ایا افغانستان به د ناټو او امریکا د زرګونو سرتیرو له وتلو وروسته د  طالبانو لاس ته ولویږي، دا هغه هغه پوښتنه ده چې د ډیری افغانانو ترمنځ اوس په یوه بحث زیږونکې موضوع بدله شوې ده .

په ۲۰۱۲ کال کې شاوخوا دیرش زره خارجي عسکر له افغانستان څخه ووتل او دغه پروسه لا هم روانه ده.

د فرانسې ، سویلي کوریا، نیوزیلنډ، هالنډ او دنمارک پي ار ټي ګانو یا د ولایتي بیارغانونې ټیمونو په افغانستان کې خپل کار پای ته رسولی او ډیری عسکر یي ووتل.

د افغانستان د کورنیوو چارو وزارت د شمیرو له مخې د هیواد ۷۶ سلنه خاورې امنیت اوس افغان ځواکونه او په تېره پولیس ساتي او دا چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي دا د افغانانو غوښتنه ده او په دغه برخه کې هیڅ راز اندیښنه نشته.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي  وایی ((همدا چې ۳۰ زره بهرني سرتیري له افغانستان څخه وتلي او دا چې تر دوو کلونو به ټول او یا یوه اندازه له افغانستان څخه ووځي دا د افغانستان لپاره تر ټولو لویه لاس ته راوړنه ده)).

څه موده دمخه د بریټانیا حکومت هم اعلان وکړ چې راتلونکی کال به له هلمند څخه خپل ټول لپوځیان وباسي.

دغه سرتیري څه باندي یوه لسیزه په دغه سیمه کې تم شوي ول.

لیکن دا پوښتنه چې ایا د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته به په ریښتیا هم یو شمیر سیمې د طالبانو لاس ته ولویږي کومي چې افغان حکومت ته د ساتنې له پلوه ستونزمنې دي که څنګه.

د کورنیو چارو وزارت ویاد صدیق صدیقي يي ځواب را کوي.

صدیق صدیقي:

(( طالبان هیڅ وخت دا توان نه لري چې یوه ولسوالي ونیسي یا ولایت ونیسي، هغوي یوازي د ماینونو په ایښودلو او د ولسي او بي ګناه خلکو په وژنې لاس پوري کوي، طالبان هیڅ کله هم واک ته نشي رسیدلای، سره له دې چې د هغوي مرکزونه  او خوندي پټن ځایونه لا هم په پاکستان کې دي)).

یو شمیر رسنیو راپور ورکړی چې له هغو سیمو څخه چې خارجي لښکرې د خپل پلان له مخې وتلي تر ډیره بریده د زور پالو تر اغیز لاندي راغلي.

په خاصه توګه په سویل کې د هلمند له خانشین، باغران او دیشو ولسوالیو څخه او په ختیځ کې د نورستان له برګ مټال او کامدیش څخه یادونه کیږي.

خو ښاغلي صدیقي وايي چې د ملک په یوه ټوټه خاوره هم زور پالي بشپړ واک نه لري او هیڅ څوک هم کومه بیلګه په لاس کې نه لري.

صدیقي:

(( زموږ ختیځ ولایتونه لکه نورستان کونړ له پاکستان سره په خوا کې پراته دي، د حقاني او ترهګرو له نږدې مرکزونو سره واقع شوي، طالبان د پولو هغي غاړي ته د حقاني ډلي له غښتلي شتون سره سره و نه توانیدل چې حتی یوه ولسوالۍ هم ونیسي، او دا یو واقیعت ده)).

افغان حکومت په خپلو کورنیو ځواکونو پوره ډاډه ښکاري.

ټاکل شوې چې د دغو ځواکونو شمیره تر ۲۰۱۴ کال پوري ۳۵۰ زره تنو ته ورسیږي چې اوس مهال یي شاوخوا لس زره نور سرتیري په کار دي.

خو تر څنګ یي د هوایي قواوو اوسنی کمزوری حالت د پلیو سرتیرو لپاره یوه لویه  نیمګړتیا ګڼل کیږي.

3 thoughts on “ایا افغانستان بیا د طالبانو لاس ته لویږي/ میرویس جلالزی”
  1. وکیمیت له نګاه ډیر غټ فوڅ ده ولی په کیفی لخاظ ډیر کم فوڅ ده ثقیله وسا یل کوم دی هوای څواک کوم ده په تش لاس دفاع هسی دڅان او وطن نا بو دی ده ددری ګونو قواو تر منڅ اتحا د که مو جود وی خو ښه خبره ده کنه هسی خوب او خیا لده خو بو نو لیدل دبیکاره خلکو کا رده هسی په خیا ل کی مه ډو بیږی خدای نا خواسته غرق نشو ګران او خوږ افغا نستا ن دتباهی په لور سوق نشی عمیق سوچ او فکر کول دتبا هی نه دګران افغا نستا ن ژغورل دهر افغا نی وګړی وظیفه ده.

ځواب ورکول sediq ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *