ډاکتر ماخان میږی شینواری            

موږ لا تراوسه چې په پیداېښتي پوهنوکې پوهنیز څه لولو،هغه عربي دي. پوښتنه دا ده، چې ایا موږدا پوهنې په پښتو لیکلی شو، دا په دې مانا، چې ایا موږ د دې پوهنو پوهنیزو ویونو ته هم پښتو انډول لرو او دا پیدا کولی شو. دا نومونه پیدا کوو نه، خو پوښتنه دا ده، چې ددې له پاره نومونه په پښتو شته اوکه څنګه؟

دا پوښتنه به په هوځواب کړو، ځکه چې هره ژبه د پوهنیزه کیدوتوان لري، خولومړی باید ځان په هغه پوهنه پوه کړو او بیا په هغه وي، چې د باندنۍ ژبه کې شته اوپښتو انډول یې پیدا کوو.

په همدې ځای کې دې اجازه وي، ووایم، چې ما په شمیرپوهنه کې نږدې څلوېښت کتابونه په پښتو کړي، بې له ستونځو او همداسې مې په فزیک کې درې کتابونه ژباړلي، چې یوله هغود ښوونځي د کتابونوسرلیکونه دي، هعنه فزیکي ویونه مې نه د ډکشنري په بڼه، خو په پښتومې د الماني ویونو ته انډول پیدا کړی یا میندلی

دا په پښتو یا د پښتو نومونوسره مو پوهنه هم ساده کیږي، چې دلته  د یوڅو بیلګو سره ستاسو لنډ پام را اړوم.

 په دې هکله اوږدې خبرې نه کوم، لنډ یوڅوبیلګې له تاسوسره ګډوم.

مشبوع به نوڅه وبولو؟

مشبوع داسې پیژند لري:

— هغه محلول  چې نور همغه څه په ځان کې نه شي حل کولی، مشبوع بلل کیږي. 

موږ وایو: یو څوک چې ډېرخوراک وکړي هم ورته وایي، چې مشبوع شوی اومیږي، چې ډېر واښه وخوري. نو وایو چې میږه ټنډه شوې .

یو څوک چې نوره مړۍ نه شي خوړلی، خوموړوي او همداسې نور ژوي مړیږي. 

کوچنیانو ته هم چې مورډېر خواړه ورکړي، راګرځوي یې.

ځنې خواړه دي، چې سړی يا څوک ښه په مړیږي، نو وایو، چې دا خواړه مړوونکي دي.

په همدې توګه مو محلول یا حل ،،اوبی،، بللی، نومشبوع ته به څه ووایو؟

لکه چې ژوي مړیږي، خو همداسې یو اوبی هم مړیږي.

موږ نو پورته پیژند اوس په پښتو دا سې لیکو: 

هغه اوبی چې نورڅه ځان کې نه شي اوبی کولی ( دا ګوره اوبه کولی نه بولو) موړ وي.  

مشبوع = موړ

بیا وایم، چې دا بل ډول نه شي بلل کیدی، دا په دې مانا، چې نومونه به نه جوړوو، هغه خپل نومونه به رابرسیره کوو یا له کټلاندې څخه راباسو. 

له شمیرپوهنې څخه یوه بیلګه: 

ما خو نږدې ټوله شمیرپوهنه په پښتو لیکلې، خو بیا به هم یوه بیلګه له تاسو سره ګډه کړم:

دایره، چې د دایرې د منحني یوه لږه برخه قوس بولو او وتر او قطر لرو او داسې نور.

په پښتو یې:

ګردۍ ( موږیې په هسکه مینه کې ګردۍ بولو)، هغه وړه د ګردۍ د کږې برخې ته ،، لینده،، وایو.  

دایره = ګردۍ

قوس = لینده

وتر : هغه کرښه ده، چې له ګردۍ یوه ټوټه بیلوي، نو دا له دې امله ټوټه وونی ( ټوټوونی)  بولو( بولویې نه،دا ټوټوونی دي).

وتر = ټوټوونی

ټوټه یا چې قطعه ورته وایو: د ګردۍ هغه هواره ده،  چې د لیندې او ټوټوونې منځ کې پرته ده. 

قطعه = (ګردۍ) ټوټه  

نیمۍ: هغه کرښه چې ګردۍ نیمۍ نو دا به نیمۍ نه وي؟

قطر = نیمۍ ( اړیین نه ده چې کرښه ورسره یاده کړو، پوهیږو چې دا کرښه ده).

ګردۍ برخه یا قطاع ( دا د قطاع نوم هم ډارونکی دۍ): دا د ګردۍ برخه ده، چې د دوه وړانګو او ګردۍ لیندې منځ کې پرته ده.

قطاع = (ګردۍ) برخه

وړانګه =شعاع 

له فزیک څخه

سیم یا څه، چې برېښنا وړي، نو هغه هرومرو ،، (برېښنا) وړونې دي او له دې امله یې برېښنا وړوني یا لنډ وړوني  بولو

دا د ښوونځي د فزیک نږدې ستره برخه مې پښتو ته را اړولې. په دې هکله مې لیکنې په کتابتون. کوم کې کتلی شۍ.

دا د ګرانو لوستونکو  له پاره یو څه وړاندې کیږي، چې کتل او اندونه سره یو کول نه، سره نږدې  کول یې زما هیله ده او نه بل څه. 

نومونه یا ویونه باید پیدا نه شي. هر څه چې په پیداېښتي توګه په بله ژبه کې شته، په پښتوکې هم شته. 

دوه پوښتنې دي:

لومړی: یو څه ته په پښتو نوم ايښول ( دا به د خبرو وي)

دویم: د یوه څه په مانا ځان پوهول ( دا باید وي)

نو که د دې ویونو مانا ولیکویعنې مخکتاب، نړیوال جال، ملفون، شمیرونی، دا به اړیین وي. دا چې څنګه یې وبولو، دا باید په پام کې نیولشوي وي، چې تخریب په کې نه وي.

 بیلګې:

۱ – موږ په کورونو اوکوټوکې یوجوړښت لرو، چې برېښنا پرې روښانه کوو اومړه کوو. دا جوړښت د یوه واړه اړمګوټي یا یوې تختې او یا د یوه څرخ په څیر وي. دې ته انګرېزي سويچ، الماني شالتر وایي. ددې دنده داده، چې برېښنا وړوني یا سیمونه سره یوځای کوي اوبیلوي. د یوځای کیدوسره برېښنا په برېښنا وړونو یا سیمونوکې بهیږي اوڅراغ روښانه کیږي اود بیلیدوسره برېښناګروپ مړکیږي. دا نو (برېښنا) تړونی بولو اودا نوم همداسې دۍ.  

۲ – پورته موبرېښنا وړوني نوم  ولیدل، دا هکپک کیدونکی نوم نه دۍ، دا برېښنا له یوه ځایه بل ځای ته وړي، نووړوني دي.

ګورو،چې زموږ ژبه د پوهنیزه کیدو توان لري او هره ريښه په پښتو کیدی شي او هغه داسې، چې هرڅوک پرې ښه وپوهیږي.

زما اخرني وړاندیزدادۍ، چې نومونه په له ځانه نه جوړوو اویو کره پیژندل شوی وی به د بل کره پیژند لرنکي وي په ځای نه ځای په ځای کوو.

3 thoughts on “ایا موږ طبیعي علوم (پیداېښتې پوهنې) پښتو کولی شو؟ ”
  1. زه یو شپیته کلن کس یم، پدی اتیا! کاله می هر ډول مَیَن لیدلی دی
    پر ماینی مین پر میړه مین پر روپو مین پر فلمو مین پر موسیقی مین پر نس مین پر سیاسی تفکر او سیاسی رهبر مین خو ښاغلی شینواری صاحب پر پښتو مین شخص می تر اوسه نه ؤ لیدلی، دده محترم لیونی مینه د سوچه پښتو سره د سختی پاملرنی او حتی تعجب وړ ده چی البته ده محترم غوندی مَیَنانو ته به د ستائنی وړ هم وی
    ښاغلی شینواری صاحب دومره د شوق په سمندر کی ډوب دی چی زحمتونه ئی ګاللی او حتی د اکاډمیکو مضامینو متن او اصطلاحات ئی په هنر یا زور د سوچه پښتو د قلمرو تر حاکمیت لاندی راوستی دی
    خبره د فزیک او تخنیک لمنی ته ورسیده
    تر هغه ځایه چی موږ خبر یو نن سبا ټول تخنیکی وسائل که ساده او وړوکی او سپک وی او که درانه او پیچلی او ګران د یوه هیواد او یوی فابریکی تولید نه دی بلکه د څو هیوادونو محصولات دی چی سره اغوستل سوی دی البته د محصولاتو د جنس پر نس د همهغه امتیاز لرونکی یا مونتاج کیدونکی هیواد نوم لیکل سوی دی
    دا به د انکار وړ خبره نه وی چی د فزیک او تخنیک مسائل د فرهنګی او ژبنی مسائلو سره د انډول او مقائسی د قاعدی سره هیڅ اړیکه نه لری او شاید داسی استدلال وسی چی یوه تخنیکی آله شاید د څو مختلفو هیوادو لخوا په ګډه اختراع او جوړه او تولید سی خو یو ژبنی او فرهنګی تولید کیدای فقط د یوه هیواد په غیږه کی تولید سی
    امّا پوښتنه به دا وی چی دا خالص تولید به کوم وی او په کومه فرهنګی- ژبنی برخه کی به د ګټی اخیستو وړ وی
    هیله ده چی د ښاغلی شینواری صاحب پلاس ژباړل سوی د طبیعی علومو کتابونه د ګرانو شاګردانو د ذهنی هاضمی د سیسټم سره کومه ستونزه و نه مومی او د شاګرد د شاګرځ لامل و نه ګرځی او په مینه ئی د زده کړی توان په ځان کی وروزی
    خو
    ډیره ټینګه او جدّی هیله لرم چی
    د شعر او ادب د تولید د فابریکو د متصدیانو په زړونو کی د شینواری صاحب هوَس نفوذ و نه کی او هڅه و نه کی چی ادبی تولیدات هم د داخلی او سوچه او خالصو تولیداتو په پلمه تصفیه کی، د ادب او شعر نحیف او ظریف وجود ددی ډول هوس بازیو د فشار زغم نه لری
    البته د خوښی ځای به وی که ووینو کوم څوک کومه غزل په خالصه او سوچه پښتو ( د شینواری صاحب په پښتو) ابداع کړای سی چی ناممکنه ده او که ابداع هم سی نو د شعر او شاعر او مینه وال د ډیوالی توب په بیه به تمامه سی
    وروستی عاجزانه عرض می دادی چی
    یو مبتکر آشپز که هر څومره ماهر هم وی باید د خپلو تیار سوی خوړو د( رنګ او خوند ) مهم عناصر د خپلو شخصی سلائقو قربانی نه کی

  2. ډېرمنلي یو شپیته کلن غلام حضرت صیب ته د اته اویا کلن ماخان میږي سلامونه اونیکې هیلې!
    ډېره مننه، چې زما لیکنې لولي، دا زما له پاره د ویاړ ځای دۍ.
    زه هم په دې اند یم، چې زما به دا یو لیونتوب وي، چې ما دا لارنیولې او ګورم، چې د پوره ګوتڅنډنې سره هم مخامخ یم. که چیري هغه لرلې زموږ پښتو ویونه په پوهنه کې خپل ځای کې ځای په ځای نه کړو، نوبیا خو ورکیږي. زه خپله په دې اند یم، چې زما په لیکنو باندې پښتانه هرومرو پوهیږي،خودا زما غوندې د پاخه عمر پښتانه دا نه شي زغملی.
    زه ژبه نه سوچه کوم. که زما لیکنې دې د تاند په منلې پاڼه کې لوستلي وي، نو زه د سوچه کیدو پلوی نه یم، خو د سمون په لار کې یې هلې ځلې کوم.
    ما په هیڅ پوهنه کې نوم یا کوم وی له ځانه نه دۍ جوړ کړی،هغه ویونه مې د نورو ژبواڼدول لټولي اوپیدا کړي،که نه بیا مې همغه د بلې ژبې وی لیکلی، خو پښتو ډېره توانونمنه ژبه ده، چې د کرې په ځای غونډوسکه هم لرو.
    په ډېره بخښنه، خوپه ابداع پوه نه شوم او دا مې لې دو( قسم دۍ).
    زما د کار د مخ نیوي هڅې مه کوۍ، خود سمون په لار کې راسره مرسته وکړۍ. بیا هم ډېره مننه.

  3. شینواری صاحب ګُله
    پر ښکلی مخ دی مچوم
    زه به بد وکم چی ستاسی یا ستاسی غوندی زحمت کښو فرهنګیانو د کار د مخنیوی هڅه وکړم
    اصلاً زه دا صلاحیت او قدرت نه لرم او نه هم ددی غیر اخلاقی کار جرئت
    تاسی او ستاسی غوندی پر پښتو مَیَنانو او د هر فرهنګی او علمی ډګر فعالانو ته د زړه له کومی د بریالیتوب دُعا کوم
    خوښ او بریالی اوسی

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *