايي يوې مېرمنې به- چي مېړه يې حميد او لېور يې مجيد نومېده- په لمانځه کې هم په درود شريف کې د (إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ) پر ځاى (اِنک لکه دى لکه لالک) وايه. ډېر نارينه صاحبان چي بيا د نورو خلکو تر مخ خپله مېرمن يادوي يا يې بل څوک د مېرمنې په اړه پوښتنه کوي، نو په (کورواله)، (بچيان)، (د بچو مور)، (کډه) او نورو داسې نومونو يې بولي، چي زه فکر کوم هم د ښځې سپکاوى دى، هم يو ډېر لوېدلى دود دى. ما د جولاى پر دوه ويشتمه واده وکړ، اوونۍ وروسته له مېرمنې سره کوټې ته راغلم، يوه ملګري وپوښتل: ″له بچيانو سره راغلې، که يواځې″، ما ورته وويل: ″د واده پر لسمه مي بچيان له کومه شول″، په خبره يې پوه شوم، خو هسې مي د دې توري د بېځايه کارونې منفي کلچر ته متوجه کاوه، ورته ومي ″هو له مېرمنې سره راغلم″.

که تر هسې ظاهري درنښت او د ناز د برسېرن ګرانښت تر نومونو هر څوک په خپل اصلي نامه وبلل شي، څو ګټې يې دي: تر ټولو لومړى خو به د دې تر شا تش په نامه د شرم او پېغور نفسياتي اغېز سر وخوري، بل دا چي د ناز د نومونو د معنوي اثر تر شا ذهني فشار به له منځه لاړ شي او په اصلي نومونو يادولو سره به هر څوک د بشري وقار له مخې ريښتينى درنښت پيدا کړي، خصوصاً ښځې به مو په ټولنه کې د صنفي توپير او د شرم و پېغور له بدمرغه شپوله بهر په خپل ښځينه برم سره په هسکه غاړه د خوشالۍ ژوند تېر کړي.

By Quetta

2 thoughts on “اِنک لکه دى لکه لالک / بارکوال مياخېل”
  1. يوچاته ېې دوست د واده بلنه ورکوله په تيليفون ېې ورته وویل چې خور اوخورايي مې هم ځان سره راوله ، هغه سړئ چې ځانته یو حزبي مبارز وايي په ځواب کې ورته وویل چې يوه پوښتنه درڅخه کوم چې يوه ښځه چې د مور اوپلار لور دې نه وی څنګه خور بللئ شو ؟ که زما د ورورولۍ دعوه لرې وريندار ووایه نه خور

  2. بارکوال صیب : ډيره پرځای خبره موکړیده . ښه شو چي له واده وروسته ژر ورته متوجه شوی ، هسی خو دلمیسانو لرونکي شوی بیا یې هم ورته پام نه کیږي .
    داغوره خبره ده چي له خپله ځانه او کورنۍ څخه دسمون کارونه پیل کړو.
    کورنۍ او ټولنه چي له وګړو جوړه شویده خپله دسمونه او ښه والي خواته درومي ،مننه

ځواب ورکول رحمتی ګیلانوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *