ایا هند افغانستان پاکستان ته پریښود؟
لیکوال ایمل فیضي ( د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند)
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي واک ته له رسیدو اوه میاشتي وروسته د لومړي ځل لپاره هند ته په یوه دری ورځني سفر تللی دی.
ډهلي ته د هغه سفر یو داسي چانس دی چې غني به پرې د نوي ډهلي زړه او فکر خپلوي.
په تیرو څو میاشتو کې کابل په خپله بهرنۍ پالیسي کې د د ډراماتیک بدلون په راوستلو سره نوي ډهلي ته سربدحاله کونکي زیکنالونه واستول په دې مانا چې د لومړي ځل لپاره یي پر اسلام آباد خپله اتکا تر بل هر وخت ډیره کړه.
ډاکټر غني به د خپل دغه سفر په ترځ کې د نوي ډهلي چارواکي متقاعد کړي چې د پاکستان پر وړاندي به د افغانستان اوسنی دریځ او له هغه هیواد سره اوسنۍ اړیکي به هیڅ کله هم په افغانستان کې د هند ځانګړی تاریخي رول تر خپل سیوري لاندي رانه ولي.
د غني پیغام به روښانه وي چې هند به د افغانستان یو تاریخي او ستراتیژیک ملګری هیواد وي.
له هغه وخت راهیسي چې اشرف غني احمدزي ارګ ته لاره پیدا کړه هغه هڅي کړي تر څو د پاکستان له نظاميانوسره خپلي اړیکي نږدې او ټینګي کړي.
د غني د واکمنۍ له پیل راهیسي افغان نظامي زده کونکي پاکستان ته د زیاتو تعلمیاتو لپاره واستول شول او پاکستاني استخباراتي مامورینو ته اجازه ورکړل شوه تر څو د افغانستان په زندانونو کې له پاکستاني بندیانو سره لیده کاته او مرکې وکړي، همدا راز د پاکستان ځواکونه په خپله غوښتنه د افغانستان د خاوري په دننه کې پوځي عملیات تر سره کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او په کابل کې د یو شمیر منابعو په وینا د کابل حکومت همدا راز پاکستاني پوځیانو ته اجازه ورکړي تر څو له دوي سره په ګډه د افغانستان په ختیځ کنړ او جلال آباد کې پوځي عملیات تر سره کړي هغه خبري چې کابل او اسلام آباد دواړو وروسته ردي کړي دي.
د سارک یا سویلي اسیا د سیمیزو همکاریو د سازمان په اتلسمه غونډه کې چې روان کال د نیپال په مرکز کتمنمدو کې جوړه شوي وه غني د خپلې وینا پر مهال وویل چې هیواد کې یې د هند او پ اکستان تر منځ نیابتي جګړه روانه ده .
د افغانستان په چارو کې د پاکستاني پوځیانو د څو لسیزو مداخله د دې واضح ثبوت دی چې د پاکستاني پوځي پلان جوړونکي په دې لټه کې دي چې په دغه هیواد کې د هند له رول څخه مخ نیوی وکړي ځکه هغوي له هند سره دښمني لري.
به دې باید پوه شوو چې له اسلام آباد سره د یوه ولسمشر په خوښه به خپل هیواد کې د سولي او ثبات د راتلو او له طالبانو سره روغي جوړي ته د رسیدو لپاره د اړیکو اوسنی نږدوالی په کومه بیه؟
کابل تر اوسه پوري له خپلو دغو صادقانه همکاریو څه تر لاهس کړي دي؟
تر کومه ځایه چې پوهیږو پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو په مشرتابه ډیر نفوذ او واک لري، خو پوښتنه دلته ده چې پاکستان له افغان طالبانو سره د افغان دولت د سولي لپاره څومره ریښتني همکاري کوي؟
ځواب یي دا دی: د تل په څیر تشې ژمني.
نن د افغانستان امنیتي حالات ډیر کړکیچن دي، د پخوا په پرتله هره ورځ د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ډير شمیر ترهګریز بریدونه تر سره کیږي.
په دې ورستیو کې یوازي په ختیځ ننګرهار کې د یوه ترهګریز برید پر مهال ۳۵ ملکي خلک مړه او نږدې ۱۰۰ تنه نور ژوبل شول.
په وژل شویو کسانو کې دوه ځوان وروڼه هم شامل ول چې د واده یي څو ورځي تیري شوي وې.
له اسلام اباد سره د افغان ولسمشر نوي پالیسي نه یوازي دا چې له امنیتي حالت سره تر اوسه مرسته نه ده کړي بلکې د افغانستان او هند په اړیکو کې یې هم یو ډول ناڅاپي بدلون رامنځ ته کړی.
هند ته د ولسمشر غني وروستي سفر په درشل کې مطبوعاتو دا ولیکل چې نوي ډهلي په افغانستان کې خپل ځای خپل رقیب پاکستان ته پریښی دی.
که په افغانستان کې تیره یوه لسیزه کې د هند رول ته وګورو، نو دا واضح ده چې دغه هیواد دغلته د معارفو، کرهني او بنسټ جوړوني په برخه کې له دغه جنګ ځپلي هیواد سره مرسته کړي ده.
هند له افغانستان سره تاریخي او فرهنګي اړیکي لري او دغه هیواد په تیره یوه لسیزه کې د افغانستان د بیاودانولو په برخه کې مهم رول درلود.
هند له افغانستان سره له امریکې، بریتانیا، جاپان او المان وروسته پینځم ستر مرسته کونکی هیواد پاتي شوی دی.
دغه هیواد د نږدې دوه ملیاردو ډالرو په ارزښت له افغانستان سره د بریښنا، سرکونو، کرهني او پوهني په برخه کې مرسته کړي ده.
هند افغان محصلینو ته په زرګونو سکالرشیپونه ورکړي او د ملکي ادارو کارکونکو ته يي هم مسلکي زدکړي ورکړي دي.
د هند د کمپنیو یوه کنسرسیوم د حاجي ګک د اوسپني په کان کې د پانګوني قرار داد تر لاسه کړی او همدا راز دغه هیواد د افغانستان په لویدیځ هرات کې د سلما د بریښنا پر بند تر اوسه پوري نږدې ۲۰۰ ملیونه امریکايي ډالر لګولي دي.
له افغانستان سره د هند مرستو ته په کتو دا یو روښانه مثال دی چې د هند پروژي د افغانستان د پرمختګ لپاره ډیري مهمي دي او دا پروژي کولای شي په اوږد مهال کې ګاونډي پاکستان ته هم ګته ورسوي.
هند ته په خپل لومړي رسمي سفر کې به ښاغلي غني هڅه وکړي له دغه هیواد سره خپله دوستي دومداره وښيي او تر څنګ یي له نوي ډهلي سره د خپلو دوستانه او اوږد مهالو اړیکو ژمنه یو وار بیا تازه کړي.
غني باید هند کې پر دې خبره تاکید وکړي چې هیواد به یي کله هم پاکستان ته دا اجازه ور نه کړي چې د افغانستان پهرني پالیسي کنټرول کړي په خاصه توګه د هند په برخه کې.
د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د وینا پر اساس هند باید په خپل نوبت افغانستان د خپلو ستراتیژیکو لومړیتوبونو په ډله کې په پام کې ونیسي او له افغانستان سره د خپلو دوه اړخیزو اړیکو په رڼا کې د دغه هیواد د بنسټونو د تقویه کولو په برخه کې همکاري وکړي.
میرویس جلالزی صاحب تاته دی خدای دترجمی اجر درکړي. خو تاسو باید یلی وای چه داترجمه دی دلاتینی ژبی کړی او که دډیر مهم اومشهور پروفیسورکوم علمی لکچردی ترجمه کړی دی. داډیر دشرم ځای دی چه دپخوانی جمهور ریس یوه ویاند چه کله کله دخپل فساد او بی کفایتی دپټولو او دنوی حکومت دتخریب لپاره ځنی شیان لیکی ، ولی دوطن دمهمی ژبی پښتو سره یاضدیت لری اویاورباندی نه پوهیږي؟ هغوی چه دخپلی مورنی ژبی سره دومره دښمنی لری ، زمانظر ددی ارزښت نلری چه لیکنی یی پښتو ته وژباړل شي، پریږدئ چه دغه کسان دایران څخه ډالری راوړي او هغوی ته دپخوا په شان نوکری وکړي.
د استاد خبره حقیقت لري او له دې موضوع مو ډاکتر صاحب زیار هم خبر کړی دی. د استاد دا لیکنه شاوخوا ۵ کاله پخوا په تاند کې خپره شوې. موږ کله نا کله پخوانۍ لیکنې بیا خپروو او عموماً توکلي یوه لیکنه غوره کوو. تصادفاً همدا لیکنه برابره شوه او بیا مو خپره کړه.
تاند